د غوايي کودتا د پرمختګ دوره که د سترې غمېزې پېل!

 

استاد عبدالرحيم صراف*
مخکې له دې  چې د (١٣٥٧) ل کال دثور په اوومه رڼا واچوو دموضوع د ښه روښانتيا لپاره به د سردار محمد داود خان د جمهوري رياست په موده (١٣٥٢) ل کال باندې خبرې وکړو،چې د سردار محمد داود خان کودتا څرنګه وشوه؟ چاوکړه؟ او موخه يې څه وه؟
سردار محمد داود خان په (١٣٤٢) ل کال له صدارت څخه استعفا وکړه او لس کاله په کور ناست وو، د داودخان په انزوا کې ژوند تېرولو کمونستانو ته زمينه برابره کړه، چې د داود نه استفاده وکړي او دخپلې کورنۍ په خلاف چې کومه عقده او کينه ورسره پيدا شوې وه هغه هم سېرابه کړي.

سره د دې چې داود خان د شخصيت په لحاظ ډېر پاک او داخلاقي سجاياؤ څخه غني اوپر وطن مين شخصيت ؤ، خولېونى مزاجه او ځان غوښتنه پرې هم غالبه وه.
داودخان دکمونستانو او په ځانګړې ډول پرچميانو په ملاتړ او حمايه باندې د چنګاښ کودتا وکړه داود خان هغه کسان دکابينې دغړو په توګه معرفي کړل، چې دچنګاښ دشپږويشتمې نېټې دکودتا فعال غړي وو. دمرکزي کمېټي غړي هر يو حسن شرق، غلام حيد رسولي، عبدالقدير نورستانى، فيض محمد، مولاداد، سرور نورستانى، يوسف فراهي، عبدالله، عبدالحميد محتاط، پاچاګل وفادار، غوث الدين ، فاضل اوضياء مجيد دکمېټي څه نور کمونستان هم دوزيرانو په توګه انتخاب کړل، چې له هغې ډلې څخه فيض محمد چې عسکري تورن او پرچمي ؤ دکورنيو چارو وزير، نعمت الله پژواک کمونست دمعارف وزير، عبدالحميد محتاط مخابراتو وزير ستم ملي ګوند پاچا ګل وفادار دسرحدونو وزير، جيلاني باختري دپرچم ګوند دکرنې

وزير، محمد خان جلالر د کى، جى، بى (K.G.B) غړى دسوداګرۍ وزير.

دسردار محمد داودخان دکابينې اکثره غړي کمونستان ؤ، خلق او پرچم هڅه کوله چې د هېواد په استقرار کې د داود موجود يت د يوسمبول په حيث وساتي، او ددولت ټول واک د دوى په لاس کې وي. نعمت الله پژواک چې دپوهنې وزير وو د ببرک په مشوره د اتيا (٨٠) تنه کمونستانو ښوونکو نومونه دکورنيو چارو وزير فيض محمد ته ورکړل او هغه دحسن شرق له لارې له د اود خان څخه تائيد واخيست او هغوى يې ټول په افغانستان کې د ولسوالانو اوعلاقه دارانو په توګه وټاکل.

خپل مخالفين له منځه وړل:
کمونستانو هڅه کوله چې خپل مخالفين له منځه يوسي چې په دې لړۍ کې تريوبريده بريالي هم شول، هاشم ميوند وال او موسى شفيق چې دظاهر شاه د پېر صدراعظمان ؤ ويې نيول او بيايې ووژل، همدارنګه د وخت اسلامي نهضت (جوانان مسلمان) ډېر شمېر غړي يې ونيول او شهيدان يې کړل. همدا علت ؤ چې جوانان مسلمان د داود خان په خلاف نظامي پاڅون وکړ.
کله چې داود خان دکمونستانو په خاميو او غلطيو پوه شو نو په خپله سياسي تګلاره کې يې د بدلون راوستلو په موخه وغوښتل چې يواځې پر روسيې اتکا ته پای ورکړي، او له نورې نړۍ څخه دانزوا له حالته ووځي، لمړى سفر يې په  (١٣٥٥) لمريز کال د بوټو په بلنه پاکستان ته وکړ. په (١٣٥٦) لمريز کال جنرال ضياء د داود خان په بلنه کابل ته راغى، همدارنګه  په (١٣٥٦) لمريز کال داودخان د مارشال ټېټو ليدنې لپاره بلګراد ته ورغى، ورپسې يې مصر، سعودي عربستان، ليبيا او ايران ته سفرونه وکړل په دې سفر کې محمد خان جلالر هم ورسره ؤ. محمد خان جلالر د دغه سفر ټول جزئيات د روسې سفارت ته ورکړل او روسان يې د داودخان په اړه حساس کړل.
د دې نه وروسته يې دننه په افغانستان کې سفرونه وکړل، خو دا د داود خان ورستۍ شپې ورځې وې، روسانو د هند کمونست گوند همدارنګه دپاکستان عوامي نيشنل ګوند ته وظيفه ورکړه چې د داود خان دحکومت په سقوط کې رول ولوبوي او هغوى عملاً په کار پيل وکړ.  په افغانستان کې دننه دخلق او پرچم ګوندونو ترمنځ  دروغې جوړې منډې شروع شوې، او د روسيي سفير وتوانيده چې د دوى ترمنځ يو ائتلاف رامنځ ته کړي.
په دې شپو ورځو کې مير اکبر خيبر ترور شو خيبر په (١٣٣٠) ل کال له حربي پوهنتون څخه فارغ شوى ؤ، چې  دمحمد نادر خان پرقبر يې دګلونو دگېډۍ په نه ايښودلو سره دفراغت سند ورنه کړى شو او څوکاله بنديې هم تېر کړ. دخيبر د ترور په ارتباط ډېر ضد او نقيض نظريات موجود دي خو ددې ټولو غورچاڼ دادى چې خپله روسانو دافغاني کمونستانو په لاس ترور کړ. کوم اختناق چې داودخان په ملت راوستى ؤ او په اخر کې کمونستانو هم آه نشو کولى دخيبر په مرګ مات شو او دمړي سره يې يولوى مارش وکړ او داود خان په ضد يې شعارونه ورکړل او داودخان ته يې خپل زور وښوده.دخيبر د ترور په ارتباط ډېر ضد او نقيض نظريات موجود دي خو ددې ټولو غورچاڼ دادى چې خپله روسانو دافغاني کمونستانو په لاس ترور کړ. کوم اختناق چې داودخان په ملت راوستى ؤ او په اخر کې کمونستانو هم آه نشو کولى دخيبر په مرګ مات شو او دمړي سره يې يولوى مارش وکړ او داود خان په ضد يې شعارونه ورکړل او داودخان ته يې خپل زور وښوده.
د دې نه وروسته دکمونستانو مشران نورمحمد ترکى، ببرک کارمل، شرعي جوزجانى، داکتر شاه ولي او…. و نيول شول اوځيني ترتعقيب لاندې ؤ.
د عبدالقدير نورستاني او غلام حيدر رسولي سستو او بې پايې کړنو کمونستان دافغانستان په نظامي مراکزو کې دخوځښت لپاره چمتوکړل.
په ١٩٧٨م کال داپريل په ٢٧مه (١٣٥٧) لمريز کال دثور په اوومه په يوناڅاپي توګه دځمکنيو زغره والو او هوايي قوتونو له خوا پرجمهور رئيس محمد داودخان او دهغه په دولت يوه کودتا وشوه چې دثور داوومي کودتا يا دهغه وخت په اصطلاح يې په (انقلاب) شهرت وموند. په کودتاکې ځوانو افسرانو او دخلق ديموکراتيک ګوند درهبرۍ غړو برخه درلوده خو انکار نه منونکي شواهد دا په ډاګه کوي، چې شوروي په مستقيمه توګه لاس پکې درلود. دکودتا عمده عامل دا وو چې داود خان دخپل حکومت په وروستيو کې دپاکستان سره مناسبات نرم کړل او دايران سره يې نژدې اړېکې ټينګې کړې. مصر، سعودي عربستان، ليبيا، او کويت ته يې سفرونو کې دهغوى دمرستو وعدى هم حاصلي کړي او تر دې ټولو غټه خبره داوه چې دامريکا ولسمشر جيمي کارتر دعوت ورکړ او پروګرام دا وو چې په همدغه (١٩٧٨) م  کال امريکا ته هم سفر وکړي.
دغه سفرونه چې دشوروي اتحاد داجازې پرته روان ؤ، هغوى ته يې لوى تشويش ايجاد کړى ؤ، او په دې پوه شول چې افغانستان يې له لاسه وځي او دبلې خوا د داود خان او برژنيف ترمنځ ټکر چې په کرملين کې راغلى وو،  شوروي اتحاد د داسې حرکت انتظار نه درلود نو ځکه يې د داود خان دچپه کولو پلان جوړکړ، چې لمړى سر کې دخلق او پرچم ترمنځ د اتحاد د راوستولو او بيا يې په اردو کې خپل درې سوه تنه مشاورين ودې ته وهڅول چې د محمد داودخان په ضد دنظامي پاڅون پر وخت جدي مرسته وکړي. داودخان د خلق او پرچم د کودتا تصور څخه دومره لرې وو چې کله په ارګ ډزې پيل شوې داسې فکر يې وکړ چې کودتا دمسلمانانو لخوا په لار اچول شوې، داودخان داخبره له ياده ايستلې وه چې دافغانستان اطلاعاتي دفتر او (ملي مصونيت) ټولې حساسې شبکې د (K.G.B) تر نظر لاندې وې.
پېښه داسې پيل شوه:
کله چې خيبر ترور شو دا دحمل مياشت وه، هغه اختناق چې د داود خان رژيم راوستى و هغه دخيبر د مرګ سره کمونستانو هغه خپسه دخپل ځان لپاره ماته کړه او دخيبر مړي سره يې مارش وکړ، درژيم په ضديې شعارونه ورکړل نور نو روسانو او افغاني کمونستانو د داودخان په ضد سپکې سپورې شروع کړې. داودخان دکمونستانو دمشرانو دنيولو امر صادر کړ. نورمحمد ترکى، ببرک کارمل …. ونيول شول، د شب هاى کابل ليکوال وايې چې د دوى د نيولو امرماته شوى وو، خوکله چې حفيظ الله امين ته د شپې ناوخته ورغلم هغه زما دمشر ورور ټولګيوال وو دوه ميلمانه ورسره وو، هغوى رخصت شول ماته يې وويل چې اوس ډېر ناوخته دى تاسو چاى وڅښئ او دمه وکړئ سهار به وختي درسره لاړشم. حفيظ الله امين د کودتا نه وروسته د کتاب مؤلف ته کيسه کوي چې هغه دوه ميلمانه جنرالان وو، نېمه کودتا مو ترتيب کړې وه او نيمه نوره مو بيا ستاسو داستراحت نه وروسته په تليفون ترتيب کړه.

جګړن محمد رفيع دڅلورمې زغره والې قواوو رئيس ارکان، چې قوماندان يې سرور نورستاني شوروي ته د استراحت لپاره تللى ؤ، همدارنګه وطنجار د دفاع وزير غلام حيدر رسولى ته پشنهاد وکړ چې دتعليم او تربيي د پروګرام مطابق بايد ټانګونه او زره پوښونه وازمويل شي او کاريې وکتل شي رسولي هم موافقه ورسره وکړه. رفيع او وطنجار به د څلورمې قوا وسايل راوباسي او (١٥) زغره لرونکى قوابه هم دځان سره ملګرې کوي که څوک مخالفت کوي هغه به له منځه وړي. وطنجار په هغه استعلام کې لاسوهنه کړې وه چې د ټانګونو او زرې پوښونو د ازموينې لپاره هرو لسو ټانکونو ته د شپږو ګوليو (مرميو) د ورکولو د اجازې هيله کړې وه.

نو وطنجار د (٦٠) پرځاي يوصفر ورزيات کړ او(٦٠٠)ګولي له زېرمتون نه واخستې چې په همدغوگوليوبيا د جمهوري رياست ماڼۍ وويشتل شوه. ټانکونه د سهار په لسوبجود کابل لور ته رواخوځېدل دا د ثوراومه ورځ وه همدغه ورځ په ماسپښين کې د داودخان دکابينې غونډه روانه وه داودخان ته ډېرژر د ټانکونو دراتلوخبرورکړى شو. داود خان رسولي او دجمهوري رياست ساتندويه ټولگي قومندان جگړن ضياء ته امروکړ چې حالت روښانه کړي ضياء پوښتنه وکړه جگتورن محمدعمرځواب ورکړ چې هغه لوا مشرد جمهوري رياست ماڼۍ ته د ساتنې لپاره راليږلي دي عمر ته امر وشو چي بيرته لوا ته ستون شي خو امر يي ونه منلو دې پسې نوره قوه هم راورسېده د جمهوري رياست ماڼۍ نوره بيخي پرټانکونو کلابند شوه د دې قوې مشري اسلم وطنجار، سيد داود تړون، نظرمحمد، شيرجان مزدوريار او احمدجان په غاړه درلوده. وطنجار د غرمې په دولس بجو د جمهوري رياست پرماڼۍ دلمړي ډزامر وکړ ورپسې نورو ټانکونو هم ډزې وکړې.

(دافغانستان مېړانه اوغميزه) دکتاب ليکوال وايي چې د افغانستان سياسي ژوند وروستيو لسوکلونو پېښو له ډېرو مهموگډون کونکوسره شخصي اړيکواوخبرواترو زه په دي باوري کړم چي په دغه پېښوکې بنسټيز رول د عبدالقادر په مشرۍ د افغانستان د کمونستانوگډې جبهې په نوم پټ سياسي سازمان لوبولى دى. د يادونې وړ ده چې نوموړى په (١٣٥٢) کال له پاچاهۍ ضد کودتا نه وروسته د هوايي ځواک د قومندانۍ له څوکۍ نه گوښه کړى شو. د يولړ شميرنوله مخې نوموړي سازمان (٦٠٠) غړي او دوه زره مينه وال درلودل، دى په قوم چارايماقي ؤ نو په خلق او پرچم کې يې هم چندان محبوبيت نه درلود.

مولف ليکي چې زه دا سړى ډېرښه پېژنم هغه خپل دغه کار ( کودتا ) تېروتنه وگڼله ځکه هغه د خلق اوپرچم ډلو او ټپلوداړلى اوزبيښلى ؤ.
د دې ډول تاريخي دندو سرته رسولو لياقت او استعداد پکي نه وو. جنرال لياخوفسکي وايي چې وروستيو پېښو او پرمختياوو وښودله چې د قادر نظر صحيح دى.

کودتاه روانه وه او هوايي قواو هم برخه درلوده ځيني تاريخ ليکوالو ليکلي چې د تاشکند څخه هم پروازونه کېدل او د جمهوري رياست ماڼۍ يې بمباروله. د سردار محمد داود خان اکثره ملگري او دوستان چي اردوکي يې درلودل د کمونستانو له خوا په نښه شوي ؤ او د کودتا په جريان کي يې ووژل يوازې د تاجبيګ د دافع هوا غونډ د مرکزي درستيزوال تورن جنرال عبدالعلي وردگ د تشويق له امله مقاومت وکړ او دکودتاچيانودوه الوتکې يې راوغورځولې.داودخان خپله کورنۍ په ځان را ټوله کړه تسليمېدو ته يې غاړه نه کېښودله او نه د تېښتي په لټه کې شو کولاي يې شو چې د فرانسې سفارت ته تللى وى کوم چې د ارگ سره يې نښتى او گډ ديوال درلود، مگر داکار يي ونه کړ مقاومت يي وکړ اودا به يې ويل چې نه غواړي چې د روسانو په ژوبڼ کې بندي شي.
داودخان وغوښتل چي د اردو د اعلی قومندان په حيث د اردو اداره او مشري پخپله غاړه واخلي نو ده له دې امله هغه مخابرې ته لاس کړ چې په همدې منظور تل دده په مېز پرته وه او عسکري قطعوته به يې نېغه لارښوونه پرې کوله خو ناڅاپه متوجه شو چې د مخابرې د ستگاه له کاره وتلې د مخابرې کوډ او چينل بدل شوى نو ويې ويل چې (روسها کارخودکرد) روسانوخپل کا ر وکړ.

داودخان خپله کورنۍ په ځان را ټوله کړه تسليمېدو ته يې غاړه نه کېښودله او نه د تېښتي په لټه کې شو کولاي يې شو چې د فرانسې سفارت ته تللى وى کوم چې د ارگ سره يې نښتى او گډ ديوال درلود، مگر داکار يي ونه کړ مقاومت يي وکړ اودا به يې ويل چې نه غواړي چې د روسانو په ژوبڼ کې بندي شي.

ارگ د هوايي او زميني عملياتولاندې وو د گارډ مقاومت هم وار په وار کمېده.
د داودخان دکورنۍ غړي يې يو په بل پسې زخمي اود دوو زامنوعمر اوخالد زخمي کېدل اومرگ يې پخپله وليده بالاخره د کمونستانو درې تنه واړه رتبه کودتاچيان چي مشري يي تورن امام الدين کوله د داود خان حضورته ورغلل اود تسيلمۍ غوښتنه يې ترې وکړه پر امام الدين يې د خپلې تومانچې وروستۍ گولۍ هم فيرکړه اما م الدين يې زخمي کړ مگر مړ نه شو. د امام الدين نورو ملگرو پر محمد داودخان د ګوليو باران پيل کړ او په هغه ځاى کې  چې دى د افغانستان تر ملي بيرغ لاندي ولاړ وو پرمرميو غلبېل غلبېل کړ او د کورنۍ نور نارينه غړي يي هم ووژل او ښځينه غړي يي د څرخي پله زندان ته يوړل هغه زندان چې داود خان د خپلومخالفينو لپاره په ډېره عصري بڼه جوړ کړى وو.

کمونستانو خپل مشران د کابل د توقيف ځاى څخه رابهر کړل اوپه ډېره خوشحالۍ او غرور ېې په ټانک کېنول او دکودتا دعملياتو مرکزکابل راډيو ته لاړل، حفيظ الله امين د وياندوى او انانسر په توگه دکابل راډيوله لارې جگړن اسلم وطنجار او ډګروال قادر معرفي کړل چې وطنجار په پښتواوپه دري ډگروال قادر چې په (سګ) يې شهرت درلود پوځي حکومت اونور رژيم اعلان کړي.
د کودتا د قايميدو درې ورځې وروسته نظامي شوري پرځاى  انقلابي شوروي اعلان شوه اود دولت رهبري داسې وټاکل شوه: (١)  نورمحمد تره کى جمهورريس دانقلابي شوري ريس او صدراعظم   (٢)  ببرک کارمل دجمهوري رياست انقلابي شورى اوصدارت اول مرستيال  (٣)  حفيظ الله امين د صدراعظم مرستيال او خارجه وزير  (٤ ) محمد اسلم وطنجار د صدراعظم مرستيال اودمخابراتو وزير.( ٥ ) عبدالقادر د دفاع وزير اوداسې نور.
په دې کې (١٣) وزيران خلقيان او (٨) پرچميان وو کله چې وزارت خانو ته ولاړل هرچا دخپل جناح  غړي په ټولو ارگانونو نصب کړل کارونه فلج شول د حفيظ الله امين او کارمل ترمنځ ناندريو اوبدو تبليغاتو فضا ډېره توده شوه. دکابل په سياسي ټولنوکې سخت نفرتونه راپورته شول خو له دې معلومېد ل چېد نورمحمد ترکي اته فرمانونه يو د بل پسې د ملت غوږونو ته رسول کېدل چې هغه هم د ملت د پاڅون پيلامه وه روسي مشاورين راغلل او په وزارتونوکي يې خپل کار پيل کړ، دغه مشاورين اکثرا  داسې وو چې د افغانستا ن په اړه يې هيڅ ډول معلومات نه درلودل د اسلام نه خو يې بوى هم نه وړه او د افغاني ټولنې د حالت په باره کي ورته يواځي سرکب معلومات ورکړل شوي و. دا وضع تصادفي نه ده بلکې يومنظم پلان ترکار لاندې دى او دا دواړه لوري بايد يوځل بيا يو د بل پرضد تخريب پيل کړي،  د نورمحمد ترکي اته فرمانونه يو د بل پسې د ملت غوږونو ته رسول کېدل چې هغه هم د ملت د پاڅون پيلامه وه روسي مشاورين راغلل او په وزارتونوکي يې خپل کار پيل کړ، دغه مشاورين اکثرا  داسې وو چې د افغانستا ن په اړه يې هيڅ ډول معلومات نه درلودل د اسلام نه خو يې بوى هم نه وړه او د افغاني ټولنې د حالت په باره کي ورته يواځي سرکب معلومات ورکړل شوي و. هو دغه کسان د خپل سيستم بچي وو اوبې له ځانگړو ارمانونو اوخيالونو سره ډير ځله به يي دافغانستان حالت سره هيڅ اړخ نه لگاوه روزل شوي وه، دوى لمړى ځل د پرديو روحياتو ټولنيز جوړښت، دودونو او رواجونو سره مخامخ شول او هغوى هغه مهال کمونستان دې ته هڅول چې په بشپړه توگه د شوروي اتحاد دکمونست گوند تجربې کاپي او په کلکه يې پلې کړي. په دي مشاورينوکې داسې کسان هم وو چې په روسيه کې نل غځوونکي وو او د کابل په پولي تخنيک انستيتوت کې يې د مشاور په توگه دنده سرته رسوله. يوه پېژندل شوي چارواکي په دې اړوند داسې ليکلي: چې د وزيرانو شورا غونډه به پيل شوه ټول به د ميزترشا کيناستو.

هروزيرسره به خپل مشاور راننووت غونډه به روانه وه خبرواتروبه زور واخيست مشاورين به ورو ورو مېزته رانږدې کېدل اوله دې سره سم به وزيران له مېزه لرې کېدل چې په پاى کې به يواځې مشاورين دمېز تر شا پاتې شول او يوله بل سره به په ناندريو اخته شول د روسي مشاورينو خو دا حال وو او د سولي په لحاظ يې هم همدغسې افراد راليږل.

که بل طرف افغان کمونستانو ته وگورو چې ترکي د دوهم ټولگي فارغ الکساندر مايورف د جنرال رفيع په اړه چې يو وخت د کمونستانو په حکومت کې د دفاع وزير ؤ وايي: زه په روسيه کې د حربي پوهنتون استاذ وم چې رفيع هلته تحصيل کولو دى زما يومضمون کې ناکام شو د ديپارتمنت ريس رانه وغوښتل چي دى کامياب کړم زما ځواب ورته دا وو چې زما خپله خوښه ده بيا دپوهنځي ريس او بالاخره د پوهنتون ريس هم غوښتنه همدا وه او زما ځواب هم يو وو. په اخر کې کى جي بي KGB جلب کړم او راته يې وويل چې نور نه پوهېږم خو دى کامياب کړه وعده مې ورسره وکړهالتحصيل وو، چې کله داود خان قومي تخلصونه منع کړل نوموړي خپل تخلص په (ترقي ) بدل کړ. د خلقيانو په وينا  ترکي په افغانستان کې د کارگر گوند بنسټ اېښودونکى او دکمونستي رژيم لمړى دولتي مشر دى. همدارنگه الکساندر مايورف د جنرال رفيع په اړه چې يو وخت د کمونستانو په حکومت کې د دفاع وزير ؤ وايي: زه په روسيه کې د حربي پوهنتون استاذ وم چې رفيع هلته تحصيل کولو دى زما يومضمون کې ناکام شو د ديپارتمنت ريس رانه وغوښتل چي دى کامياب کړم زما ځواب ورته دا وو چې زما خپله خوښه ده بيا دپوهنځي ريس او بالاخره د پوهنتون ريس هم غوښتنه همدا وه او زما ځواب هم يو وو. په اخر کې کى جي بي KGB جلب کړم او راته يې وويل چې نور نه پوهېږم خو دى کامياب کړه وعده مې ورسره وکړه چې دوهم چانس کې به يې کامياب کړم. کله چې افغانستان ته دلوى سلاکار په توگه راغلم روسي مشاورين مې وليد ل او درفيع غوندې افغاني وزيران مې وليدل د ځان سره مي وويل چي دا انقلاب دکاميابېدو نه دى.

الکساندر وايي: ماپه خپل ژوند کې درې قسمه خلک ډېر بد راتلل چې احمق ، لټ ، تمبل ، او شراب خور خوبدبختانه چې افغانستان ته راغلم د ادرې واړه صفتونه يوسړي کې وو چې هغه کارمل ؤ .

د تره کي په وخت کې زموږ ولسوالي ته چه کوم ولسوال رالېږل شوى وو هغه د ننگرهار په دارالمعليمن کې ناکام شوى وو اوکمونست گوند داسې سړی په خپل حکومت کې ولسوال کړ، نوافغاني کمونستان همغه د داودخان خبره چې واړه هلکان وو په هيڅ نه پوهېدل دوى ددې هېواد  تاريخ ، دين ، اورواج سره نا اشنا وو د شوروي اتحاد په پله يي پل کېښوده او دهغوى خيالي کورکالي ډوډۍ ورته بلا تشبيه جنت ښکارېدل نوريې هيڅ نه ليد ل چي د دوي دواړو (روسانو او افغاني کمونستانو) بې تجربگۍ اوبې دينۍ انجام دى چه تر اوسه افغانان په سره بټۍ کې پراته دي .

دکمونستانو جنايات

تره کي د خپل گوند غړوته دستور ورکړى ؤ چې په هرډول يې کولاى شي خپل مخالفين وټکوي او حفيظ الله  په وينا چې ويل به يې: (( دافغانستان د اوولس مليونه نفوس نه يوازې يومليون موږ ته بس دى ))
په افغانستان کې د خلکو سرمال او ناموس محفوظ نه ؤ هرخلقي اوپرچمي عام او تام صلاحيت درلوده چې د مسلمان اولس سره څه ډول چې يې زړه غواړي عمل وکړي، دکمونستۍ معيار به د اوږدوبريتونو پرېښودل، شراب څښل، ددين اوروحاني شخصيتونو سپکاوى، په دين پورې ټوکې اوملنډې وهل، د شپې په مجلسونوکې د ښځواونارينه ؤ گډون، روسي ښځې درلودل او په روسيه کې تحصيلا ت وو.

د افغان سيد جمال الدين عکسونه چې کوم ځاى ؤ هغه ټول او د هغې پرځاى په ټولو حکومتي اداروکې د لينن عکسونه اومجسمې ليدل کېدلې،  چې دايې د مارکسېزم او ليننېزم تگلارې ته دژمنې نخښه وه.
ټولنيز حالت دومره له اختناقه ډک اوپه اختلافاتو بنا شو چې د کورنيو غړو به يو دبل جاسوسي کوله ښځې د مېړه پرواړاند ې اواولاد خپل پلاراومور په وړاندې.

دکابل پوهنتون د مرکزي ليلې دروازې د شپې له خوا چانه شوې بندولى او هره شپه به يې محصلين ويستل او بيا به يې وژل. د کيراړې (١٨٠٠) بي گناه مسلمانانو عام وژنه، په ټول هرات کې په يوه اونۍ کې (٢٤٠٠) افغانان ووژل شول دحفيظ الله امين ورور عبدالله امين د شمال زون د ريس په توگه يې دافغانستان شمالي ولايتونه اداره کول په زرگونه بنديان به يې ترانسپورتي الوتکو په واسطه د سالنگ دغره د پاسه د الوتکو نه راغوزول او په دې توگه به يې وژل.

د زمان خان دکلا مړي چي (٥٠٠) تنه ؤ د زندانيانو لست يې داود خان ته نه وو ورکړل شوى او کمونستانو په خپل سر کړي و.

انجينر ظريف د کندهار والي د ډنډ ولسوالۍ (٤٨) تنه قومي مشران په خپل دفترکې بې گناه مړه کړل چې وژنه کې خپله هم برخه واخيستله.

د څرخي پله زندان چې له بنديانو ډک شو د کار داسانتيا لپاره يې د عاجلې وژنې شروع شوې. نيول شوي کسان د لستونو له مخې په کټگوريو وېشل کېدل، لمړى درجه لست به هغه کسا ن و چې بايد شهيدان شي دوهمې درجې د زندان معنى درلوده،  د داکترنجيب الله د ورور په وينا چه په خپله استخباراتي دوره کې يې (٩٠٠٠٠) کسان شهيدان کړي دي  کوم چې په دوى کې يوهم سيداکبرشهيد دى چې د داودخان په رژيم کې د خپلو ملگروسره ونيول شو او بيا په (١٣٥٨) کال کې په شهادت ورسېده.
د څرخي پله زندان چې له بنديانو ډک شو د کار داسانتيا لپاره يې د عاجلې وژنې شروع شوې. نيول شوي کسان د لستونو له مخې په کټگوريو وېشل کېدل، لمړى درجه لست به هغه کسا ن و چې بايد شهيدان شي دوهمې درجې د زندان معنى درلوده،  د داکترنجيب الله د ورور په وينا چه په خپله استخباراتي دوره کې يې (٩٠٠٠٠) کسان شهيدان کړي دي  کوم چې په دوى کې يوهم سيداکبرشهيد دى چې د داودخان په رژيم کې د خپلو ملگروسره ونيول شو او بيا په (١٣٥٨) کال کې په شهادت ورسېده.

د د څرخي پله زندان مدير سيد عبدالله به هره ورځ سهار وختي زندان ته راتلو او ويل به يې چې څوک جنت ته تلل غواړي؟ هرچابه چې خبره وکړه هغه به يې شهيد کړ سيداکبرخپل پيره دارته (٥٠٠) افغانۍ ورکړې اوچاړه يې د بازار څخه راوغوښتله کله چې مدير بيا راغى او ويې ويل چي څوک جنت ته تلل غواړي سيداکبر مخې ته ورغى اوويې ويل چې زه جنت ته تلل غواړم اوڅو چړې يې ووهلو زندان د عسکرونه خالي شو د بهر نه ټانگ راغى او

يوکندهارى عسکر ترې راکوزشو او سيداکبر شهيد يې د کلاشنکوف په شپېلۍ کوټې ته وردننه کړ. سيد اکبر افسوس وکړ اوويې ويل: الله جل جلاله دا ستا رضا ده چې دشمن ته دې کلاشنکوف لاس کې ورکړى ا و ماته چاړه اوبيايې د کلاشنکوف په مرميو شهيد کړ. په خپلو وينو يې په دېوال وليکل: اسلام زنده باد او نور نوي ملگري يې ورسره شهيدان کړل.

دا ټول کارونه د کمونستانو په لاس ترسره شوي  چې صرف دايې بېلګې دي دې ته ورته په زرگونو نورې پېښي شته چې له خلکو هېرې نه دي. د افغان ولس دې جلادانو به مسلمانان د بټ د نينو غوندې وريتول او دومره ډېر يې په پولي ګون او د څرخي پله تر شا وژلي چې هغه سيمه اوس هم غوړه ده.

دا ټول کارونه ولې وشول؟
زمونږ ځوانانو ولې چپي تنظيمونوته لاره وکړه علتونه او لاملونه يې ډېر دي خومهم يې دلته په لنډ ډول ذکرکوو:
١. په هېواد کې ديني زده کړې ته د دولت لخوا لازمه پاملرنه نه کېدل او په عمومي ډول د نوي نسل لپاره د ديني زده کړې پروسه خورا ډېره کمزورې وه.
٢. دکليو اوبانډو امامان د وخت د مشکلاتو ځواب ويونکي نه ؤ او يا حکومت داسې خطيبان مقرر کړي وو چې د حکومت پاليسي يي تعقيبوله.
٣. هغه استادان چه په مکتبونواومدرسوکې وو اکثرا يې محافظه کاران يايې تعليمي سطحه ټيټه وه.

٤. اقتصادي وروسته والى  اودبيروکراسي شدت ځوانانو دنويو سياسي اوټولنيزوعلوموسره څه ناڅه اشنايي پيداکېدل وو. اقتصادي فشاريې په مستقيم ډول په خپل وجود احساساوه او له بل پلوه د ظاهرخان د بيروکراسۍ حالت هغه تحريک کوونکي عامل ؤ چې بدلون اوفاجعې په لور يې ورکش کړل.
٥. انارشي او ګډوډي، په ښوونځيو او پوهنتونوکې انارشي اوخپل سري دې حد ته رسېدلې وه چې محصلينو او زده کوونکو گروپي او انفرادي کړو وړو استادان اوښوونکي تر بدې اغېزې لاندې راوستي وو.  محصلينو او استادانوته د حکومت لخوا هغه حقوق نه ورکول کوم چې په کار وو.
٦. غير منظم ځوانان د چپي گروپونو لخوا تکليف کېدل او حتى په ډوډۍ کې يې خاورې اچول.
٧. د چپي استادانولخوا محصلينو ناکامول يانمرې کمې ورکول
٨. د ځوانانو دعلمي او شعوري سطحې ټيټوالى چې په ډېره اسانۍ سره بدې لار ته منحرف کېداى شول.
٩. د روس فارغ التحصيلانو اوپه روس کې د افغاني محصيلينو په کال کې يو يا دوه ځلې په رخصت راتلل په شعوري اوغير شعوري تبليغ د کمونيزم خيالي افسانواودحيوانيت جنسي اړيکو بيانول.
١٠. دليليو په بڼه د يوشمېر زده کوونکواو محصلينوژوند سره د دې چې دليليو ژوند د نېکواوعالي خصلتونو د نظرياتو د کسب په اړوند مناسب چاپيريال کېداى شي اما دهغه خاصوشرايطوپه وجه چې موجود وو د چپي (خلق او پرچم ) ډلو د فعاليت جلب او جذب لپاره په زړه پورې شرايط برابرکړي وو.
دغه ډلې د عمر او جنس د اختلاف او په غيراخلاقي توگه دسازمان ورکولو په وجه ديوشمېر ځوانانو لپاره د سرگرمۍ او اماتورې مبارزې سازمانونه وگرځېدل اونوموړي ډلي يې دکميت په لحاظ تقويه کړې، ددغو ډلو د غړیو اړيکې له اسلام سره له يوې خواضعيفې او له بلې خوا په کې له اسلامه کامل او شامل برداشت له نشت سره برابر وه.
دى ته ډېره اړتيا وه چې اسلام ورته د ژوندانه د بشپړ، واکمن او ځواکمن نظام په توگه معرفي شوى واى خو د دې ستونزو سره سره (جوانان مسلمان) هغه مهال د يادولو وړ مېړانې وکړې چې د افغانستان مسلمان ملت ته د لارې د مشال حيثيت لري او ټول عمر به د افغانستان مسلمان ملت پرې وياړي.
او په پاى کې د هغو يونيم ميليون شهيدانو سپېڅلو روحونو ته دعا کوو چې اتحاد جماهير شوروي يې له نقشې څخه وويست او هغه هېواد يې  په روسيه بدل کړ او د همدغه شهيدانو د وينو په برکت په افغان ځوانانو کې د ويښتابه پروسه ګړندۍ شوه او له اسلام سره يې وتړل.

اخــــــــــــــــــــذ لـــــــــــــيکونه

١. سرې لښکرې .
٢. دافغانستان مېړانه او غميزه
٣. په افغانستان کي رښتيا څه تېرېدل
٤. د افغانستان سقوط
٥. داود خان د کى جي بي په لوموکې
٦. دافغانستان معاصرتاريخ ته لنډه کتنه
٧. دافغانستان تاريخ او خپرونې
٨. شب هاى کابل
٩. نهضت اسلامي
١٠. د اندري سخاروف خاطرات
——————————————————————-
*استاد عبدالرحيم صراف د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړی او د جمعيت اصلاح ننګرهار څانګې مسئول دی.
 

برگشت به صفحه نخست

eXTReMe Tracker