به  صفحه  مجله  حقيقت  خوش  آمديد !

online

 

دپښتون ، تعليم يافته سندرغاړى هارون باچه سره مرکه

 

هارون باچه دپښتو موسيقۍ کښې يو داسې اضانه ده چې موزيک سره تعلق لرونکى ترې ډيرې هيلې لرى او داځکه چې هارون باچه نۀ يوازې دا چې دپښتو موسيقۍ په ټولو اضافو پوره عبور لرى بلکې ديو تعليم يافته ځوان په حيث ئې موسيقۍ کښې نوې تجربې هم کړې دى چې داولس له اړخه ئې بې کچه ستائنه شوې ده، هارون باچه دصوابۍ په پنج پير کلى کښې په کال 1972  کښې دجولائى په شلمه نيټه زيږيدلے دے، ابتدائى تعليم ئې دخپل کلى پنج پير نه ترسره کړو او بيا ئې لسم ټولګے دپيښور نه وکړو، دايډورډ کالج پيښور نه دګريجويشن سند اخستو نه پس ئې دپيښور پوهنتون په سوشل ورک کښې ماسټرى مکمل کړه او دا وخت په دغه څانګه کښې ايم فل کوى، هارون باچه وائى چې موسيقۍ ته ددۀ پام دسکول په وختونو کښې راګرځيدلے ؤ خو په باقاعده توګه موسيقۍ کښې دۀ هاغه وخت برخه واخسته کله چې دۀ ته ددۀ په هاسټل کښې طبله او باجه ترګوتو شوه، دلږ څه زده کړې نه پس دۀ دهاسټل په مختلفو پروګرامونو کښې سندرې اوغزلې ووئيلې  چې دکالج استاذانو او شاګردانو ډيرې خوښې کړې، دګريجويشن په اخرى کال کښې ددۀ يو استاذ ضياء القمر چې دټى وى نامتو هنر مند هم دے دۀ ته په ټى وى پروګرام کښې دګډون بلنه ورکړه، هارون باچه وائى چې دټى وى پروګرام کښې دبرخې اخستو دپاره ضرورى وه چې زۀ دکور نه اجازه واخلم خو دغه کار زما دپاره ګران ؤ ، دا زما خوش بختى وه چې دتعليم په حواله زۀ هر صنف کښې اول درجه ووم نو ماته دکور نه اجازه راکړے شوه، چې په وړومبى ځل ټى وى ته لاړم شوکت على رانه آډيشن واخستو او بيا ئې داختر دپاره په 1995 کښې جوړيدونکى پروګرام کښې راوبللم په دغه پروګرام کښې ما په وړومبى ځل دډاکټر اسرار دغه کلام

خلق بدل شول کۀ بدل شولو وختونه

جينکۍ نۀ راځى ګودر ته

ريکارډ کړو.

 هارون باچه دخپل تعليمى مصروفياتو له کبله په باقاعده توګه دموسيقۍ په ميدان کښې دچا شاګردى نۀ ده کړې خو دے وائى چې زما دټولو سندرو طرزونه صاحب ګل استاذ جوړوى او زۀ ددۀ مننه کووم چې دموسيقۍ په حواله ئې زما زړۀ پورې مرسته کړې ده، هارون باچه وائى چې هسې خو زما باقاعده استاذ نشته خو زۀ خيال محمد، سردار على ټکر، شاه ولى، کشور سلطان، او ګلنار بيګم خپل روحانى استاذان ګڼم او ددوى په اوريدو مې سندرې پيل کړې دى. هارون باچه په 1997 کښې يو آډيو کيسټ ريکارډ کړو چې درنګونو ماښام نوم ئې ورته خوښ کړے ؤ په دغه کيسټ کښې دپښتو دټولو کلاسيکى شاعرانو رحمان بابا، حمزه بابا، اکرام الله ګران، انديش شمس القمر او اکبر سيال کلامونه موجود وؤ. هارون باچه وائى چې دغه کيسټ دتعليم يافته خلقو دپاره وؤ او هڅه شوې وه چې دکلاسيکى ادب او موسيقۍ سره تعلق لرونکى ترې خوند واخلى نو هم دغه وجه وه چې اولس کښې دغه کيسټ مقبول نۀ شو. په 1998 هارون باچه دغنچکونو په نوم دويم کيسټ ريکارډ کړو چې اولسى سندرو ته پکښې خصوصى اهميت ورکړے شوے وؤ او په يو نوى انداز کښې ټپې وئيلې شوې وې دغه وجه وه چې غنچکونه عام اولس کښې خپل ځائې پيدا کړو او ريکارډ بزنس ئې وکړو. هارون باچه وائى چې په سټوډيو کښې تر دې دمه چې ما کوم کيسټونه ريکارډ کړى دى دهغې شميره شل ده خو داسې ډير کيسټونه بازار کښې ترلاسه کيږى چې ما چرته يو پروګرام کښې يو غزل يا دوه سندرې وئيلى دى او هغه په شخصى توګه چا ريکارډ کړى وى او کيسټونه ئې ترې جوړ کړى دى ماته دهغې هيڅ شمير نۀ دے معلوم، هارون باچه دټى وى دپاره ديوزر نه زياتې غزلې او سندرې ريکارډ کړى دى او دے وائى چې کۀ دپښتو نور ټى وى چينلونه راغلل نو دکار معيار به لا نور هم ښۀ شى، ځکه چې ډير کار پاتې دے او بايد تعليم يافته خلق دټى وى پروډکشن ته راشى چې دپښتو موسيقۍ، ډرامې او نور اصنافو کښې ګټه وره او په زړۀ پورې اضافه وشى،

هارون باچه وائى چې هسې خو مې ټول شاعران خوښ دى خو په خصوصى توګه  چې درحمت شاه سائل ، خيبر اپريدى، عبدالرحيم روغانى، اکبر سيال ، اکرام الله ګران، ډاکټر اسرار، غنى خان، حمزه بابا، اباسين يوسفزئى او عزيز مانيروال کلام وايم نو ډير خوند راکوى، هارون باچه دموسيقۍ په ټولو اصنافو کښې تجربه لرى خو دغزل وينا ورته ډير خوند ورکوى ، دے وائى چې دا بدقسمتى ده چې دغزل اوريدونکى ډيرکم خلق دى، دغزل دپاره دا اجازه ښه نۀ ده چې غزل دې سندريز شى خوددې باوجود زۀ هڅه کووم چې غزل لږ سندريز کړم چې عام وګړے هم ترې خوند واخلى.

دپښتو موسيقۍ ته دنوؤ کسانو دراتګ پحقله هارون باچه وائى چې ددې منفى اړخ دا دے چې ددوى په موسيقۍ کښې هيڅ فنى ښکلا نۀ وى او دوى فقط دکمپيوټر په استعمال دغه کيسټې ريکارډ کوى او مثبت اړخ ئې دا دے چې دکله نه دغه تعليم يافته ځوانان موسيقۍ ته راغلل نو اوس دا فن عيب نۀ ګڼل کيږى، هارون باچه دموجوده حکومت نه بد خوا دے او وائى چې دايم ايم اے حکومت دموسيقۍ او فن سره کومې لوبې ټوقې وکړې تاريخ به ئې کله هم معاف نۀ کړى، هارون باچه ته ددۀ دخدماتو په اعتراف کښې پى ټى وى ايوارډ 2004ء کښې ورکړے شوے دے، دغه رنګ پښتون کلچرل ايسوسى ايشن پينډۍ اسلام اباد يو ايوارډ ورکړے دے، پاک پښتو ادبى ټولنې ورته ايوارډ وربخښلے دے او امريکا، افغانستان ، قطر او دعربو متحده اماراتو ځينې ټولنو هم ايوارډونه ورکړى دى،

هارون باچه مستقبل کښې دغه فن جارى ساتل غواړى او وائى چې دامن په حق او دجنګ خلاف به زما سندره جريان ولرى، دے وائى چې زمونږ ټولنيز ژوند کښې کوم بدعادتونه دى بايد زمونږ په موسيقۍ کښې هغې ته هم اشاره وشى.

هارون باچه دوه زامن لرى دټولو نه خوښ ښار ئې پيښور دے او ساده خوراک خوښوى، دعبدالرحيم روغانى دغه شعر ئې ډير خوښ دے

دا ژوند زمونږ تيريږى په دنيا

خاورې خزلې

چې دا ولې

په بلو بلو لاړو داسلافو له مسلکه

نو دا ځکه

(1) ما په وړومبى ځل دډاکټر اسرار دغه کلام ريکارډ کړو

خلق بدل شول کۀ بدل شولو وختونه

جينکۍ نۀ راځى ګودر ته

(2) دايم ايم اے حکومت چې دموسيقۍ او فن سره کومې لوبې ټوقې  وکړې تاريخ به ئې کله هم معاف نۀ کړى

(3) دکله نه چې تعليم يافته ځوانان دموسيقۍ ميدان ته راغلل نو اوس دا فن عيب نۀ ګڼل کيږى.

ويب سايت حقيقت مسئول محتوای سايت های ديگر نيست

 

از سايت وحدت

  Copyright Augusti-1999 Salim Abed Paiman Stockholm Sweden                 
Webmster:abed_salim@hotmail.com 
 
د پښتو د انترنيټ د صفحي ترتيب کوونکې سليم عابد د پښتو او دری ژبو ښوونکې په سويډن کې
Senast uppdaterad: 2007-01-29

eXTReMe Tracker