به  صفحه  مجله  حقيقت  خوش  آمديد !

online

 

دپښتوژبې نوميالۍ سندرغاړې نغمه دلنډو پوښتنو لنډ ځوابونه ورکوى

 

پوښتنه : په لرو بر پښتنو سياستوالو مشرانو کې دې څوک خوښ دي ؟

نغمه : له پاچا خان پرته مې بل خدمت گار سياستوال نه دى ليدلى .

پوښتنه : له منگل سره مو په لومړي ځل کله وليدل ؟

نغمه : ١٣٦٠ هجري لمريز کال چې ١٩٨٠ کال کيږي .

لومړنۍ سندره

 په ١٧ کلنۍ کې مې لومړنۍ سندره وويله .

 پوښتنه : د سندرو د ويلو پر وخت ولې سر ښوروې ؟

نغمه : د سندرو ويل اسانه نه دي .

پوښتنه : لوڼه دې وادۀ شوي که لا پېغلې دي ؟

نغمه : يه نه دي وادۀ شوي هغوى لا وړې دي .

پوښتنه : خپل څومره شعرونه دې د سندرو په ډول ويلي دي ؟

نغمه : ډير لږ مې ويلي دي شايد درې څلور وي .

پوښتنه : ستاسو په گومان د افغانستان د موسيقي د ښه کولو لپاره څه پکار دي چې له لويديځې او هندي موسيقي سره سيالي وکړي ؟

نغمه : دا گرانه پوښتنه ده ، افغانستان کې لا سندرغاړي ژوند نه شي کولى نو له نورو سره به يې موسيقي څرنگه سيالي وکړي .

پوښتنه : پخوا به مو د افغانستان په باب ډيرې سندرې ويلې اوس يې نه واياست ولې ؟

نغمه :اوس يې هم وايم تاسو نه دې اوريدلي .

پوښتنه : زما په گومان ستا عمر له ٤٠ تر ٤٥ کالو پورې دى .

نغمه :غلطه ده .

 پوښتنه :د لوڼو د ودولو شرايط

 نغمه : زۀ شرايط نه ورته لرم خو ښه سړى بايد وي او د دوى ژوند بايد ښه وي . تعليم حتمي دى .

پوښتنه : نغمه ٢٥ کلنه ده .

نغمه : ها ها ها ( خاندي ) په امريکا کې مې سودا کوله ، منگل راته وويل سيگريټ هم راوړه ، ما چې سيگريټ اخيست نو دوکاندارې راته ويل چې عمر دې کم دى سيگريټ نه درکوو .

پوښتنه : په مخکينيو ځوابونو کې نغمې وويل چې اوسنى ملي سرود په دې نه وايي چې ملي نه دى ولې ملي نه دى ؟

نغمه : که هغه شعر ولولئ نو بيلا بيل قومونه پکې ياد شوي دي ، زما په گومان دا د ټولوافغانانو وطن دى بايد يوازې افغان پکې ياد شي ، ملي سرود بايد د وطنوالو احساسات وپاروي خو دې سرود زما احساسات ونه پارول او د بې اتفاقۍ نخښه پکې راته ښکاره شوه .

 

حميد وردگ لندن

پوښتنه : له منگل سره دې وادۀ د مينې وادۀ و که دوديز وادۀ ؟

نغمه : هنرمندان تل په مينه وادۀ کوي . هنرمندان مينه ناک وي .

 

امين الله وردگ فينلنډ

پوښتنه : گنگوسې دي چې دوه کاله وړاندې په پټه افغانستان ته راغلې وې دا رښتيا ده ؟

نغمه : هو دا رښتيا دي .

 

روح الله حبيبي بغلان

پوښتنه : که مو څوک له لور سره وادۀ وغواړي څه شرايط بايد پوره کړي .؟

نغمه : زۀ شرايط نه ورته لرم خو ښه سړى بايد وي او د دوى ژوند بايد ښه وي . تعليم حتمي دى .

 

مبشر پښتون ملبورن استراليا

پوښتنه : استراليا ته ولې نه راځې دلته دې مينه وال خورا ډير دي ؟

نغمه : استراليا ته نه يم تللې خو نيت لرم .

 

اجمل ځاځى پېښور

پوښتنه : د پکتيا خلک دې خوښيږي ؟

نغمه : زما د افغانستان ټول خلک خوښ دي . د پکتيا پښتانۀ بيا ډير ښه راته ښکاري .

 

نور سلام سهاک لندن

پوښتنه : يو وخت دې په لندن کې کانسرت و له دوو سندرو وروسته کانسرت ختم شو ، موږ پوى نه شو تاسو يې علت راته ويلى شئ ؟

نغمه : ځينو کسانو ويلي وو چې بم دى خو هيڅ نه و خو پوليسو د احتياط له امله کانسرت بند کړ .

 

نصير احمدي ويانا اتريش

پوښتنه : بايد غزل هم ووايې ، ولې يې نه وايې ؟

نغمه : ما ډير ويلي خو تاسو به نه وي اوريدلي .

 

سيدال مايار نيو جرسي امريکا

پوښتنه : ولې دري سندرې هم د پښتو غوندې ښه نه وايې ؟

نغمه : هڅه کوم خو مورنۍ ژبه مې پښتو ده .

 

محمد يار سعيدي دوبۍ ، تاج انور اعجاز خټک دوبۍ ، شيرشاه خاوري اوسلو ناروې

پوښتنه : دوبۍ ته ولې نه راځئ ؟ ناروې ته کله راځئ ؟

نغمه : دوبۍ ته تل ځم او پروگرامونه هم لرم او ناروې ته يو ځل تللې يم کانسرت مې درلود .

 

مسيح الله نصرت روتردام هالند

پوښتنه : ولې په افغانستان کې نه پسې پاتې کيږې ؟

نغمه : که شرايط سم شي ولې نه . اوس مې اولادونه لا واړۀ دي سبق وايي .

 

امير محمد امين لوگر

پوښتنه : که افغانستان کې بيا ژوند پيل کړې نو په کابل کې به وې که په کندهار کې ؟

نغمه : ما ته ټول افغانستان يو دى . خو شايد په کابل کې به يم .

 

نور ځلاند خوست

پوښتنه : کوم رنگ دې خوښ دى او کوم رنگ چاى دې خوښيږي .؟

نغمه : ټول رنگونه راته ښه ايسي خو تور رنگ او تور جيگري رنگ مې په جامو کې خوښ وي . شنې چاى څښم او ډيرې يې څښم .

 

ولي کامران هلمند

پوښتنه : انگريزي دې په امريکا کې نه ده زده کړې .؟

نغمه : يو څه مې زده ده خو ډيره به نه وي . پښتو مو لا چيرې سمه زده کړه چې لا نورې پاتې وي .

 

ولي رحمان سيدزى خوست

پوښتنه : ولې دې د سندرو په ويلو پيل وکړ ؟

نغمه : مينه مې ورسره وه .

 

بينظير صاحبزۍ مالمو سويډن

پوښتنه : په ښځينه سندرغاړو کې دې د چا غږ خوښ دى ؟

نغمه : د ټولو کار ته په درنه سترگه گورم خو په افغانستان کې قمرگله ، ناهيده ، پرستو او ځينې نور .

 

 د چايو په باب

 شنې چاى ډيرې څښم ډيرې مې خوښې دي .

 

نغمه

 

نظير انگار سويډن

پوښتنه : د کورنۍ نور غړي ، مور، خور او وروڼه ، ستا د سندرو په برخه کې څه وايي ؟

نغمه : اول ورسره مخالف وو اوس عادي شوي دي .

 

لطيفه نوري لندن

پوښتنه : ستا د خوښې خواړۀ څه دي ؟

نغمه : ټول د خداى نعمتونه دي . ډير مې کبان خوښ دي ، کله کله مې زړۀ وايي چې سمندر ته پسې ټوپ کړم .

 

حيات الله حيات دوبۍ

پوښتنه : کله به له هنري ژونده تقاعد اخلې ؟

نغمه : چې کله زړۀ شم .

 

عطا الرحمن پېښور

پوښتنه : د پاکستان په سندرغاړو کې دې څوک خوښ دي ؟

نغمه : خيال محمد او شکيله ناز .

 

اصيل گا توتاخيل پېښور

پوښتنه : د ژوند يو ارمان مې ستا مخامخ ليدل دي ايا دا ممکن دي ؟

نغمه : ولې نه . دا خو ناچيز ارمان دى خداى به يې پوره کړي خو که زۀ ژوندۍ وم .

 

اوږۍ رڼا ډنمارک

پوښتنه : د مارچ د ٨ نېټې مبارکي درکوم چې د ښځو نړيواله ورځ ده .

نغمه : مننه . د ښځو مقام خورا لوړ دى د نړۍ ټول پوى خلک د مور په غيږ کې لوى شوي ، خداى پاک ښځې د مينې لپاره راليږي . ښځه هغه ذات ده چې په يوۀ لاس کې زانگو او په بل نړۍ زنگوي .

 

شفيق توتاخيل ميشيگن امريکا

پوښتنه : د چا شعرونه ډير کاروې ؟

نغمه : بيلا بيل شاعران ، هر شعر چې مې خوښ شي .

د خوښې خواړۀ

 کبان مې ډير وښ دي وايم سمندر ته پسې ټوپ کړم

حسن دلدار پېښور

پوښتنه : ايا دا منې چې ستا تر غږ ستا د ښکلا مينه وال ډير دي ؟

نغمه : قضاو ت ستاسو دى .

 

مارينا اريا کندز

پوښتنه : په څو کلنۍ کې دې لومړنۍ سندره وويله ؟

نغمه : ١٧ کلنه وم .

 

ارمان خان لندن

پوښتنه : د افغانستان په باب ستا نظر څه دى فکر کوئ چې هر څه به عادي شي ؟

نغمه : تر څو چې ټوپکماران وي او جنگونه وي ژر به حالات عادي نه شي .

 

سميع الله خان اتمانزى ، وحيد الله کوټه

پوښتنه : په قام څوک يې ؟

نغمه : سيده يم .

وحيد حضرت ننگرهار

پوښتنه : د استاد منور په باب ستا نظر څه دى ؟

نغمه : استاد منور ډير ښه هنرمند و خو له بده مرغه د پېښور په کوڅو کې په حق ورسيد . زما يې غږ خوښ وو .

 

اصف هزاربوز پېښور

پوښتنه : نغمې ته څه پخولى شې ؟

نغمه : زۀ هر څه ښه پخوم ځکه چې د کور ميرمنه يم . وريجې ښې پخوم او کبان او ښوروا ښه پخوم .

 

زابلى احمد

کندهار

پوښتنه : اولادونه دې سبق وايي ؟

نغمه : هو .

عبدالله عارفي ، کراچۍ

پوښتنه : ولې په کندهارۍ لهجه سندرې نه وايې ؟

نغمه : پښتو ټوله يوه ده .

 

ساجد خليق بنو ، نبي غلام جرمني

پوښتنه : ستا لور مو وليده چې په خيبر تلويزيون کې يې د (( زما اشنا راځي )) سندره وويله ، ايا دا غواړي چې مسلکي سندرې ووايي ؟

نغمه : يه درواغ دي تاسو بل څوک ليدلي دي .

 

فيض الله جان کوټه ، ظهير کابل

پوښتنه : زما په گومان ته ٤٢ کلنه يې . که عمر دې هر څه وي ښکلې يې .

نغمه : د پوښتنې وروستۍ برخه ښه ده او اوله برخه مو لا سمه نه ده ، اصلي عمر تاسو پيدا کړئ .

 

اسرار محمد کابل

پوښتنه : په امريکا کې څه کوې ، کوم کار لرې ، که هو څه کار دى ؟

نغمه : امريکا کې کار نه کوم ، په هنر او د کور په کار بوخته يم .

ليلما ناصري کابل

پوښتنه : خوښه شوم چې له منگله نه يې جلا شوې ، ته وايې چې وروستۍ سندرې دې نه دې خوښې چې نه دي دې خوښې ولې دې ويلې ؟ تاسو د بازار اړتيا يادوئ خو گومان کوم چې تاسو نور دغه ډول اړتياو ته بايد پام ونه کړئ .

نغمه : د بازار اړتيا د خلکو ده نو يو څه بايد د خلکو ذوق ته پام وکړو .

 

اعماد بېنوا دوبۍ

پوښتنه : له منگله پرته بل چا هم کله درسره د وادۀ کولو هيله ښوولې ده ؟

نغمه : تر وادۀ مخته خو ډيرو خلکو دا غوښتنه کړې وه . متل دى سل يې گوري يو يې غواړي .

 

سمسور مندوزى خوست ، عبدالله دانش پېښور

پوښتنه : د ماشومانو نومونه دې څه دي ؟

نغمه : لېمه ، مدينه ، انور او خيبر .

 

واصل الله يار خوست ، عزت الله تڼى خوست

پوښتنه : له نورو سندر غاړو سره ولې سندرې نه وايې ؟ او ولې له منگل سره اوس سندرې نه ريکارډوې ؟

نغمه : له نورو سندر غاړو سره د سندرو نه ويل خپل علت لري چې دلته يې يادول نه غواړم ، او د منگل غږ خپله ښکلى دى ځکه وايم اوس به سندرې يوازې وايم .

 

نور احمد امين کندهار

پوښتنه : که افغانستان ته راغلې کندهار ته به هم راشې چې کانسرت راکړې ؟

نغمه : ولې نه ، که مې څوک وغواړي نو نه يوازې کندهار بلکې د هيواد ټولو ولايتونو ته ځم .

 

هيبت الله ممبۍ هند ، سميع سلطاني ډنمارک

پوښتنه : په هند او ډنمارک کې کانسرتونو ته چمتو يې ؟

نغمه : هو ولې نه .

 

   د منگل غږ خپله ښکلى دى ځکه وايم اوس به سندرې يوازې وايم .

نغمه

 

طاهر هاشمي لندن ، عتيق الله رحمتي سويډن

پوښتنه : په امريکا کې تنهايي نه احساسوې ؟ تاسو بله خور هم لرئ که هو چيرې ده ؟

نغمه : ډير زيات ، زړۀ مې وچاود ، هو بله خور لرم هغه هم په امريکا کې ده .

 

عزيز الله خوستى فينلنډ

پوښتنه : ستا شعرونه چې لولم داسې راته ښکاري چې په ژوند کې يو چا ډيره ځورولې يې ايا دا رښتيا دي ؟

نغمه : ژوند له ځوريدليو سره تړلى وي خو دا چې چا ځورولې يم دا نه وايم .

 

مرزا علي خان ځدراڼ او ذبيح اله طوطاخيل مسکو

پوښتنه : لومړنۍ سندره دې کومه يوه وه ؟

نغمه : زما خپل شعر و ، سوځم په غمو کې په چلند د زمانې

وځې مې له خولې ستا د مينې ترانې

 

سميع ساکزى هالند

پوښتنه : اوريدلې مي دي چې په امريکا کې دې يو البوم ډک کړى دا کله خپريږي ؟ بله پوښتنه مې دا ده چې کله دې مرستندوى يا خيريه کار کړى دى ؟

نغمه : هو البوم ډک دى شايد لږ وروسته بازار ته وړاندې شي . مرستندوى کار تل کوم . د ځلوزو کمپ لپاره مې يو کانسرت څو کاله وړاندې ورکړى و ، بل هم د کونډو او ماشومانو لپاره و .

 

رحيم لوگرى کابل

پوښتنه : اوريدلې مې دي چې ستا مشرۍ لور د بابرزي له زوى سره وادۀ کړى دى دا رښتيا دي ؟

نغمه : د بابر زي زوى پنځه کلن دى . که مې بله لور پيدا شوه بيا به يې گورو .

 

د ځوابونو لومړۍ برخه

 

شمس شفق خوست

پوښتنه : ريښتينى نوم دې څه دى ؟

نغمه : ښاپيرۍ

احمد سعيد عاطفي ، کندهار او حاجي اپريدى سروري ، پکتيا

پوښتنه :له کله چې پاکستان ته تللې يې موسيقي دې بدله شوې ده علت يې څه دى ؟

نغمه : واضح خبره ده په افغانستان کې چې کوم موسيقي غږوونکي و هغوى نشته او بله دا چې د نورو هيوادونو اغيز هم وي . د بازار اړتيا هم ده خو دا زما ذوق نه دى اړتيا ده .

 

  له منگله نه يم جلا شوې .

 

نغمه

نواب ، گرديز ، امان عرفان کندهار ، علاالدين گران چمن ، عبدالمالک سپين بولدک ، ډاکټر قاهر نوري کندز ، غفاري کانادا ، سيد شاه مسعود بلجيم ، جمعه دين اقبالي ناروې ، ، جمال توتاخيل گرديز ، نور حسن سهاک لندن ،

 

پوښتنه :کله افغانستان ته راځې ، څو اولادونه لرې او ايا اولادونه دې هم سندرې وايي که نه ؟

نغمه : نيت لرم چې ژر افغانستان ته ولاړه شم ، رسمي بلنه راکړل شوې . څلور اولادونه لرم دوه زامن او دوه لوڼې ، دوى له سندرو سره مينه لري .

 

شمشاد گاونډى هالند

پوښتنه :خپله ښکلى غږ لرې ولې اولادونه سندرو ته نه پريږدې ؟

نغمه : دا زما کار نه دى د هغوى خپله خوښه ده .

 

جبار باجوړى فينلنډ

پوښتنه :په څو ژبو خبرې کولى شې ؟ په فينلنډ کې به کانسرت ته چمتو شې ؟

نغمه : په دوو ژبو خبرې کوم پښتو مې مورنۍ ژبه ده او دري هم وايم . که هيوادوال مې په فينلنډ کې وي او بلنه راکړي په مينه ورځم .

 

ډاکټر ميوند برمينگهم انگلستان

پوښتنه :اوريدلي مې دي چې يوه لور دې په يوۀ پاکستاني پوځي چارواکي واده شوې ده دا رښتيا دي ؟

نغمه : نه دا درواغ دي .

 

  په ژوند کې ډيره ځوريدلې يمه ، پوښتنه يې مه کوئ .

 

نغمه

 

صابر خان احمد زى ناروې ، نور ځلاند نامعلوم ځاى ، احمد مير خيل ، اسد الله خالد لندن ، قدر گل جرمني ، ذاکر شينوارى اسلام اباد ، امان احمدزى پېښور ، احمد نيويارک ،محمد اسحق دوبۍ ، حامد وردگ لندن ، جان اڅکزى کلفورنيا ، سيد مسکو

پوښتنه :په رښتيا له منگل څخه جلا شوې يې ؟

نغمه : دا هم درواغ دي .

 

اجمل وردگ لندن

په لندن کې به بيا کله کانسرت ورکوې ؟

نغمه : هر کله چې مې نصيب وشو .

 

  ستاسو په فکر به څو کلنه يم تاسو خپله ځواب راکړئ او ښه قضاوت وکړئ بې انصافي مه کوئ

 

نغمه

لونگ خان مخلص ، چمن

پوښتنه :د افغانستان د ملي سرود ويلو ته چمتو يې ؟

نغمه : د اوسني ملي سرود ويلو ته نه يم چمتو ، دا سرود چې مې لوستى دى زما په گومان د يوۀ واحد ملت خبره نه کوي .

 

زبيح الله کوټوال ، ننگرهار پوهنتون

پوښتنه :د خپلو زده کړو په باب راته ووايه چې څه مو لوستي دي ؟

نغمه : زده کړې مې نيمگړې پاتې دي ، تر ١٢ ټولگې مې سبق ويلى او نورې زده کړې د شرايطو قرباني شوې .

 

سمسور حميد ، سويډن ، عبدالهادي خان کوټه ، لېمه افغان سندياگو امريکا ،

پوښتنه :څو کلنه يې ؟

نغمه : ستاسو په فکر به څو کلنه يم تاسو خپله ځواب راکړئ او ښه قضاوت وکړئ بې انصافي مه کوئ .

 

سميع الله خان روښان چمن ، فهيم ځاځى انگلستان ، پيوستون يوسفي جرمني ، اباسين پکتيانى سويډن

پوښتنه :څو سندرې لرې ؟ نوې سندرې دې ولې نشته ؟

نغمه : حساب يې نه دى رامعلوم ، تر زرگونو اوښتي دي ، نوې سندرې مې تير کال ويلې وې اوس هڅه کوم چې سندرې کمې خو کيفيت يې لوړ وساتم .

 

غرغښت ، دوشنبې تاجکستان

پوښتنه :په ژوند کې ځوريدلې يې ؟

نغمه : ډير زيات . پوښتنه يې مه کوئ .

 

هيبت الله زرمتى هند ، خالد ملکزى ډنمارک

پوښتنه :په خپلو سندرو کې دې کومه يوه خوښه ده ؟

نغمه : لکه کوتره الوتمه تا وليدم که نه ، وخت مازديگر دى ، علت يې دا دى چې له دې سندرې سره يوه خاطره لرم . چې له افغانستانه وتلم په هغه شپه مې دا سندره ويله ، په الوتکه کې مې دا سندره له ځان سره ويله او ژړل مې . وطن مې ارمان و .

 

امير علي افغان کراچۍ

پوښتنه :په نورو سندر غاړو کې دې څوک خوښ دي ؟

نغمه : ټول مې خوښ دي او ټولو ته د قدر په سترگه گورم ، په ښځو کې مې قمر گله او پرستو او په سړو کې خيال محمد ، منگل ، شاولي او ايوب استاد ، او عبيدالله کندهارى .

ويب سايت حقيقت مسئول محتوای سايت های ديگر نيست

 

از سايت وحدت

 © Copyright Augusti-1999 Salim Abed Paiman Stockholm Sweden                 
Webmster:abed_salim@hotmail.com 
 
د پښتو د انترنيټ د صفحي ترتيب کوونکې سليم عابد د پښتو او دری ژبو ښوونکې په سويډن کې
Senast uppdaterad: 2007-01-29

eXTReMe Tracker