Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

سه شنبه, ۲۰ نوامبر ۲۰۱۸
سه شنبه, ۲۹ آبان ۱۳۹۷
سه شنبه, ۱۱ ربیع الاول ۱۴۴۰

Calendar جنتری

نوامبر 2018
دسچپجشی
1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 231 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

!ناروغ او د هغه پوښتنه

ناروغ او د هغه پوښتنه!

 (عبدالله وردک)، انګلستان - سپتمبر - ۲۰۱۸

Ustad En. Abdullah Wardak A 200 ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي، چې روغ او د کامل صحت څښتن وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

صحت او سلامتي د الله(ج) د بې شماره نعمتونو څخه یو لوی نعمت دی. یو څوک به د یوه شي په قدر هغه وخت پوهیږي، چې هغه له لاسه ورکړي. د کامل صحت په قدر به هم یو څوک هغه وخت پوره پوه شي، چې هغه ډېر سخت مریض شي.

الله(ج) خپلو بندګانو ته څومره نعمتونه خوشې (مفت) ورکړي دي. د مثال په توګه: د خبرو کولو توان، د لیدلو توان، د اورېدلو توان، او د ذایقې توان، او د تګ او راتګ توان. دغه بې حسابه نعمتونه، مونږه ټولو ته، الله(ج) مفت په نصیب کړي دي. انسانان، باید هر وخت د دغو نعمتونو شکرانه اداء کړي. د خبرو کولو شکرانه داده، چې سړی باید خپله خوله هر وخت د حق په ویلو خلاصه کړي، او یو مسلمان باید په هېڅ وخت کې له خپلې خولې څخه  ناوړه ګټه پورته نکړي. د سترګو شکرانه داده، چې سړی باید حرامو شیانو ته ونه ګوري. او همداسې نور.

 زه غواړم چې د خپل ځان په هکله ستاسې توجه راوګرځوم. الله(ج) ما ته  الحمدالله، ۶۵ کاله مکمل صحت را په برخه کړی و. ما په دغه ۶۵ کالو کې یوه شپه هم په شفاخانه کې نوه تېره کړې. کله کله به ما پخپله له ځانه سره دا فکر کاوه، چې اې سړیه! لږ ورو ورو په لاره تګ کوه، چې څوک د په سترګو نکړي! هغه و چې زما په چپ لنګي هغه شانته درد شروع شو، چې ما د آګست له ۵ نېټې څخه د آګست تر ۱۸ نېټې پورې یوه سترګه خوب هم ونکړای شو.

د آګست په ۱۸ زه په شفاخانه کې عاجل بستر شوم. زما سترګو او خولې کار پرېښوده. داکترانو ډول ډول معاینې وکړې، اما دوی کوم اصلي علت تر اوسه پورې ندی پیدا کړی، او معاینې هنوز هم دوام لري. زه په ریښتیا سره د خپلې خولې او خپلو سترګو په قدر هغه وخت پوه شوم، چې هغوی کار پرېښوده. ما به له ځانه سره ویل چې الله(ج) دغه سترګې او خوله ۶۵ کاله مفتې راکړې وې. آیا ما، چې څرنګه لازمه وه، د هغو شکرانه مې اداء کړې وه، او کنه!؟

 د انسان په بدن کې، الله(ج)، څومره لینونه او تارونه یو د بل سره، د مختلفو کارونو د اجراء کولو دپاره وصل کړي دي. د انسان د بدن ویرنګ، ډېر په عالي سویه سرته رسېدلی دی. که چېرې، الله(ج) مکړه، کوم لین او یا کوم تار خراب شي، نو د هغه تأثیرات به ډېر ناوړه عواقب ولري. الله(ج)، دغه د بدن پوستکی، د ټولو لینو د ساتلو دپاره په څومره مهارت کارولی دی. (سبحان الله).

کله به چې ماته د دغه ښار خلک پوښتنې ته راتلل، نو ټولو به په یوه خوله، دغه خبره کوله، چې دوی د ما د دغې شانته مریضۍ خبر نشو منلای، ځکه چې الله(ج) ماته ښه صحت راپه برخه کړی و، او زه په ریښتیا سره، د کامل صحت په اصلي مفهوم نه پوهېدم. زه سل په سلو کې دغه فکر کوم چې دغه مریضي به ان شاءالله، زما په ګټه وي. زه به ان شاءالله، له پخواه څخه نور هم زیات، د الله(ج) د نعمتونو شکرانه اداء کړم.

ما ته الحمدالله، خپلو خپلوانو، ملګرو، او دوستانو، ډېرې دعاګانې وکړې، او الحمدالله، الله(ج) هغه زما په برخه کې قبولې کړې. زه یوې دعا په خاصه توګه ډیر متأثر کړم، او هغه د زما د پوهنتون د پخوانیو شاګردانو دعا وه. دغه شاګردان، د سعودي عربستان و، او یوه شاګرد ماته په تلفون کې وویل چې هغه کعبې ته مخامخ ولاړ دی، او زما د مکمل صحت دپاره دعا کوي. دغه دعا په ما ډېر سخت تأثیر کړی. زه تر اوسه حیران یم، چې زما شاګردان، څرنګه زما په مریضۍ خبر شول، او په څه ډول یې د شفاخانې د هغه برخې د تلفون شماره پیداکړه، چې زه هلته بستر وم. نو دغه ماته سل په سلو کې ثابته شوه، چې د دوستانو دعاګانو او د ډاکترانو درملنې ماته پوره ګټه ورسوله.

هېره د نوي، چې زما مطلب دا ندی، چې زه یو څوک د تداوۍ څخه منع کوم. نه داسې نده. مونږه ټول باید د علاج دپاره داکتر ته مراجعه وکړو، لېکن اصلي شفاء ورکونکی، الله(ج) دی، او داکتر یوازې، یو سبب ګرځي.

مونږه ټول باید هر وخت د خپل صحت په برخه کې خاصه پاملرنه وکړو، او د بدن هره برخه د الله(ج) یو امانت دی، او دغه امانت باید په ښه توګه وساتل شي.

کله چې یو څوک مریض شي، نو په ریښتیا سره د هغو پوښتنه ډېر ثواب لري، او د هغه ثوابونه، په اسلام کې هرچاته معلوم دي. لیکن، زه د دغو ۲ هفتو د مریضۍ د تجربې په آساس دغه وایم: چې په ریښتیا سره، یو مریض په خپله پوښتنه ډېر زیات خوښحاله کیږي. یو مریض، کمک ته ضرورت لري، او هغه د خپلو ملګرو او دوستانو راتګ ته سترګې په لاره وي. یو مریض خپلې دوې سترګې د کوټې دروازې ته نیولې وي، چې اوس به یو څوک راځي. نو په ریښتیا سره، یو مریض، دې ته ډېره اړتیا لري، چې یو څوک د هغې پوښتنې ته ورشي.

زه له خپل ځان او نورو وروڼو او خویندو څخه دا هیله کوم، چې د امکان په صورت کې، د مریض پوښتنې ته حتمي ورشي، ځکه چې مریض عاجز، خپلې ۲ سترګې د کوټې دروازې ته نیولې وي. زه پخپله، له ټولو وروڼو او خویندو څخه، د زړه له کومي مننه کوم، او زما غریب له لاسه به څه پوره شي؟ خو زه دوی ټولو ته د الله(ج) له لوی او مهربان دربار څخه د عظیم اجرونو سوال کوم.

د پام وړ ټکي:

مونږه ټولو مسلمانانو وروڼو او خویندو ته لازمه ده، چې د خپل صحت په قدر پوه شو، او د الله(ج) د بې شماره نعمتونو شکرانه په سمه توګه اداء کړو. مونږه دغسې ونکړو، چې خپلې مریضۍ ته منتظر شو، او چې کله، مریضي راباندې راشي، نو بیا د صحت په قدر پوه شو. نه داسې باید ونکړو، او د مکمل صحت په وخت کې باید، د خپل صحت په قدر او شکرانه پوه شو.

همدارنګه، د امکان په صورت کې، هر څوک باید د مریض پوښتنه وکړي، او له هر نوعه عذرونو او بهانو څخه ځانونه، خلاص کړي. په ریښتیا سره چې، یو مریض، په پوښتنه ډېر خوښحاله کیږي.

په پای کې زه د خپل ځان او ټولو وروڼو او خویندو، د کامل صحت دپاره د زړه له کومي دعا کوم، او الله(ج)، د ټولو وروڼو او خویندو ته کامل صحت او سلامتي ور په برخه کړي. آمین.

زه یو ځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.

زما اړیکه:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.22
MySQLi
5.7.23-log
زمان
05:50
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1196
نمایش تعداد مطالب
836088

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.