Home خانه

 انسان يو سپېڅلی ژوی دی

 انسان يو سپېڅلی ژوی دی

ژباړونکی: سيلاني

52040677 508575426334364 5129394246641516544 n 400 له کومه ځايه چې انسان په نړۍ کې د پاملرنې وړتيا او ارزښت لري؛ د ځمکې پر سر د الله ( ج ) استازی هم دی. هر څيز او وسايل بايد لوړو پوړيو ته د انسان د رسېدلو لپاره وي، ځکه الله ( ج ) کاينات د انسانانو د اړتياوو په پام کې نيولو سره پيدا کړي. له همدې کبله تمدنونه بايددانسان په چوپړ اود سوکالۍ راوستوونکي وي. ځکه هغه يو سپېڅلی ژوی ( موجود) دی .
الله ( ج ) په دې هکله فرمايي :
موږ د آدم ( ع ) اولاده عزتمنه کړې، هغوی مو په وچه او سمندر کې په بېلابېلو نقليه وسايلو وړي دي .له سپېڅلو او خوږو شيانو څخه مو ورته روزي ورکړې ده. او پرخپلو ډيرو پيداکړل شويو مخلوقاتو کې مو لوړ والی ورکړی دی.

شېخ غالب په خپل يو شعر کې د پورتني آيت له مفهوم څخه ( د الهام ) په توګه داسې وايي :

خوار منگر خويش را زيرا که تو
زبدهّ عالمی و دو چشم روشنش

هو ! انسان د الله ( ج ) پر وړاندې سپېڅلی، مکرم او عزتمند ژوی ( موجود ) دی. په حقيقت کې ټول سياسي ، اقتصادي او فرهنګي تمدونونه او نظامونه د انساني ارزښتونو خپرونکي دي. په همدې توګه هغه نظامونه چې پرته د انساني سوکالۍ او خو شبختويو څخه رامنځته شوي دي ، له هېڅ ډول ارزښت څخه برخمن نه دي. او يوه وړه ګټه هم انسان ته نشي وربښلی.

(( استاد ))