Home خانه

اخلاقي معيارونه

اخلاقي معيارونه

52350898 636551223450599 1109730858211737600 n 400 copy څه شی ښه او څه شی بد ګڼو ؟ د خپلو اولادونو روزنه څه ډول غواړو؟ په دې برخه کې کومه ښکاره او مشخصه طرحه د عملي کولو لپاره لرو؟
څه ډول د خپلو اولادونو روزنه غواړو؟ هغه څه مو چې د خپلو اولادونو د را تلونکي لپاره په خپل ذهن کې ساتلي، د هغه د عملي کولو لپاره مو څه ترسره کړي ؟ په کوڅو کې د هغوی د بې علته ګرځېدو او دشپې تر ناوخته کور ته راتللو په وړاندې مو کوم سوچ او د حل لارې لټولي ؟ کله چې زموږ زوی يا اولاد په نيمه شپه کې د کاله ور را ووهي او کورته راځي،آيا هغه ته د مينې غېږه خلاصوو او ستايو يې ؟
تر کومه حده د اخلاقي ارزښتونو پابند يوو؟ زموږ په آند ښه او بد اخلاق کوم دي ؟

موږ کوم شيان ښه او کوم بد بولو؟ د خپلو اولادونو پر وړاندې زموږ غبرګون تر کومه حده دی؟ کومه کړنلاره مو د اولادونو د کاليو اغوستلو او ګرځېدو په هکله په خپل ذهن کې لرو؟ که له هغوی څخه خوشحاله نه يوو تر اوسه مو څه د حل لاره لټولې؟ د دغو ستونزو د حل لپاره کله هم سره يوځای شوي يوو؟ څو تنو کارپوهانو او د نظر خاوندانو ته ورغلي يوو او څومره اوښکې مو تويې کړي؟ په حقيقت کې د دغو مسايلو او ستونزو حل نه يوازې موږ پورې، بلکې ګاونډيانو، نږدې خپلوانو، حتی ملتونو پورې تړل کيږي؛ نو د دغو مسايلو د حل لپاره مو څومره هڅې کړي ؟
که موږ په دې هکله کومه برنامه او پلان نه لرو،دا په دې مانا ده چې موږ هم د هغو کسانو لاره غوره کړې، چې له موږ څخه مخکې پر اخلاقي کړکېچونو اخته وو، چې په پايله کې د بربادۍ کندې ته ورګوزار او هېح نوم او نښان يې پاتې نه شو. د دغو ټولو ستونزو د را منځته کېدو لامل د قران او رسول پرنسيپونو ته شا کول، د نفس هوا او هوس غوښتنې ته لبيک ويل دي .
نن په ډېرو کورنيو کې د داسې زامنو او يا اولادونو ليدونکي يوو، چې پلار او مور ورڅخه خفه او په تنګ دي. د هغوی د ناوړه کړنو پر هکله مو څه د حل لاره سنجولې ؟ په هر صورت! موږ نه شو کولای،چې د هغوی د ناوړه کړنو پر وړاندې خپل ځان نامسؤوله وګڼو، بايد په ډېرې مينې خپل ګرېوان ته سر ور کښته کړو او له خپل ځان څخه وپوښتو،چې موږ د دغو ستونزو پر وړاندې څه کولای شو.د کومو ناوړه پېښو پر وړاندې چې هره ورځ کور کې رامخته کيږي، لا ځوابه او ناچاره يوو او يا دا چې هره ورځ د حل نوې لاره را منځته کوو؟ په دې هکله ډېرې پوښتنې ترسره کولای شو. د اولادونو د يو سرپرست په توګه له خپلو زامنو څخه مو کله پوښتنې او ګروېږنې کړي،چې له څه ډول ملګرو او دوستانو سره ناسته ولاړه کوي ؟ ايا په دې توانېدلي يوو؛ چې خپلو اولادنو ته ښه ملګري غوره کړو؟ تر اوسه مو زامنو ته مؤدبه او پاک نفسه کسانو پېژندلي دي؟ که مو نه دي کړي؛ نو له څه ډول کسانو سره ناسته او ولاړه کوي ؟ په ښوونځي کې د زامنو نوم ليکنه کول او ښوونکي ته د هغه سپارل بسنه کوي ؟ زامنو ته د جومات د لارې ښودل او له امام سره د هغوی پېژندګلوي بسنه کوي ؟
د پورتنيو پوښتنو د سمو ځوابونو ترلاسه کولو لپاره؛ د ښاغلي استاد لاندې اثر (( از بذر تا چنار )) ولئ.

درنښت ! سيلاني