Home خانه

حوا علم نورستانۍ د ټاکنو کمیسیون رئیسه او زهر بیان شینوارې د شکایتونو کمیسیون د رئیسې په توګه ټاکل شوې

حوا علم نورستانۍ د ټاکنو کمیسیون رئیسه او زهر بیان شینوارې د شکایتونو کمیسیون د رئیسې په توګه ټاکل شوې

Hawa Alam Zaher Bayan Shinwari 400 د افغانستان د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېشرانو ترمنځ له ټاکنو وروسته حوا علم نورستانۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسه او زهره بیان شینوارې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رئیسې په توګه ټاکل شوې ده.
نن د کب په ۱۴ مه د افغانستان د ټاکنو کمیسیون او شکایتونو د اوریدو کمېسیون نوي ټاکل شوو کمیشنرانو د دغو کمیسیونو د ریاستونو لپاره خپل منځي ټاکنې وکړې، چې په پایله کې یې حوا علم نورستانۍ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رئیسې په توګه، عصمت الله مل د دغو کمیسیون د مرستیال او مسافر قوقندي یې د منشي او ویاند په توګه ټاکل شوی دی.

 بل خوا پر همدې مهال د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، د نوو کمېشنرانو ترمنځ هم ټاکنې شوې چې په پایله کې یې زهره بیان شینوارې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رئیسه، مولوي‌ دین محمد عظیمي د دغو کمیسیون د مرستیال او محمد قاسم الیاسي یې د منشي په توګه ټاکل شوی دی.

ولسمشر غني د دغو کمیسیونونو مخکني غړي له یوې مخې له خپلو واکونو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په تور له دندو ګوښه کړل او پر ځای یې د یوه نوي میکانیزم په اساس نوې څېرې معرفي کړې.

د یادونې وړ دی چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ټاکنو کمیسیونونو مشران میرمنې ټاکلې کیږي.

دغه نوي ټاکل شوي کمیشنران به د افغانستان د ولسمشرۍ، د غزني پارلماني ټاکنې،د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو، ترسره کولو ته د چمتوالي ترڅنګ د تېرو پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلانوي.