Home خانه

نيوزيلانډ کې په جوماتونو بريد کوونکى ترهګر پاکستان ته تللى و

نيوزيلانډ کې په جوماتونو بريد کوونکى ترهګر پاکستان ته تللى و

Newzarland 400 نيوزيلانډ کې هغه ترهګر چې تېره ورځ يې په دوو جوماتونو ترهګريز بريدونه ترسره کړل او ٤٩ لمونځ کوونکي مسلمانان يې شهيدان کړل او همدا راز ٤٠ تنه يې ټپيان کړل، له بريد پنځه مياشتې مخکې پاکستان ته تللى و.
د تازه راپورونو تر مخه، هغه په پاکستان کې په يو هوټل کې څو شپې تېرې کړې وې او همدا راز د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې يې وخت تېر کړى و.
راپورونو کې ويل شوي دي، چې ياد ترهګر چې په کوم هوټل کې شپې تېرې کړي، د هغه هوټل د خاوند پر فېسبوک يې ليکنې هم خپرې کړې وې. خو د پاکستان حکومت د دغه کس په اړه د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

 د دغه هوټل خاوند، چې نوم يې پټ ساتل شوى دى، له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د دغه کس په اړه هېچا ته معلومات نه شي ورکولى او ده ته ويل شوي دي چې د دغه کس په اړه له رسنيو سره خبرې ونکړي.

دا تازه راپورونه دا خبره هم څرګندوي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې کومه ترهګريزه پېښه وشي، نو سر يې پاکستان ته رسېږي، ځکه چې د دې تازه پېښې بريدګر هم پنځه مياشتې مخکې پاکستان ته تللى او هلته يې وخت تېر کړى دى.

خو تراوسه پورې دا نه ده معلومه شوې، چې دا آسټراليايي، چې په نيوزيلانډ کې يې په دوو جوماتونو کې څه کم سل کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، په پاکستان کې له چا سره ليدلي او کومو کومو سيمو ته تللى دى.

ياده دې وي چې د جمعې په ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د نيوزيلانډ په کرايسټ چرچ سيمه کې ياد ترهګر په لمونځ کوونکو مسلمانانو باندې بريد وکړ، چې ٤٩ کسه يې شهيدان او شا و خوا ٤٠ تنه يې ټپيان کړل. په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شته.

د نيوزيلانډ لومړۍ وزيرې جسينډا آرډرن دا پېښه وغندله او وې ويل چې د نيوزيلانډ لپاره ډېره سخته ورځ ده او ټول هېوادوال له زيانمنو کورنيو سره ولاړ دي، چا چې په دې پېښه کې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي. همدا راز د نيوزيلانډ په لويو ښارونو کې د دې پېښې د غندلو او له زيانمنو کورنيو سره د غمرازۍ په پار خلک راووتل او د ګلونو ګېډۍ او همدا راز د ترهګرۍ ضد پېغامونه يې ورکړل.

سرچینه: 

https://khabarial.com/archives/29100