Home خانه
سترې محکمې د ولسمشر غني د کار موده د نوي ولسمشر تر ټاکلو وغځوله
سترې محکمې د ولسمشر غني د کار موده د نوي ولسمشر تر ټاکلو وغځوله
د رپوټونو له مخې د سترې محکمې عالي شورا په ټاکنو کې د شته ستونزو له امله پریکړه کړې چې د ولسمشر غني کاري موده د نوي ولسمشر تر ټاکلو پورې وغځوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ او سترې محکمې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د ولسمشر مرستیال ویلي، ستره محکمه صلاحیت لري چې د ولسمشر کاري موده وغځوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو تر دې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، حکومت هڅه کوي له غیرقانوني لارو څخه په استفادې خپله کاري موده وغځوي.