Home خانه

د حق خبرې جرأئت،د څوکۍ قرباني

د حق خبرې جرأئت،د څوکۍ قرباني

Khushal Asifi CC22 200غوره جهاد د حق خبره کول دي؛ که هغه د رییس پر وړاندې وي یا د وزیر،والي یا هر بل چا پر وړاندې.
د نظر خاوندان په دې اند دي،چې د حق خبره باید وکړو او د خپلو خبرو له لارې باید حق روښانه کړو.
خو په خواشینۍ سره؛ زموږ په ټولنه کې تر هغه مهاله یو څوک د یوې ادارې د ستونزو په اړه د حقیقت او حق خبره نه کوي،چې د واک،ناز و نعمت،کش و فش،بهرنیو او کورنیو امتیازاتو او سیاسي پاسپورټ څخه برخمن وي.
زموږ په ټولنه کې؛ که خصوصي ده یا دولتي اداره تر هغه وخت د ځمکې پر مخ جنت شمېرل کېږي،چې موږ پکې د څوکۍ،موقف،عزت او ډالري او سوپر سکېل معاشونو خاوندان واوسو.

 دا جرأئت او شهامت مو تر هغې ورځې،چې یو دولتي یا غیر دولتي بنسټ امکانات،صلاحیت او پیسې راکوي او زموږ غوښتنو ته مثبت ځوابونه وايي زموږ په وجود کې مړاوی یا مړ وي؛ خو کله،چې له کاره ګوښه شوو،استعفا مو ورکړه ، یا له کومې بلې ډلې سره یو ځای شوو او غوړه مړۍ یې راکړه؛ آسمان په ځمکه لګېږي او په ناڅاپي ډول د دوی په اند هماغه پرونۍ پرښتې د ټولنې تر ټولو بدکاره او بېکاره کسان ښودل کېږي.

دوی په ډې ډول کړنو سره غبرګونونه راپاروي او غواړي اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسي؛ یا غواړي لمر په دوو ګوتو پټ کړي.
ښايي خلک دومره هم ساده فکره و نه اوسي،چې که ورته وویل شي "شیدې تورې دي" خلک یې ومني.له نېکه مرغه د خلکو د پوهې او شعور کچه لوړه شوې او موکه تل د یو چا په لاس کې نه وي.

که غواړو له زورواکۍ یا بې عدالتۍ سره مبارزه وکړو باید دا جرأئت او شهامت ولرو،چې د خپلې برحالۍ او د دندې د اشغال پر مهال د حق خبری وکړو،خپل حق وغواړو،نیوکه او څرګندونې وکړو؛ هغه هم له مدني،اخلاقي او اصولي لارو.
دا نو څه معنا لري،چې لاس مو انګور ته نه ور رسېږي؛ووایو،چې انګور تریو دی؟

کله،چې دولتي یا غیر دولتي کارکوونکي یئ؛ باید له هېڅ ډول وېرې پرته د حق خبره وکړئ او له خپل حق څخه دفاع،ځکه ستاسو د فکر او نظر د څرګندولو پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت خنډ نه واقع کېږي،خو که یوه له بنسټه منفک کېږئ یا استعفا ورکوی؛ نو اخلاقاً او وجداناً به سمه نه وي،چې خلکو ته رښتیا او درواغ وړاندې کړئ.
قرآن کریم فرمايي: «سمه او د حق خبره وکړئ.»

د بیان آزادي په اساسي قانون کې هم تسجیل شوې ده،خو راځئ دا اخلاقي جرأئت ولرو،چې

در دري ضرب المثل په استناد "جنگ شدیار سر شدیار" اوسي؛نه داسې مهال،چې له واکه ګوښ کړای شوې یاست یا مو استعفا ورکړې ده.

که داسې مو و نه کړل؛ پر تاسو به هم نیوکه کېږي،چې:

ښه؛ تر هغه وخته دې،چې د امتیازاتو،منصب و کش و فش خاوند وې، ستا د هغه وخت چوپتیا دا معنا لري،چې ته هم د ستونزو یوه برخه او په کم کاریو او بېکارګیو کې شریک وې.

له تاسو به دا پوښتنه کېږي،چې له پلانکۍ دولتي یا خصوصي ادارې سره د کار پر مهال دې ولې هرڅه ته په خلاصو سترګو او پټه خوله رډ رډ کتل او خوله دې نه خلاصوله؟...
نو هغه د چا خبره ستا «ستا په اوړو کې هم شګه ده.»

وړاندیز مې دا دی،چې دغه عزیزان باید د حق خبره پر وخت وکړي؛ نه خلکو د اذهانو د مغشوشولو او د دوی د احساساتو د مخدوشولو په خاطر،ځکه دا کسان په خپلو ناسنجولو شویو خبرو سلګونه پاک او هېواد ته ژمن کسان تر پوښتنې لاندې راولي او د بې احترامۍ لامل یې ګرځي.

لیکنه: خوشحال آصفي