Home خانه
ننګرهار والي د خواشينۍ پیغام
ننګرهار والي د خواشينۍ پیغام
په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې په هېواد کې د ابادۍ اتل،مبارز او د بیارغونې بنسټګر ډاکتر ناکامورا د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
ډاکتر ناکامورا نږدې دوه لسيزې په ننګرهار کې د کانالونو، چیک ډيمونو، کرنې او نورو برخو کې خلکو ته له کوم سياسي فعاليت پرته خدمت وکړ.
ناکامورا شاړې دښتې ابادې، للمې يې خړوبې او د کرنيزې ودې لپاره يې زرګونه هکتاره ځمکې کرکېلې ته جوګه کړې.
هغه د افغانانو فرهنګ او کلتور ته پوره درناوی درلود، پښتو ژبه يې زده کړه، د افغانانو په جامو ملبس شو، د افغانيت تابعيت يې په افتخار ترلاسه کړ، شپه او ورځ يې د دې هېواد ابادۍ او سوکالۍ لپاره خپلې هڅې لا زياتې کړې.
هغه تېره ورځ هم د اووه سوه زره ډالرو په لګښت د مرواريد کانال رغونه پيل کړه؛ خو نن د دې هېواد ازلي او جاهله دښمن له لوري په ترورييستي بريد کې لومړی ټپي او وروسته يې ژوند له لاسه ورکړ.
د اسلام مبارک دين هم د مستامن، ذمي او معاهدو کسانو وژل حرام ګرځولي او ډاکتر ناکامورا داسې يو شخصيت و، چې يواځې د دې هېواد د ابادولو او د خلکو د پرمختګ فکر ور سره و؛ خو متاسفانه د هېواد دښمنانو ونشو زغملی او دغه د بيا رغونې اتل يې له مونږ څخه جلا کړ.
زه د ډاکتر ناکامورا مړینه د هېواد په ځآنګړي ډول د ننګرهار لپاره لویه ضایعه بولم او ترسره شوې بزدلانه برید په کلکو ټکو غندم،د ده د کورنۍ غړو، د افغانستان ملت او په ځانګړي ډول د ننګرهار خلکو ته یې تسلیت وايم.
شاه محمود مياخېل ننګرهار والي