Home خانه

چینایانو په یو کال کې ۶۳۰ پاکستانۍ نجونې واده کړي

چینایانو په یو کال کې ۶۳۰ پاکستانۍ نجونې واده کړي

9036beb44ccf4d605b8a6f598dc51ea4 شمیرې ښيي چي په تیر یو کال کې کابو ۶۳۰ پاکستانۍ نجونې د چینایانو له خوا چین انتقال شوي دي.

رپوټونه وایي دغه نجونې په لومړي سر کې د ودونو له دود وروسته چین ته انتقالیږي، خو بیا د جنسي سوداګرۍ ښکار کیږي.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي په هغو کې د پاکستانۍ نجونو د خاوندانو نومونه، د واده نیټې او د انتقال نیټې لیکل شوي دي.

په رپوټ کې راغلی چې یو شمیر دلالان په پاکستان کې بې وزلو مسیحي کورنیو ته یوه اندازه پیسې ورکوي او ورته وایي چې لورګانو ته یې بډایه مسیحي میړونه پيدا کوي.

 د بشري حقونو څارونکې ادارې هم په یوه اعلامیه کې له پاکستان او چین نه غوښتي چې د پاکستانۍ (ناوې ګانو د قاچاق) مخنیوی وکړي.

احمد میرزاد