Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

جون 2023
دسچپجشی
1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 174 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

پښتانه پر څوسترو ښاخونو ویشل شوي دي ؟

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

برچسب‌ها:تاریخ افغانستان و پشتونها

تاریخ خورشید جهان

Khurshaid Jahan Histori A 200تاریخ خورشید جهان

 

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ترجمه وتفسیر « احمد » ـ جزء سی‌ ام (30 )

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

!د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه

د يوه افغان معلم تعلیمی ژوند ته یوه کتنه!

Ustad En. Abdullah Wardak A 200لومړۍ - برخه

عبدالله وردک ، انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰

ګرانو او قدرمنو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
لومړی د ستاسې ټولو سلامتی، او کامیابی د الله(ج) له لوی درباره څخه غواړم، او هیله کوم چه ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ.                                         وروسته، له ټولو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هيله کوم، چې زما دغه تعلیمی ليکنې ښه په غور او دقت سره تر آخره ولولي، په هغو کې ښه غور وکړي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او بيا قضاوت وکړي.
زما يوازينی هدف خپلو افغانانو ته د تعليم په برخه کې فی سبيل الله خدمت کول دي، او بس۰
زه غواړم چه د تعليم په برخه کې خپلې ټولې تجربې په ډېر صداقت او امانتدارۍ سره، د ګرانو او قدرمنو لوستونکو حضور ته وړاندې کړم. له هغو لوستونکو څخه چه له ما سره پخوانۍ پيژندګلوی نلري، هیله کوم چې داسې فکر ونکړي چه خدای مکړه، چې زه ځان ښودنه کوم. الله(ج) د مونږه ټول له ځان ښودنې څخه وساتي. آمین یارب العالمین.

 زه ان شاءالله ستاسې ټولو ته دا اطمنان درکوم، چې د ځان ښودنې هېڅ نیت او شوق نلرم۰ د مثال په توګه: ما دلته په انګلستان کې نیږدې ۳۶ کاله په زده کړه او معلمۍ کې تير کړي، مګر زه تر اوسه پورې موټر نشم چلولای.                                                                                                                                            

تر ټولو لومړی، زه غواړم چه خپل ځان ګرانو لوستونکو ته معرفی کړم، او غواړم چه د ځان د معرفي کولو هدف په لاندې ډول سره بیان کړم:

زما لومړنی هدف د خپل ځان د معرفی کولو څخه دا دی، چې لوستونکو ته د لیکوال په باره کې کافی معلومات وړاندې کړم، تر څو دوی وکولای شي چې د لیکوال د راتلونکو لیکنو د کیفیت په هکله، په سمه توګه قضاوت وکولای شي.

دوهم هدف مې دا دی، چې لوستونکو ته دغه حقیقت ور په ګوته کړم، چې الحمدلله یو مسلمان له هېچا څخه په هیڅ شی کې کم ندی، او همدارنګه په آینده کې هغې غلطې مفکورې ته چې: ”په عصری علومو کې د یوه مسلمان پوهه له یوه غیر مسلمان څخه یوه اندازه کمه ده“ د شک او تردید په سترګه وکتل شي.

دریم هدف مې دا دی، چې په ګران افغانستان کې ځینې استادان او مسٔولین دغې نقطې ته په ډېر احترامانه ډول متوجه کړم، چې په ځینو پوهنتونو کې د ځینو مضامینو د تعلیمی نصاب بدلېدو ته اشد ضرورت دی. استادان باید خپل تعلیمی نصاب او درسی مواد د ورځني عصری علومو او ضروریاتو په رڼا کې ترتیب کړي.

څلورم هدف مې دا دی، چې د افغانستان ګرانو محصلینو ته وښیم، چې الحمدلله، دوی د نړۍ له نورو محصلینو څخه په هیڅ شی کې کم ندي، او یوازې د یوه ملک شرایط دي، چه دغه نیمګړتیاوې منځ ته راوړي. افغان محصلین باید له اوسنیو تعلیمی شرایطو څخه د خپل تعلیم په هکله اعظمی ګټه پورته کړي، او دغه ناوړه حالاتو ته خپل ځانونه تسلیم نکړي.

پنځم هدف مې دا دی، چې قدرمنو استادانو ته په ډېره عاجزۍ سره دغه ټکی ور په یاد کړم، چې د دوی رویه د شاګردانو په زده کړه، رغنده ښه، او بده، اغیزه لرلای شي.

شپږم هدف مې دا دی، چې هغو افغانانو ته، چې فکر کوي، چې مسلمانان نشي کولای، په عصری علومو کې، خپله ونډه واخلي، د عبرت یو درس وي.

اووم هدف مې دا دی، چې قدرمنو افغانانو ته وښودل شي، چې الحمدلله، یو افغان هم ښه تکړه مسلمان، هم ښه تکړه محصل، او هم ښه تکړه معلم، جوړېدای شي.

همدارنګه، غواړم چې یو بل ډېر مهم ټکی ته هم اشاره وکړم، چې الحمدلله په اوسني وخت کې د استادانو د علمی سویې د لوړولو د پاره د پخواه پرتله یو څه کار شوی، اما دوی یوازې د شاګردۍ تجربه تر لاسه کړیده، او دوی د استادۍ په برخه کې کومه تجربه نده تر لاسه کړې. کله چې یو محصل او یا یو استاد د لوړو زده کړو د پاره بهر ملکونو ته ځي، هغه یوازې خپل لېسانس، ماستری، او دوکتورا اخلي، او بیا خپلو ملکونو ته بېرته ځي، او هغه د خپلو استادانو له داخلی کړنلارې څخه باالکل نا خبره وي. د مثال په توګه: دوی د امتحان د سوالونو د جوړولو او نمرې ورکولو او د استادانو د نورو تعلیمی کارونو په برخه کې پوره معلومات نلري. اما، هغه استادان چې هم یې په بهر کې درس ویلی وي او هم یې په بهرنی  ملکونو کې په مکتبو، کالجو او یا پوهنتونو کې استادی کړې وي، که چېرې دوی له زړه وکړي، دوی خپلو وطنوالو ته ډېر خدمت کولای شي. دوی کولای شي چې خپلې تعلیمی تجربې په افغانستان کې د استادانو سره لږ تر لږه د لیکنو پذریعه شریکې کړي.

زه پخپله یو له هغو کسانو څخه یم، چې ما ټولې زده کړې په افغانستان، انګلستان او لږ شانته په امریکه کې کړې دي، او هم مې ۲۷ کاله دلته د انګلستان په یوه پوهنتون کې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې درس ورکړیدی. زه غواړم چې خپلې تعلیمی تجربې له خپلو وطنوالو (په خاصه توګه له استادانو او محصلینو) سره په ډېر اخلاص او امانتدارۍ سره، خاص د الله(ج) د رضاء لپاره شریکې کړم.

زه غواړم چه د خپل ځان په هکله، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په لاندې ډول معلومات وړاندې کړم.

زه نیږدې ۶۷ کاله مخکې، د وردګو د سیدآباد، د ولسوالۍ، د عرب خېلو په کلی کې، په یوه غریبه مسلمانه کورنۍ کې پیدا شوی یم.

د یادولو وړ ده، چې په هغه وختونو کې، په کلیو کې د پیداکېدلو، نېټه ډېرو کمو خلکو په سمه توګه ریکارد کړېده. ځینو پلرونو به خپلو اولادونو ته ویل، چې په پسرلی، یا ژمی کې پیدا شوي دي. ځینو پلرونو به خپلو اولادونو ته ویل، چې د وچکالۍ په کال پیدا شوي دي.

ما خپلې زده کړې، په وردګو، کابل، امریکا، او انګلستان کې سر ته رسولې دي.

زه غواړم، چې د شاګردۍ، او معلمۍ ټولې مرحلې، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په ترتیب سره، په جدا جدا لیکنو کې، ان شاءالله وړاندې کړم.

د پام وړ ټکي:

د نړۍ ټول مسلمانان، او په ځانګړې توګه، افغانان، باید دغه حقیقت ته غاړه کیږدي، چې د اسلامی زده کړو، په څنګ کې عصری علومو ته، جدي ضرورت لیدل کیږي. یعنې، یو افغان هم ښه تکړه مسلمان، او هم ښه تکړه ساینس پوه، کېدلای شي.

الحمدلله، افغانان، اوس په هر مسلک کې ښه تکړه مسلمان کارپوهان لري، او باید دوی ته د کار زمینه برابره شي، او کار، اهل د کار ته وسپارل شي.

په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته د دعا دپاره پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي۰آمين یارب العالمین.

همدارنګه، یو ځل بیا خپل د عاجزۍ لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو تر منځ، هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي۰آمين یارب العالمین.

هېره د نه وي، چې نور معلومات به په راتلونکو ليکنو کې په ترتیب سره وړاندې شي۰

​​​​​​​​​تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.

والسلام.

زما اړیکه:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

You have no rights to post comments

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۲

مرکز کتاب نویسی پیمان

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.17
MySQLi
10.6.12-MariaDB-log
زمان
08:06
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
2080
نمایش تعداد مطالب
7122035

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

د افغان - انګرېز درې جګړې د انځور په ژبه

پښتانه پر څوسترو ښاخونو ویشل شوي دي ؟

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.