Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

شنبه, ۲۴ اکتبر ۲۰۲۰
شنبه, ۰۳ آبان ۱۳۹۹
شنبه, ۰۷ ربیع الاول ۱۴۴۲

Calendar جنتری

اکتبر 2020
دسچپجشی
1234
567891011
12131415161718
19202122232425
262728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 258 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

۲۴ د جدي ۱۳۰۷ل کال، ۱۴ جنوري ۱۹۲۹ز کال لکه د ملي ماتم ورځ

۲۴ د جدي ۱۳۰۷ل کال، ۱۴ جنوري ۱۹۲۹ز کال لکه د ملي ماتم ورځ

محمد ایـاز نـوري آزادي ۱۴ جنوري ۲۰۲۰

زماپه نظرهدف د ماضي د یادولو یا تحلیل کولو څخه که پائله ئې نیکمرغه وي، د سر مشق جوړول او که بد مرغه وي، عبرت اخیستل باید وي.

Amanullah Khan Aد ۱۳۰۷ل کال د جدي د میاشتې ۲۴ مطابق۱۴ د جنوري ۱۹۲۹ز کال ورځ وه، د ژمي د سړو څپه په ټول افغانستان او پلازمینې کابل خپله بړستن غوړولې وه. په همدې نېټې افغان له یوې خواء غیرتمند، مسلمان، استقلال پال او له بلې خواء غافل بد بخته ولس، پخپل نژدې تېر تاریخ کې خپل یو په رښتیني تعریف کې ملي زعیم او ملي مشر اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان (رحمت الله علیه) د تل لپاره له لاسه ورکړ. داسې نادر او کم پیدا کېدوونکئ بادشاه، چې له یوې خواء د خدائي اوسپنیزې عقیدې او د افغاني غیرت په وسله او له بلې خواء د خپلواکي، ترقي او پرمختګ او د عامه ولس د خیر ښګڼې، عدالت او اخلاص په وسله باندې سمبال وه. د دغه شرافتمند بادشاه ځانګړتیا او موثروالی په دې مهم ټکي کې راټول شوی وه، چې پاچا زوی امان الله خان نه د هغه وخت د دوو استعماري قوتونو، روس شوروي او یا انګلیس په واسطه یا پټو لاسونو او یا هم مستقیمې عسکري مداخلې او یا هم د کورني کوم رزیل او داړه مار بانډ لکه د سقاویانو بانډ په ذریعه، بلکه د افغانستان د ټولنې څخه د یو شمېر حقیقت خوښوونکو، آزادي پالو د وطن په قانوني او مدني پرمختګ مین روښان فکرو کسانو د پلان پر اساس،چې د لومړي او دوهم مشروطیت د سیاسي حرکت بنسټ وال ول، د بادشاهي مقام ته رسول شوی وه.

د دغه جلیل القدر ملي مشر لومړنۍ او اساسي خذمت د هېواد د سیاسي خپلواکۍ حاصلول د هغه وخت د انګلیسي استعمار څخه وه. لس کاله د افغانستان خپلواک بادشاه وه. په دغه لسو کالنو کې، چې د یوه هېواد د هر اخیز پرمختګ او آبادئ لپاره ډیر کم وخت او حتی صرف یو پیل ورته ویلای شو، دغه په ظاهر او باطن مُخلص واکدار شپه او ورځ د خپل وطن د ترقي لپاره کار وکړ. اما د دغه ځوان پاچا او ځوان دولت لپاره ئې اصلي او بنسټیز خنډ کورني افغاني خاینان او جواسیس، تفریط خوښوونکي مذهبیان او د خلکو جهالت او د سواد ډېره ټیټه کچه، په دولتي تشکیل کې هم د یو شمېر عیبونو شتون دا، چې دولت او زعیم ئې ځوانان، مستقل او مغرور ول، د پاچا او حکومت یو شمېر کلتوري اقدامات، چې په هغه زماني بهیر کې افغاني ټولنې ته د هضم وړنه ول، او د افغان ملت کورنیو او بهرنیو دشمنانو کولای شوای، ورنه د پاچا او نوي دولت په بد نامولو کې خپله ناوړه استفاده ورځينې وکړي، د پاچا او مخلصو یارانو غفلت د یوه که څه هم د شمېر په لحاظ کوچني او موثر په عسکري دسپلین کلک ولاړ وسله وال پوځ په تاسیس کې، یوه بیداره او تل فعاله پاچا ته وفا لروونکې استخباراتي اداره، د پلازمینې کابل په دفاعی کرښو دقیق فکر کول او خصوصاً د شاهي ارګ د مدافعی عملي پلان جوړول د یوه ناببره غلچکي يرغل پر وړاندې کلک درېدل او دفاع کول… دغو ټکو ته خپله پاچا او نورو صلاحیت لروونکو ملګرو ئې سطحي نظر کړی وه. نتیجه د دغه غفلت دا ووته، چې یو داړه مار نه لوی وسله وال ګروپ په رڼا ورځ مخامخ په شاهي ارګ یرغل راووړ او اماني حکومت موثره او قاطع دفاع نشوه کولای.البته په کورني دشمن کې باید د انګلیس د هغو افغاني جواسیسو او ملي خاینانو ونډه لکه د غازي پاچا اخشئ علي احمد خان لویناب، د دربار وزیر یعقوب جان، د کابل ښاروال احمد علیخان لودي، د کورنیو چارو وزیر عبدالاحد خان مایار وردګ، د معارف وزیر فیض محمد خان ذکریا او بیا دغو خاینانو سره وصل د نورو قدمو مامورینو مهمه او ټاکونکې ونډه هم ذکر کړم، چې ظاهراً پاچا ته ډېر مخلص، چاپړس او غوړه مال اما په باطن کې وخته په دشمن خرڅ شوي ول. د هم دغو جګپوړو اراکینو ملي مسوولیت وه، چې هغوی د پاچا د شي او کیڼ بازو په توګه د ننګرهار د شینوارو د بغاوت په هم هغه پیل کې د پلازمینې کابل او د شاهي ارګ د دفاع اهمیت په نظامي اصولو کې او خطرونه ئې خپل پاچا ته تشریح کړي وای او دوی باید د پاچا سره یو ځای په هيڅ ډول کابل د وسله وال پوځ له قطعاتو څخه تش کړی نه وای. هغه مهم او ټاکوونکۍ ټکی، چې مرحوم غبار هم ورته اشاره کړې ده. ( لومړی ټوک، ۸۱۵ مخ دوهم پراګراف) وروسته بیا ولیدل شول،چې همدغه ملي خاینان د اماني دولت د سقوط څخه پس بیا د نادرشاه په خونړي حکومت کې، چې د وطن بهترین زامن د شرعي محکمې د حکم پرته د مرګ استقبال ته ولاړل، د دهمزنګ د وحشي زندان په تورو تیارو خونو کې واچول شول، لاکن دغه پاس نوموړي منافقین د هغه خطرناک او انګلیس راوستلي مکار بادشاه له خواء بیا هم نازولي او د لوړو حکومتي مقامونو خاوندان شول، د اماني ویاړمن دولت په سقوط کې کلک په نظر کې ولرو.

اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د ځوانئ په جوش

کې د افغانستان یو مستقل زعیم او بادشاه، ۱۳۰۰ل کال

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 او د کور د باندې د هغه وخت د زور غږوونکي او په سیاسي چارو کې ډېر تجربه لروونکي انګلیس سره مخامخ د یوه ډېر اوږد سرحد لرل او د هغه ځواک له خواء په مستمره ډول د تخریبي خصوصاً پټو توطئو جوړول افغان مستقل دولت ته، پر له پسې د ستونځو خلق کول ول، چې له هرې حربې او وسیلې څخه ئې کار اخیست تر څو اماني دولت له بېخه تباه کړي، چې بلاخره انګلیس دا کرغیړنه نقشه په پورتني ذکر شوي تاریخ د یوه داړه مار افغاني څو سوه کسیز بانډ په وجود کې، چې سروالي ئې یو جاهل او په څلورو روان د سیاست د شیطانیو څخه غافل په نوم دې حبیب الله (خادم دین رسول الله؟) مشهور په بچه سقاو کوله، عملي کړله او د افغانستان د رشید ولس څخه ئې خپل غچ واخیست. د دغه غمجنې پېښې صورتحال افغان ملت پال مبارز مرحوم میر غلام محمد خان غبار پخپل تاریخي کتاب، افغانستان در مسیر تاریخ لومړی ټوک، ۸۱۵ مخ کې د (مقدمات یک توطئه بزرگ) تر عنوان لاندې کې څه داسې انځوروي:"بعد ازآنکه دولت امانیه در داخل کشور با ضدیت قوه های ارتجاعی و در خارج کشور با سیاست مخالفانه دولت انگلیس مقابل و بواسطه خرابی وضع اقتصادی مردم و سوء اداره از پشتیبانی توده های مردم محروم شد در افغانستان بر ضد او طرح یک توطئه عظیمی ریخته شد و دسته جات پراگنده مخالفین تمرکز یافته و عملیات تخریبی آغاز گردید…". که مونږ دلته د تاریخپوه غبار دغه توضیح ته ځیر شو، نوموړي د اماني دولت ضد هغه لومړنیو اقداماتو ته د عیبونه سره موازی د «توطئه بزرگ یا عظیم» نوم ورکوي، شه کله، چې د اماني دولت پر ضد توطئه او خرابکاري په کور کې د مرتجعینو او په بهر کې د انګلیسي ظالم استعمار له خواء جوړېږي، دلته خو دولت بر حقه او توطئه کوونکی خاین واقع کېږي. که د اماني دولت مخالفین او منتقدین په حق وای، نو ولی د قانون له لارې د لیکلې عریضې، د میز تر شاه د پاچا سره د خپلو غوښتنو د حاصلولو لپاره نه حاضرېدل؟ بناً دلته مونږ حکم کولای شو، چې لاس د خیانت د کورنیو مخالفینو او د انګلیس توطئه واضحه وه، چې دا مستقل دولت باید محو شي او پر ځای ئې باید داسې یو حکومت ټینګ شي، چې افغان ولس په هر لحاظ وځپي او په سیمه کې د انګلیس د ګټو یو ساتندوی وي. غبار په ۸۲۳ مخ کې راوړي،"در طی این هفته شاه (امان الله خان) ۲۶ قوس ۱۳۰۷ش از ارگ برآمد و در باغ عمومی کابل نطقی ایراد کرد و نظر خویش را راجع به ترقی کشور و ضرر اغتشاشات و لزوم دفاع سخن گفت. جمعیت صدای شکایت از مامورین دولت بلند کرد و یکی گفت امثال وزیر دربار شما (محمد یعقوب خان) مانع آنند که فریاد مردم به شما برسد. فردای آن (۲۷ قوس طیاره انگلیسی بدون اجازه دولت در افغانستان داخل شد و در کابل اوراق اعلامیه حکومت انگلیسی را به قرار ذیل فرو ریخت)" غلو سقاویانو ته ئې اخطار ورکړ، چې زمونږ سفارت ته زیان مه رسوی، نور مونږ درسره یو فقط غازي او مستقل امان الله خان باید له منځه یوسو... شه، دلته په نوموړې نېټه پاچا د خپلو خلکو مخته حاضرېږي او نصیحت کوي، افغان ملت او خصوصاً د کابل ښار منورین د رامنځ ته شوو بغاوتنو د خطرناکو نتیجو ته متوجه کوي او هغوی د دغه توطئو پر ضد ملي دفاع ته راته بولي. په مقابل کې هیڅوک د دولت د سقوط او د پاچا د لرې کېدو غوښتنه نه کوي، بلکه د دولت د مامورینو د بد چلند څخه شکایت کوي! بل مهم مطلب دلته د انگلیس د دولت بربڼده په زور ولاړه مداخله ده، چې د هغه دولت یوه طیاره د افغان مستقل او قانوني دولت د خبرتیا او اجازت څخه پرته! عین د کابل ښار آسمان ته راننوځي او خپل ورکړل شوی کرغیړن ماموریت اجراء کوي او بېرته برتانوي هندوستان ته ستنېږي، چې د هغه دولت ضدیت او سخت د دشمني احساس د غازي امان الله خان په مقابل کې په ثبوت رسوي. د همدغه غمجنې او برخه لیک ټاکونکې صحنې په باب بل افغان ملي مبارز، خبریال او د وضعیت حاضر کس مرحوم غلام محی الدین خان انیس پخپل کتاب، (بحران و نجات) ۶۴ مخ کې داسې لیکلي دي،"ساعت ۱۲ امان الله خان از ارگ پیاده برآمده و در باغ عمومی بین یک جمع بزرگ نطق مفصلی ایراد نمودند، مفاد آن: «بعد از حصول استقلال یگانه آرزوی من معرفی کردن افغانستان در عالم بود، ولی این اغتشاشات ما را در نزد عالم میشرماند. برای استقرار امنیت از کجا آدم بیاریم باید به هر حال امنیت را در مُلک خود قایم سازیم. پس اسلحه ای که گرفته اید برای همین مقصد استعمال کنید. چرا برای خدمت امنیت در میدان نه برآمده، خدمت نمیکنید؟» بعد از آن راجع به تردید پروپاگند های تکفیر که نسبت به او شان گفته شده، بیانی نمود. اینرا هم در آخر اضافه کردند که «من بی حجابی را جبراً اعلان نکرده ام. در خاتمه ضعف عسکریت را مخصوصاً اشاره کرده، گفتند: «بعد از این به عسکر اعتناء خواهم کرد.» نفری از بین مردم بعد از ایراد یک تمهید مختصر، شکایت متعددی از کارداران نموده، مخصوصاً وزیر دربار را تنقید نمود که مانع رسیدن صدای رعیت به شما میشود". شه، دلته لولو د دغو دوو عزتمندو مورخینو اقوال سر سره خوري او انیس لږ اضافه په کې راوستلې ده. هر افغان دا احساس کولای شي، چې دا له باور څخه خارجو وقایعو به هغه غازی او صادق پاچا څومره اول په روحي ډول ځوراوه، چې ویل ئې دا حال مونږ د نړی نورو خلکو ته شرموي. پاچا امان الله خان ته د هغه د اروپائي وروستي سفر هغه صحنې مخته راتللې، چې د یوه افغان خپلواک زعیم په حیث ورنه د نړی نورو دولتونو په کومه اعلی کچه استقبال کاوه. او بیا چې د کابل د هغه وخت اوسېدونکو ته په شکایت او نه رضایت او غضب سره وائي، چې ولې «چرا در میدان نه بر آمده، خدمت نمی کنید؟» دلته مونږ ګورو، چې غازي پاچا د وضعیت د انکشاف او د کابل میشتو وګړو څخه مایوس ده او دا خصوصاً د هغه وخت بیغیرته او زبون او غافلو کابل میشته خلکو حال او احوال مونږ ته رابربنډوي، چې حکومت وسله درته لاس کې درکړې ده، نو ولی د مخربینو سره جګړه او له دولت نه مو دفاع نه کوی؟ پاچا دلته پخپله غلطي هم اعتراف کوي، چې عسکري وضعیت ته ئې باید لازم پام او موثر اجراعات ورته کړي وای، خو بیا هم د خلکو مخته پخپله غلطي اقرار کوي او خلکو ته قول ورکوي، چې دا نقیصه به رفع کوي. غبار د دغو غمجنو وقایعو په تسلسل کې د کتاب په ۸۲۵ مخ کې داسې راوړي. "در صبح این شب (۲۴ جدی - ۱۴ جنوری ۱۹۲۹) شاه امان الله خان با یک عده افراد خانواده و غیر خانواده خود به سواری موتر پای تخت را ترک کرده و به قندهار روان شده بود. در صورتیکه هیچکس از حرکت او مسبوق نبود. حرکت امان الله خان در ساعت ۹ صبح بود و در ساعت ۱۰ طبق یک اعلان رسمی مامور و افسر و غیره در قصر دلکشا مجتمع گردیدند و بدون آنکه بدانند، چه حادثه ایست در حالت انتظار ماندند. بعد از مدتی سردار عنایت الله خان معین السلطنه برادر بزرگ شاه با سر منشی شاه وارد مجلس شد و در یک فضای سرد و خاموش و محزون که روز عزا را مانست، ورقه یی به امضاء شاه امان الله خان قرائت گردید که دران گفته شده بود: خیر مملکت مقتضی اینست که باید دست از کار بکشم زیرا تمام خونریزی و انقلاباتیکه در مملکت است به سبب بر خلافی با من میباشد. شاه درین ورقه استعفای خود از واگذاری سلطنت به برادر خود سردار عنایت الله خان تذکر داده بود، لهذا حضار به بعیت کردن شروع نمودند." فکر وکړو د دغو صحنو مُجسم کول د هر وطن پال افغان لپاره تر کومه حده افسوسناک تمامیږي… . د همدغه پېښې په ارتباط د اماني دولت د آخري د بهرنیو چارو د وزیر زوی شاغلي محمد خالد خان صدیق څرخي اوس مقیم د متحده ایالاتو پخپل ټلیفوني تماس کې ما لیکونکي ته داسې وویل: « زما پلار غلام صدیق خان څرخي ماته داسې نکل کاوه، چې په همدغه سهار ۲۴ د جدی، ژمی او هوا ډېره سړه وه، سهار ۹ بجې له شاهي ارګ څخه غازي امان الله خان او زه او یو شمېر نور پخواني وزیران یو ځای مو د موټرانو په ذریعه د کندهار په مخه حرکت وکړ. امان الله خان لومړی د قلعه قاضی سیمې ته ولاړ او د حضرت  شاه قلعه قاضی ته، چې ورته ډېر ارادتمند وه، زیارت ته ورغی، هلته ئې دعا وکړله او بیا مو د امان الله خان په هدایت د غزنی او کندهار په لور حرکت ته دوام ورکړ.»

غازي امان الله خان د پردیتوب په ټغر د ایټالیا په روم
کې، چې د ژوند لمرئې نوره په لوېدو وه، ۱۹۵۷ز کال

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

پـائـله

مونږ په دغه لنډ تحریري انځور کې ګورو، چې د ګراڼ هېواد افغانستان ولس په ۲۴ د جدي ۱۳۰۷ل کال خپل یو ملي مشر یا بل عبارت د هېواد د ژغورنې یو غوره امکان له لاسه ورکړئ دئ. له هم دغه نېټې څخه پس د هېواد افغانستان انحطاط بېرته پیل او تر نن پورې دوام لري، چې بنسټ اېښودوونکې ئې امیر حبیب الله سقاو زوی او دوام ورکوونکئ ئې ظالم او افغان دشمنه پاچا محمد نادرخان وه. د غازي امان الله خان د حقانیت په هکله زه دلته یو مهم او روښانه برهان دا هم وینم، چې د هغه مرحوم د سقوط څخه پس، چې ۹۰ کاله تیرېږي، مونږ افغانانو په ترتیب سره امیر حبیب الله مشهور په بچه سقاو نهه میاشتې، نادر شاه ۴ کاله، ظاهر خان ۴۰ کاله، داود خان ۵ کاله، نور محمد تره کي یو نیم کال، حفیظ الله امین ۳ میاشتې، ببرک کارمل ۶ کاله، نجیب الله ۳ کاله، صبغت الله مجددي ۲ میاشتې، برهان الدین رباني ۴ کاله، محمد عمر ۶ کاله، حامد کرزی ۱۱ کاله، محمد اشرف غني ۵ کاله د سیاسي واکدارانو په حیث ولیدل، لاکن یوې ئې هم د پاچا امان الله خان تشه ډکه نه شوای کړای. نن د افغانستان غوڅ اکثریت یو د دغو سیاسي مشرانو څخه هم د اعلیحضرت امان الله خان د عظیم او شرافتمند شخصیت او ملي خدماتو سره نه برابروي.

مونږ (زمونږ دغه اوسنی نسل) به نه وو، حتی د اوسني په وینو ککړ ګران افغانستان د وضعیت په نظر کې نیولو سره، زمونږ څخه پس نسل به هم نه وي، لاکن یقین لرم زمونږ په افغانستان کې به پخپله اصلي معنی یو غیور او شرافتمند، د حق او حقیقت کلک پلوی افغان ولسمشر، امیر، یا خلیفه د واک په چوکئ ناست وي او ورسره به د هغه په شان پتمن افغانان د وزیرانو په حیث، یوه د خلکو شوراء یا ملي شوراء یا پارلمان به د خلکو د رښتینو غوره شوو استاذو څخه جوړه، ولسمشر ته به وړاندیز کوي، چې د ۱۳۰۷ لمریز هجري کال د جدي د میاشتې ۲۴ نېټه باید د (ملي ماتم) د ورځې په حیث قبوله او تصویب شي. هر کال باید دا ورځ لکه یو ملي مصیبت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ولس د غونډو په ترڅ کې ولمانځل شي. په دغه ورځ باید مخکښان د افغانستان د معاصر تاریخ خصوصاً لومړی، دوهم او دریم مشروطیت د وطن د رښتینو خذمتګارو سیاسي ګوند په حیث وپېږني، د هغه ظلمونو یادونه باید وشي، چې امیر حبیب الله خان سراج، سقاوي او د نادري خاندان حکومتي واکمنو له خواء د مشروطیت د غورځنګ په پاکو او سرتیرو غړو ئې تر سره کړي دي او د هغو ملي قهرمانانو یادونه باید د وطن پالنې د مثالونو په حیث خلکو او نورو نسلونو ته سر مشق شي. په همدې ورځ په ځانګړي ډول باید د افغانستان د استقلال د محصل غازي اعلیحضرت امیر امان الله خان د لوړ وطن دوست شخصیت او کارنامو او مظلوم واقع کېدلو په باب لازم او ضروري معلومات د څېړونکو له خوا خلکو او ولس ته تقدیم شي او هغه کس او کسانولکه امیر حبیب الله خان مشهور په بچه سقاو او ملګرو ئې او جنرال نادر خان او ملګرو ئې، چې تر ۱۳۳۹ل کال پورې د ژوندي پاتي غازي امان الله خان مقیم د ایټالیا سره خیانت او غداري کړې ده، هم باید خلکو ته توضیح او تقبیح او لازم عبرت ورڅخه واخیستل شي. ولس ته باید د هېواد دشمنان ورپېږندل او لازم عبرتناک درس د هغو وقایعو څخه واخیستل شي.

زما ارجمندو افغان ځوانانو! زما بالخصوص مخاطب تاسو یاست. نن، چې زه دغه تحریر کوم، زمونږ هېواد افغانستان سیاسي استقلال نلري او زمونږ ملي حاکمیت د ناټو د عسکري سازمان له خواء د متحده ایالاتو په سروالي، چې ټول هلته خپل نظامي شتون لري، تر پوښتنې لاندې دئ. زمونږ د قانوني هېواد ځمکه او هوا د هغوی له خواء تر قبضې او څار لاندې ده. وسله واله جګړه د افغانانو او خارجي عسکرو تر منځ پخپل شدت سره روانه ده. د جګړې د درېدو او سولې کوم مطمین څرک لا تر اوسه نه برېښي. زمونږ د ټول ولس او ځوان نسل ملي مسوولیت نن تر پخواء لا دروند دئ. لومړی د یوه واقعاً ملي مستقل حکومت د استقرار لپاره مبارزه وکړئ، چه دا هدف مو لاس ته راووړ، بیا (۲۴) د جدي د ګران غازي امان الله خان د ضایع کېدلو ورځ د (ملي ماتم) د ورځې په حیث رسماً په اساسي قانون کې درج او تجلیل باید شي. په پای د دغو عرائضو مې، چې په لنډون کې تحریراً ذکر شول، زما توصیه هر افغان ځوان ته دغه ده، چې د ۱۳۰۷ل کال د جدي ۲۴ نېټه په ژور او یو وطن پال تفکر سره وڅېړئ،عجالتاً د دوو افغان ملي مبارزینو مرحومینو میرغلام محمد خان غبار د تاریخ کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ لومړی ټوک ۷۵۱ مخ څځه تر ۸۳۷ مخ پورې، دوهم ټوک سر تر پایه)، غلام محی الدین خان انیس کتاب (بحران و نجات له پیل څخه تر ۹۰ مخ پورې)، د جرنیل یار محمد خان وزیري کتاب (د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ) مطالعه کړئ.

یو شمېر افغان ځوانان د افغان معاصر تاریخ د حقیقت په درک سره د ملي قائد غازي امیر امان الله خان زیارت ته د دعا او درنښت لپاره ورغلي دي. ننګرهار - جلال آباد ښار، عکس تازه د فیسبوک خبری رسنۍ څخه

پای

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۹

مرکز کتاب نویسی پیمان

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.3.23
MySQLi
5.5.5-10.3.24-MariaDB-log
زمان
02:42
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1988
نمایش تعداد مطالب
3556956

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.