Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

سبتامبر 2023
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 165 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

پښتانه پر څوسترو ښاخونو ویشل شوي دي ؟

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

برچسب‌ها:تاریخ افغانستان و پشتونها

تاریخ خورشید جهان

Khurshaid Jahan Histori A 200تاریخ خورشید جهان

 

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ترجمه وتفسیر « احمد » ـ جزء سی‌ ام (30 )

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

د هغه ملي قهرمان د مظلوم وفات په یاد کښې

د هغه ملي قهرمان د مظلوم وفات په یاد کښې

۵ د ثور ۱۳۳۹لمریز کال محمد ایاز نـوري آزادي ۲۵ اپریل ۲۰۲۰

18 04 20 10 58 Office Lens 200هدف د دغو لنډو کرښو د لیکلو او افغان ولس ته د هغو رسولو څخه، د هغه ملتپال اتل، د انګرېزي استعمار څخه د تاریخي افغانستان د سیاسي آزادۍ د حصول د سروال اعلیحضرت مرحوم غازي امیر امان الله خان ارواح ته، یو عقیدت او د نادري خاین، منافق او ډارن خاندان مشمول په (نادر شاه، ظاهرشاه، داوود شاه، عزیز شاه، هاشم شاه، شاه محمود شاه، شاولیشاه، نعیم شاه) د یو تربګنۍ ظالم او بیغیرته چلن یادول دي، چې دوی د افغان اتل، د انګرېزي استعمار څخه د تاریخي افغانستان د سیاسي خپلواکي د حصول سروال، دغه وخت (۵ د ثور ۱۳۳۹لمریز هجري، ۲۵ د اپریل ۱۹۶۰ز کال) پردېس غازي مرحوم اعلیحضرت امیرامان الله خان په حق کې د هغه درانه شهریار د رحلت پر موقع، خاص د انګلیس د رضایت او د خپل ناروا او جابر دولتي اقتدار د نورغزولو لپاره ورباندې لورولای وه، چې د هغه ملي خذمتګار او قهرمان بې روحه جسد ئې د هغه خپل پلارني وطن ته نه راپرېښوده...، تقدیم هغو افغانانو خصوصاً ځوان نسل ته، چې د تاریخي حقایقو څخه په مختلفو عواملو لرې یا هم ناخبره پاتې شوي دي.

 دا د ۱۲۷۱ل کال د جوزا د میاشتې لسمه (جون لومړی، ۱۸۹۲ز کال) د پنجشنبې شپه وه، چې د وخت د پاچا امیر حبیب الله خان سراج الملت والدین په کور د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې د ملکې سراج الخواتین له بطن څخه یو زوی دغې نړی ته راغی. پاچا او ملکې په دغه ماشوم باندې امان الله خان نوم کېښود. دغه ماشوم پاچا زوی په زانګو کې لاس پښې وهل، خپلې مور ته به ئې موسکاوې او ژړاوې کولې… .

18 04 20 10 58 Office Lens 400هیڅوک سیواء د عالم الغیب ذات (ج) په دغه راز خبر نه ول، چې له دغه ضعیف البنیه سرې غوښې ماشوم څخه به په نژدې راتلوونکې کې لوئې لوئې ملي کارنامې سرته رسېږي. پاچا زوی امان الله خان د ۱۲۹۷ل کال د حوت د میاشتې په نهمه د جمعې په ورځ د خپل د عُمر په ۲۷ کال زمونږ د ګران افغانستان رسمي پاچا وټاکل شو. غازي امیر امان الله خان د ۹ د حوت ۱۲۹۷ل څخه د ۱۳۰۷ل د جدي د ۲۴ تاریخ پورې یعنی یوه میاشت کم لس کاله د افغانستان یو مستقل او ویاړمن بادشاه پاتې شو.

د بادشاهي دغه نه اوږد پړاو ئې له یوې خواء ډېر ورته خوندور او ملي او نړیوال عزت او شوکت څخه ډک وه اما له بلې خواء دغه وطن پال او په ملي افغاني غرور سمبال زعیم د کورنیو افغاني خاینانو او منافقینو سره او په بهر کې د یوه چالاک، حریص او قوي دشمن انګرېز سره په مجادله کې بوخت وه. بلاخره تقدیر داسې وه، چې غازي پاچا پس له لسو کلنو حکومت کولو او لویو لویو ولسي چارو تر سره کولو د شاهي مقام څخه استعفاء ته اړ شو او بیا د ۱۳۰۸ل کال د جوزا په ۴ نېټه له خپل ګران ورته افغانستان څخه وتلو ته مجبور کړای شو او د یورپ د ایټالیا په هېواد کې مېشت شو. دلته پر مظلوم افغانستان لومړی که څه هم درې ورځې سردار عنایت الله خان، بیا ۹ میاشتې حبیب الله خان بچه سقاو، ۴ کاله نادر خان او ۴۰ کاله ظاهر خان بادشاهي وکړله، خو په دې بهیر کې پاچا امان الله خان د وخت د اوضاع له کبله بهر پاتې شو، چې تفصیل د موضوع زما دغه لیکنه ډېره اوږدوي.

18 04 20 11 17 Office Lens 400 بلاخره د دغه افغان ملي اتل روغتیائي حالات پسې خراب شول او بیا د سویس هېواد د زوریخ د ښار په یوه روغتون کې بستره ای شو او د ۱۳۳۹ل کال د ثور د میاشتې په ۵ د خپل عُمر په ۶۸ کال ئې د ځیګر د ناروغي له کبله د مسافرئ، پردیتوب او مظلومیت په ماحول کې ځان حق ته وسپاره. دا وخت اعلیحضرت ظاهر خان د افغانستان ټولواک او د تره زوی ئې محمد سردار داوود خان د هغه صدراعظم وه. له شلو کلنو راهیسې ما لیکوال د غازي پاچا د دوو لورانو او زوی او یو وراره سره د غازي امان الله خان د مړینې او تدفین په هکله خبرې لرلې، چې دلته ئې درنو افغانانو ته مخته کوم. د مرحوم غازي امان الله خان لور اندیا (د افغانستان) ما لیکونکي ته (سپتمبر ۲۰۰۸ز کال روم) وویل: ؛؛د پلار بې روحه جسد مو د سویس د زوریخ د ښار څخه د اورګاډي په ذریعه بېرته روم ته راووړ او حکومتي مقاماتو د خپل درنښت او پیرزوینې له عمله زما د پلار جنازه د (ام- ۱) په رسمي ماڼۍ کې په ګلانو پوښلی ځای پر ځای کړله او د درنښت په رسم ئې دوه عسکر ورته ودرول. زما مور ملکه ثریا او زما مشر ورور رحمت الله خان د تدفین د چارو سرپرستي پرغاړه واخیستله.

18 04 20 11 18 Office Lens 400مونږ د افغان سفارت مقیم د روم څخه د افغان پاچا اعلیحضرت ظاهر شاه او صدراعظم داوود خان سره تماس وکړ، چې تاسو زمونږ د پلار د جنازې سره کومه فیصله کوئ؟؛؛ دلته بیا نور د موضوع د انکشاف په باب د غازي امان الله خان وراره والاحضرت حقوق پوه کبیر الله خان سراج د ملکې ثریا څخه ما لیکونکي ته پخپله مرکه کې (اګسټ۲۰۰۹) کې داسې روایتونه لرل: ؛؛ ملکه ثریا ویل، د غازي د جنازي په رارسیدلو مو سمدستي افغان سفارت ته د موضوع خبر ورکړ، مونږ افغان حکومت ته درې ورځې انتظار ویسته اما افغان پاچا مونږ ته ځواب نه راکولو، په دې درې ورځو کې ماته له دریو مقامونو وړاندیزونه راغلل. لومړی وړاندیز د ترکیې د دولت له خواء وه، چې حاضر دي د افغان پخواني پاچا امان الله خان جسد خپل هیواد ته انتقال او ورته مقبره جوړه کړي، دوهم وړاندیز د سعودي عرب د بادشاه له خواء وه، چې ویلي ول، د افغان پخواني پاچا امان الله خان مړی به مونږ ریاض ته راوړو او دلته به ئې تدفین او زیارت پرې جوړ کړو. دریمه غوښتنه د پاکستان د دولت له خواء وه، چې هغوی حاضر دي د امان الله خان جسد پاکستان ته انتقال او هلته به زیارت پرې جوړ کړي، زه حیرانه وم، څنګه وکړم او کوم وړاندیز قبول کړم…!؟. په همدې یو غمجن وضعیت کې بالاخره پس له دریو ورځو افغان دولت مونږ ته خبر راکړ، چې مونږ الوتکه درلېږو، د امان الله خان جنازه به هېواد ته راوړل شي او دلته به خاورو ته وسپارل شي. زه فکر کوم، چې افغان دولت په دغو دریو ورځو د اوضاع په څارلو د همدغو دریو دولتونو او خصوصاً د ګاونډ ملک پاکستان د وړاندیز په خبرېدلو له شرم څخه فیصله وکړله، چې د غازي امان الله خان جنازه دې افغانستان ته راوړل شي… بیا مونږ د کورنئ غړو دا بهتره وبلله، چې د اعلیحضرت امان الله خان تدفین ئې پخپل پلارني ټاټوبي کې تر سره شي. د روم هوائي ډګر ته د تابوت د انتقال نه پخواء د ایټالیا حکومت د تشریفاتو قطعه د قصر مخته د احترام په رسم ودروله، د الوتکې په رارسېدلو مونږ جسد هوائي ډګر ته انتقال کړ. زمونږ په مصلحت رحمت الله جان او د غازي امان الله خان سکه ورور عبید الله جان الوتکه کې سپاره شول او الوتکې د هېواد افغانستان په لور حرکت وکړ.. .؛؛ د موضوع اړوند د غازي امان الله خان زوی والاحضرت ولیعهد رحمت الله خان ما لیکونکي ته په (سپتمبر ۲۰۰۸ز، روم) کې داسې وویل: ؛؛ مونږ د غازي کورنئ دلته روم کې داسې فیصله سره وکړله، چې د غازي امان الله خان جنازه به پلازمینې کابل ته رسوو، هلته به جنازه د موټر په واسطه یو ځل د کابل مرکز کابل کې د ښاریانو د مشرف کېدلو لپاره ګرځوو، بیا به جنازه زمونږ د پلار د وصیت پر اساس د کابل ښار په پارک زرنګار کې خاورو ته سپارو، اما کله، چې زمونږ الوتکه د کندهار هوائي ډګر کې کوزه شوله، پیلوټ وویل، زه د سون مواد او تخنیکي معاینه باید وکړم. دلته د کابل څخه د اعلیحضرت ظاهرشاه او داوود خان له خواء پیلوټ ته امر راغئ، چئ جنازه مستقیماً د جلال آباد په هوائي ډګر کې ښکته کړئ… الوتکې بیا الوتنه پیل کړله او مونږ په مخامخ سره جلال اباد ته ورسېدلو… حکومت د تدفین ځای مونږ ته د امیر حبیب الله خان د قبر تر څنګ راوښود، ما د حکومت هدایت قبول کړ، هلته زیات مخلوق د پشتونستان د پشتنو په شمول راغلی ول. د ښخولو مراسم په شه توګه تر سره شول. اعلیحضرت ظاهر خان او صدراعظم ئې داوود خان جلال اباد ته رانغلل، ولې؟ زه پوی نه شوم؟ د پاچا مشر زوی احمد شاه خان او مارشال شاولیخان او زوی ئې سردار جنرال عبدالولي جلال آباد کې حاضر ول. د تدفین څخه پس زه د شاهي کورنئ سره کابل ته ولاړم، یوه اونۍ زه کابل کې وم، هلته مې د کابل د پل خشتي په جومات کې د پلار فاتحه ونیوله. زه کابل کې د خپل د تره کور سردار مرحوم عنایت الله خان د زامنو سره اوسېدم، دغه موده کې یو وار د پاچا ظاهر خان د لیدو لپاره ارګ ته ورغلم. د اعلیحضرت چلند زما سره ظاهراً شه وه، په ضمن کې دا ئې هم وویل، چې ته رحمت الله جان خو هلته په روم کې رسمي دنده لرې، نو باید بیرته ولاړ شې! خو د پاچا دا خبرې بل مفهوم درلود، چې ته د امان الله خان زوی باید ژر تر ژره له افغانستان څخه خارج شې… .د پلار د تدفین څخه پس ما په یوه خصوصي مجلس کې د پاچا د کورنئ غړو ته وویل: زما د اماني کورنئ آرزو خو دا وله، چې زمونږ پلار پلازمینه کابل کې دفن شي، د شاهي کورنئ یو غړي سردار عبدالولي وویل: دو پادشاه در یک شهر جای نمی شود، همینقدر هم که با شمایان کردیم، خوش باشید… . ؛؛ د غازي امان الله خان کشری لور پاچا لور ناجیه صاحبې (می ۲۰۱۵ز استانبول) کې ما لیکونکي ته وویل: ؛؛ زمونږ د پلار وفات مونږ ته د هجرت په ټغر کې ډېر غمجن حال را جوړ کړ، زه هغه تاریخ په استانبول کې واده وم، د خبر په رارسېدلو د خپل خاوند سره یو ځای مو ځان روم ته ورساوه، تر څو د پلار مخ د وروستي ځل لپاره ووینم. خو دومره خوشاله وم، چې افغان حکومت زمونږ د پلار جنازه ګران افغانستان ته د تدفین لپاره ورپرېښوده، یوه جالبه خاطره مې په دې اړه د خپل د تره د مرحوم حیات الله خان د زوی محبوب الله جان څځه درته وایم. محبوب ویل، د غازي امان الله خان د وفات پر وخت زه کابل کې وم، د خبر په رارسېدلو زه مې د ملګرو سره د مخه جلال اباد ته ورسېدلو، هلته شاهي باغ،د جلال آباد هوائي ډګر او شار ته ګڼ لر او بر افغانان راغلي ول، ماسپښین مل وه او مونږ ټول او ولسي خلکو به په بې صبري پاس هوا ته کتل، چې کوم وخت به د غازي امان الله خان د جنازې الوتکه راڅرګنده شي… په همدې عین کې افغاني حکومتي چارواکو البته د بادشاهي د مقام په امر، خلکو ته په درواغو ابلاغ وکړ، چې نن د امان الله خان د جنازې الوتکه جلال آباد ته نه راځي، سبا ته راځي… تاسو بیرته کورو ته مو ولاړ شئ! لاکن عجیبه دا وله، چې ما ولیدل، یو کم شمېر خلکو د حکومت درواغ ومنل او ولاړل، لاکن اکثریت خلک نه تلل او ویل ئې، خیر ده مونږ تر سبا همدلته د امان الله خان د جنازه د رارسېدلو لپاره پاتې کېږو، دوی هم هلته پراته ول اما خلاف د حکومت د ابلاغیې هم هغه ورځ مازدیګر مل، د مظلوم غازي امان الله خان د جنازه الوتکه د جلال آباد پر هوائي ډګر ښکته شوله… .؛؛

18 04 20 11 16 Office Lens 400د غازی مرحوم امیر امان الله خان د جنازې د انتقال په باب دلته په روم کې د هغه عصر د یوه افغان محصل مرحوم ډاکټر شاهي بای مستمندي خاطره هم دلته ذکر کوم، دا محصل وائي: ؛؛… بلاخره د سهار د لس نیمو - یوولسو بجو شا او خواء مو د غازي امان الله شاه میت د کوره رابهر کړ، د کوڅې دواړو خواوو ته د ایټالیا د جمهوري ګارډ قطعې د احترام مراسم پر ځای کړل او میت مو هوائي ډګر ته یووړ او په ځانګړي خونه کې مو کېښود، دلته بیا د افغان سفیر او والاحضرت رحمت الله خان تر منځ داسې اسرار ډوله ټیلیفوني مذاکرو دوام درلود، دغه وضعیت دوه نیم درې ساعته وخت ونیو، او بیا د غازي امان الله خان زوی رحمت الله خان د تابوت سره یو ځای الوتکه کې سپور شو...پس له یوې مودې د افغان سفارت مقیم د روم د یوه مامور له طریقه خبر شولو، چې دا ټول مشکلات او تاخیر د پرواز دا وه، چې د وخت صدراعظم سردار محمد داوود خان افغانستان ته د غازي امان الله خان د زوی د ورتګ مانع وه، دا چې بیا څنګه او ولې رحمت الله خان ته د جنازې سره د تګ اجازه ورکړل شوله، جوته نه ده… .؛؛ (بازنگری دوره امانی و توطئه های انگلیس، مولف داکتر عبدالرحمن زمانی ۵۷۱-۵۷۲ مخونه)

18 04 20 11 18 Office Lens 400وروستی عرض

زه یقین لرم، چې زما په دغه لیکنه کې ذکر شوي مطالب به د ډېرو درنو افغانانو لپاره تازه او نوي وي، ځکه زمونږ خصوصاً د معاصر تاریخ سره هم تر ډېره لوبې شوي دي. نادري پخواني حاکم خاندان هم د خپل د نیمې پېړی د ظلم او جبر په مرحله کې اجازه نه ورکوله، چې افغان معاصر تاریخ په هغه اصلي بڼه افغان ولس ته تقدیم شي، ځکه دوی لکه سیاسي غله هغه غداري، چې د مهاجر غازي امان الله سره ئې کړې وه د ملت محاکمې ته راکش کېدل. افغان اتل غازي امیر امان الله خان ئې د ولس څخه پټ کړای وه او د نیمې پېړی لپاره د استقلال محصل او سروال او هر کاره او د هېواد ناجي رسماً جنرال نادر خان ښودل کېدلو. د استقلال د محصل او د ملت مُخلص خذمتګار پاچا، اعلیحضرت امیر امان الله خان ملقب په غازي د مظلوم رحلت پا باب ما لیکونکي دغه مضمون د هغو اسنادو پر بنسټ ترتیب کړ، چې له شلو کلنو را پدې خواء ما ورته منډې کړې وې او راټول کړي مې ول.

Aman ziarat 400 په دې که څه هم ډېر غمجن فصل یعنی د یوه ملي قهرمان د جنازې سره، چې په نړیواله کچه ئې خلکو او سیاست والو ورته د درنښت سر ټیټاوه د نادري حاکم خاندان له خواء یو سپک او ډارن د تربګنۍ چلند د تاریخي افغانستان د قهرمان ملت په محکمه کې محکوم او غندل کیدلای شي. تاریخ او تاریخي بهیر د هیچا لحاظ نه کوي، د ملت محکمه هم د تاریخ محکمه ده او قاضي هلته بیا ولس دئ او ولس خپل مستقل او رښتینئ حُکم صادروي. ۴۹ کاله زمونږ پر شکلي تاریخي افغانستان حاکم ظالم نادري خاندان په دې ناوړه چلند کې په لومړي قدم کې د امان الله خان د غلیم د انګرېزي استعمار رضایت په نظر کې نیولای وه او بیا خپل اقتدار ته د خطر د احساس په وجهه ئې حتی المقدور کوښښ کړی وه، چې د غازي امان الله خان تدفین په افغانستان کې تر سره نه شي او دا لوی ملی شخصیت او نوم ئې باید د تل لپاره د افغان ولس له منځه ورک شي. اما دوی په دغه کرغېړن او ملي ضد پلان او هیله مندي کې ناکام شول، که څه هم په نیمګړي ډول خو بلاخره د مشر غازي جنازه د هغه پلارني هېواد ته یوړل شوله، هغه هېواد ئې، چې دا عظیم شخصیت او سیاست وال پوره لس کاله د یوه مستقل او ویاړمن بادشاه په حیث ورباندې حکومت کړی وه او د ولس د مفاد لپاره ئې لوی لوی کارونه ورته کړي ول. د پورتني داستان او خاطرو پر بنا، زه فکر کوم، چې په دې مهمه پېښه کې په هر حال ئې که د دریو ذکر شویو هېوادونو هغه د تدفین وړاندیز موجود نه وای، شاید، چې حاکم خاندان د امان الله خان جنازه افغانستان ته د تدفین لپاره ورپرېښي نه وای. بل حقیقت، چې مونږ افغانان د غازي امان الله خان د حقانیت او عظمت په کې وینو، امان الله خان خو نوره مړی شوی وه، ولې نادري خاندان حکومتي اقتدار په لاس، د هغه د بې روحه جسد څخه دومره ډارېدل؟ جنازه خلاف د اماني کورنئ د آرزو او د غازي امان الله خان د وصیت، راساً له کندهاره جلال آباد ته انتقال شوله او د افغان ملت په استاذیتوب د پلازمینې کابل خلکو ته ونه ښودل شوله؟ ځکه حاکم خاندان خپل اقتدار ته دا خطر لیده، نه، چې دلته کابل ښار کې د امان الله خان د تابوت په لیدو خلک یو انقلاب جوړ او پر شاهي ارګ حمله وکړي او د خاندان بادشاهي تارو مار کړي، د غازي امان الله خان زوی او ولیعهد هم کابل کې حاضر ...؟!. زه فکر کوم د روم په هوائي ډګر کې د درې ساعته د تابوت معطلېدل، د حاکم خاندان له خواء او د وخت د صدراعظم سردار داوود هغه ممانعت، چې د غازي امان الله خان زوی والاحضرت رحمت الله خان باید د پلار د تابوت سره هېواد ته رانشي، علت ئې همداء پورتنی تشویش وي.

په دغه تاریخي لیکنه کې ما هغه د مشر غازي د جنازې اړوند او یو څو نور عکسونه هم ضمیمه کړل، چې د غازي امان الله خان زوی والاحضرت ولیعهد رحمت الله خان ماته د خپل شخصي البوم څخه زما د لیدنې پر وخت د هغه مرحوم په کور کې راکړي ول. (سپتمبر ۲۰۰۸ز کال)

پای  

You have no rights to post comments

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۲

مرکز کتاب نویسی پیمان

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.20
MySQLi
10.6.14-MariaDB-log
زمان
17:16
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
2080
نمایش تعداد مطالب
7682819

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

د افغان - انګرېز درې جګړې د انځور په ژبه

پښتانه پر څوسترو ښاخونو ویشل شوي دي ؟

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.