Home خانه
د افغان - انګرېز درې جګړې د انځور په ژبه
د افغان - انګرېز درې جګړې د انځور په ژبه
تهمینه تومیریس، انځورګره او هنرمنه
۸ لړم ۱۳۹۹ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۰
د ریچارډ سیمکن ووډویل اثر چې پر ۱۸۷۹ کال د فتح اباد جګړه او د ډګروال ویګرام بټي وژنه ښيي.
افغانستان د پېړیو په پوړیو کې بې شمېره جګړې لیدلې او د کورنیو ستونزو او بهرنیو سیاسي او پوځي لاسوهنو سره سره بیا هم شته او د دوښمنانو لپاره یې بېلول طلسم ښکاري.
که خلکو یې په خورا کمو اسانتیاوو د دوښمن مقابل کې مبارزه کړې، د دغه هېواد غرنۍ جعرافیا هم د دوښمن مقابل کې ستره وسله بلل شوې ده.
دې ټولګه کې د افغان-انګرېز د اوله، دویمه او دریمه جګړې انځور شوې ده.
افغان-انګرېز لومړۍ جګړه بولان درې او کوټې ته د انګرېز سرتېرو ننوتلو سره پیل شوه او د ۱۸۳۹ کال د اپرېل پر ۲۵ یې کندهار ونیو.
انګرېزیان بیا د غزني له لارې کابل ته لاړل او تر دریو کلونو یې کابل او جلال اباد ولکه کړي و، خو له درنې مرګ ژوبلې وروسته د ۱۸۴۲ کال اکټوبر کې هند ته په شا شول.
۳۶ کاله وروسته چې امیر شېرعلي خان کابل کې د روسي پلاوي د نه منلو لپاره د انګرېزانو غوښتنه ونه منله او هم افغان ځواکونو د ډګروال کواناري/کمناري په مشرۍ انګرېز پلاوي ته اجازه ور نه کړه چې افغان خاورې ته ننوځي، نو انګرېز غوسه شو او له دې وېرې چې روسان به افغانستان کې ډېر نفوذ وکړي، یو ځل بیا یې یرغل ته مخه کړه.
د ۱۸۷۸ کال د نومبر پر ۲۱ یې د خیبر درې علي مسجد کې جګړه پیل کړه، خو درې کاله وروسته د ۱۸۸۱ کال اپرېل کې یې له عبدالرحمان خان سره تر تړون وروسته هند ته شاتګ وکړ.
وروسته جګړه هم د شاه امان الله غازي په مشرۍ د خپلواکۍ بیا اخیستلو لپاره وه.
لومړۍ جګړه
د جیمز اتکیسن اثر
د ۱۸۳۹ کال پسرلي کې د ممبيي پوځ د مشر جنرال جان کین او د بنګال پوځ د جنرال هري فن په مشرۍ ۱۲ زره هندي او برتانوي سرتېرو د احمدشاه بابا د لمسي شاه شجاع له وسلوالو سره د بولان درې له لارې په کندهار او بیا غزني کې د دوست محمد خان د زوی حیدرخان پرضد برید وکړ.
کندهار یې له مقاومت پرته ونیو، له نورو ځواکونو سره یو ځای د غزني په لور وخوځېدل چې کابل ته ځانونه ورسوي
د تامس وینګټ اثر د ۱۸۳۹ کال د جولای پر ۲۳ د غزني برید ښيي.
د ۱۸۳۹ جولای پر ۲۳ پر غزني برید سره په کابل دروازه کې۲۰۰ برتانوي پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته او پکې پنځه سوه افغان سرتېري ووژل او ۱۶ سوه بندیان شول.
غزني کې د دوی بری او د غزني د نظامي ارګ نیولو یواځنی دلیل هم د کشمیري ژباړن موهان لال جاسوسي وه چې ورته ویلي یې و، د غزني ارګ کې کابل دروازه کمزورې دفاع لري او له دې لارې ارګ نیولی شئ.
د ۱۸۳۹ کال د اګسټ پر ۷ د برتانیا او شاه شجاع سرتېري کابل ته ننوتل، د دوست محمد خان ځواکونه تېښتې ته اړ شول، پخپله شاه دوست محمد خان هم هند ته جلا وطن او شاه شجاع د افغانستان پاچا وبلل شو.
د ریچارډ کټن ووډویل اثر خپل کور کې د برنس وژل ښيي.
خو د دوست محمد خان بل زوی وزیر محمد اکبر خان څه وخت وروسته ټول افغان سرتېري او د غلزۍ قبیلې وسلوال ځواکونه د شاه شجاع او برتانوي ځواکونو پرضد یو کړل. له امله یې کابل کې مهم برتانوي افسران هم ووژل شول، چې هغو کې د ۱۸۴۱ کال د نومبر په ۲ کابل کې په خپل کور کې د سر ویلیام هي مکنټن او الیکساندر برنس په څېر د برتانیا مهم سیاسي افسران او ور سره یو شمېر نور افسران ووژل شول.
په دغه کال پر برتانوي ځواکونو بریدونه ډېر شول او بالاخره دوی له سردار محمد اکبرخان سره تر ډېرو خبرو وروسته له کابل د وتو پرېکړه وکړه.
د ریچارډ سمیکن اثر د وروستیو سرتېرو شاتګ ښيي.
د وزیر اکبر خان په قومنده افغان ځواکونو د کابل جګړه او د ۱۸۴۲ کال جنورۍ کې ګندمک ته د شاتګ پر مهال او خیبر دره کې پر برتانوي ځواکونو سخت بریدونه وکړل.
دې جګړو کې پر ۴۵۰۰ برتانوي-هندي سرتېرو- چې ۶۹۰ یې اروپايي وو- او ۱۲ زره ښځو ماشومانو، خدمتګارانو باندې بریدونه وشول چې تفصیل یې فلورنشیا سل د خپلو خاطرو کتاب کې لیکلی دی.
د الیزابت تمپسون اثر د ۱۸۴۲ کال جنورۍ پر ۱۳ ډاکټر برایډن ښيي.
د الیزابت تمپسن نقاشي چې د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ پر ۱۳ جلال اباد ننوتلارې ته د ډاکتر ویلیام برایډن رسېدل ښيي.
ډاکټر برایډن ویلي و کابل برید کې یواځې دی ژوندی پاتې شوی او له ده سره نور کسان وژل شوي یا نیول شوي دي.
د ډنیل کټلیف اثر د ۱۸۴۲ کال مارچ ۱۱ برتانوي ځواکونه ښيي چې پنځه سوه پسونه یې په زور نیولي دي.
کابل کې بریدونو سره سر رابرټ سل د ۱۸۴۱ کال نومبر پر ۱۲ جلال اباد ته خپل سرتېري ولېږدول او کله چې خبر شو د افغانانو له برید یواځې برایډن نیم ژوندی ورغلی، نو د وزیر اکبر خان بل برید ته یې خپل ځواکونه یوموټی کړل.
که څه هم ۱۵ سوه سرتېري یې د وزیر اکبرخان د شپږ زره سرتېرو مقابل کې وو، خو بیا یې هم پنځه میاشتې( د ۱۸۴۲ کال د اپرېل تر ۱۳) پر جلال اباد ولکه کړې وه.
د ډنیل کټلیف اثر په هفت کوتل کې جګړه ښيي.
د ۱۸۴۲ کال جولای کې د جنرال پالک او نوټ دواړو لښکرو ته له هند پیغام کې وویل شول چې له افغانستان ووځي او بندیان پرېږدي.
د جنرال پالک لښکر باید له کابل او د سر نوټ لښکر باید د کابل- جلال اباد له لارې له افغانستان وتلی وی.
خو جنرال پالک په هفت کوتل او هغه لار کې چې جنورۍ کې یې پکې ملګري وژل شوي وو، د وزیر اکبر خان پر ۱۵ زره کسیز لښکر برید وکړ. دا برید له کابل او ګندمک د شاتګ غچ بلل کېد.
د جیمز اتکینسن اثر د کابل اصلي بازار ښيي.
برتانوي ځواکونو وتلو سره کابل کې اصلي بازار د مک ناټن په غچ کې یو مخ له منځه یووړ.
د اکتوبر پر ۱۲ د ګندمک له لارې جلال اباد او پېښور لور ته روان شول، خو جلال اباد، علي مسجد او نور ډېر کلي یې وران کړل.
یو ځل د برتانیا پارلمان کې دوک ولینګټن ویلي، و افغانستان ته ننوتل اسان خو ترې وتل سخت دي.
دویمه جګړه
د جیمز رټري اثر کندهار کې د جنرال نوټ په مشرۍ د برتانیا پوځي اډه ښيي.
د ۱۸۷۸ کال نومبر ۲۰ برتانوي ځواکونه بیا له برتانوي هند د خیبر درې لوېدیځ ته ستانه شول او پر افغانستان یې برید پیل کړ.
جنرال سر فردریک رابرسټ وي سي د ۱۶ زره دوه سوه سرتېرو سره د کورمې سیند او درې له لارې له خورا نږدې لارې پر کابل برید وکړي.
له سوېل د جنرال سټوارټ لښکر د بولان له لارې کوټه ونیوله او وروسته د کندهار په لور لاړل.
د هري پېن اثر د کورمې پېواړ غاښي یا کوتل کې د ۱۸۷۸ کال ډیسمبر ۲ جګړه ښيي.
د جنرال سرسم براون وي سي ۱۲ زره کسیز لښکر- چې خورا پیاوړی و- خیبر دره کې ۳۷۰۰ افغان سرتېرو سره ونښت او وروسته د ډکې په لور لاړ.
د جنرال رابرټس سمټ لښکر کورمه کې د پېواړ په لور له څلور زرو سرتېرو سره مخ ته لاړ او د افغان ځواکونو سره مخ شو.
له نږدې درې ورځې او شپې جګړې وروسته جنرال رابرټس د کابل په لور وخوځېد
د هري پین اثر فتح اباد کې د ۱۸۷۹ کال د اپرېل ۲ جګړه ښيي.
د ۱۸۷۹ کال د فبرورۍ پر ۲۱ امیر شیر علي خان په مزار کې د زړه حملې نه مړ شو.
هغه تاشکند ته تلل غوښتل چې له روسي قومندان کوفمن سره وویني او مرسته ترې وغواړي.
له هغه وروسته یې زوی یعقوب خان پاچا شو، خو له انګرېزانو سره یې د جګړې په ځای سوله غوره کړه او د ۱۸۷۹ کال مۍ ۲۶ یې له سرلوییس کیوناري سره د ګندمک تړون لاسلیک کړ.
له دې تړون وروسته کیوناري شوالیه مقام ترلاسه کړ او د همغه کال په جولای کې کابل ته ستون شو. خو څه مهال وروسته کیوناري، د ملکې د ځانګړي ګارډ ۷۵ کسیزه ډله او په ټول کې دوه سوه انګرېزان کابل کې ووژل شول.
سوېل ته په فتح اباد کې له برتانوي ځواکونو سره د نږدې شپږ زره خوګیاڼیو سرتېرو جګړه په جلال اباد او لغمان کې روانه وه چې پکې د ملکې د ځانګړو ځواکونو ډګروال ویګرام بټي ووژل شو.
ویلیام سکي کېمنګ اثر په شېرپور کې برتانوي ځواکونه ښيي.
بله جګړه هم د کابل چاراسیاب کې هغه مهال پیل شوه چې جنرال رابرټس وي سي کابل کې د سپټمبر میاشت کې د ۲۰۰ برتانوي مهمو سرتېرو له وژل کېدو وروسته له ۳۸۰۰ کسیز لښکر سره د کابل د والي نېک محمد خان سره جګړې لپاره افغانستان ته روان شو، خو چاراسیاب کې برید پرې وشو، مګر په اکتوبر کې کابل ته ننوتل.
کابل کې د محمد جان سرتېرو د جنرال رابرټس له اوه زره کسیز لښکر سره جګړې ته شېبې شمېرلې او د کابل شېرپور کې یې سخته جګړه وشوه.
افغان ځواکونو شېرپور کې د برتانیا پر مرکز برید وکړ، خو په اسمايي غر، سیاسنګ او بې بې مهرو کې پر دوی سخت بمبار وشو.
له څو میاشتې مبارزې وروسته د محمد جان لښکر چې درې زره کسان یې وژل شوي او سخت زیانمن شوی و د غزني په لور لاړ.
د میوند جګړې نقاشي
د ۱۸۸۰ کال اپرېل پر ۱۹ احمدخېل کې هم د سټوارټ او محمد جان ترمنځ جګړه وشوه چې درې زره افغانان پکې ووژل شول.
جنرال سټوارټ په کندهار کې د کنټرول لپاره وګومارل شو، خو د افغانانو له ډېرو بریدونو وروسته انګرېزانو د نوي امیر او له افغانستان وتل غوره کړل.
د ۱۸۸۰ کال جولای کې عبدالرحمان خان د افغانستان امیر شو او ګندمک تړون یې ومانه او د انګرېزانو ملګری شو.
خو هرات کې ایوب خان د مشرۍ دعوه وکړه او د غزني په لور وخوځېد، چې میوند کې د انګرېزانو له سختې جګړې سره مخ شو.
د سکي کیمنګ اثر کندهار کې جګړه ښيي.
له میوند جګړې وروسته د جنرال باروز لښکر کندهار ته ستون شو او له کابل یې مرسته وغوښته.
د جنرال رابرټس وي لس زره کسیز لښکر کندهار کې د ایوب خان پر ۱۵ زره کسیز لښکر برید وکړ.
د ۱۸۸۰ کال د سپټمبر پر اوله بابا ولي کې جنګ د افغان-انګرېز د دویمې جګړې خونړی جنګ و.
انګرېزانو د ایوب خان واک کې کلي او بابا ولي کوتل کې د هغه لښکر باندې سخت بمبار وکړ.
که څه هم دوی جګړه کې بریالي و خو د ۱۸۸۱ کال اپرېل کې یې له امیر عبدالرحمان خان سره ګندمک تړون وکړ چې بهرنۍ سیاست یې د هند برتانوي کنټرول کې شو او سوېل کې یې ډېرې هغې سیمې پرېښودې چې د برتانیا واک لاس ته ورغلې وه.
دریمه جګړه
د ۱۹۱۹ کال جولای پر ۲۴ ډکه کې د رانډولف برنټ هومس د سولې مرکچي ډله
خو د افغان او انګرېز دریمه جګړه هغه مهال پیل شوه چې شاه امان الله وویل، ګندمک تړون په رسمیت نه پېژني.
امان الله خان په دې باور و چې له اولې نړیوالې جګړې وروسته برتانوي سرتېري د مقاومت وس نه لري، د پېښور او سوېل کې د نورو سیمو د نیولو لپاره یې جهاد اعلان کړ.
افغانانو لنډي کوتل، خیبر او وزیرستان کې پر برتانوي ځواکونو برید وکړ. انګرېزانو هم کابل او جلال اباد بمبار کړ او شاه امان الله غازي خبرو ته کېناست او د ۱۹۱۹ کال جون پر ۳ یې اوربند وکړ.
د ۱۹۹۱ کال اګسټ پر ۸ افغان حکومت له برتانویانو سره د راولپنډۍ تړون وکړ چې ور سره د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندل شوه او دا حق یې ترلاسه کړ چې خپل بهرنی سیاست ولري.
سرچینه: بی بی سی