Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

سه شنبه, ۲۱ نوامبر ۲۰۱۷
سه شنبه, ۳۰ آبان ۱۳۹۶
سه شنبه, ۰۲ ربیع الاول ۱۴۳۹

Calendar جنتری

نوامبر 2017
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 58 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

افغانستان کې د سېمه ییزو هېوادونو تبلیغاتي جګړه

افغانستان کې د سېمه ییزو هېوادونو تبلیغاتي جګړه

لیکنه: عبدالرحیم موسی زی

Musazai pic 200زه له هر څه تر مخه غواړم تاسې درنو لوستونکو او مینوالو ته لومړی د جګړې تعریف او بیا د تبلیغاتي جګړې په هکله معلومات وړاندې کړم.جګړه د پېښو یوه شومه پیښه ده چې هر روغ انسان له دې ناوړه پدیدې څخه کرکه لري، د جګړې په پیښېدو سره کور، کلی، ښار او هېواد ویجاړيږي، پرمختګ په ټپه دریږي، خلک اندېښمن او لالهانده کیږي، بشري ځواک او د ټولنو وګړي له هر راز پرمختګ او مثبتو چارو څخه بیرته پاتې کیږي، سوله یوه خوږه او د جګړې مترادفه کلمه ده.جګړه کیدای شي د دوه تنو، دوه کورنیو، دوه کلیو، دوه قومونو، دوه یا څو هېوادونو او یا دوه قطبونو ترمنځ پیښه شي، خو؛ بیلابیل عوامل موجود وي چې د دې کړغیړنې پیښې سبب ګرځي.

 دلته غواړم په لنډو ټکو کې دې ته اشاره وکړم چې د جګړې د پیښېدو اصلي عوامل کوم دي؟ کله چې د بیلابیلو دلایلو له امله اړیکې خرابې شي، هغه که ټکنالوژيکي، فزیکي، ټولنیزې یا معنوې وي او یا پر یو کس یا یوه هېواد د مقابل لوري څخه یرغل وشي  یا په بل عبارت حقوق یې تر پښو لاندې شي هغه مهال به نوموړی کس یا هېواد دې ته مجبوره کیږي چې د دوی په وړاندې جګړې ته لاس پورې کړي.جګړه ګنشمېر ډولونه لري چې په لاندې توګه دي:• د دوه پوځي ډلو یا ټولنو ترمنځ مخامخ سړه جګړه.• بیولوژيکي جګړه: د میرڅي له لوري د ناروغیو، بکټریاوو او ویروسونو خپرول.• کیمیاوي جګړه: یعنې د کیمیاوي او زهرجنو موادو کارول چې ښه بېلګه یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې دا ډول مواد وکارول شول او پایله یې هم له یو میلیون څخه ډېر کسان د زرهاوو ملکي وګړو په ګډون مرګ ژوبله وه.• کورنۍ جګړه: ډېری مهال دا ډول جګړه په یو هېواد کې د داخلي مخالفو ګوندونو، پوځي ځواکونو او یا سترو سیاسي ډلو ترمنځ پیښیږي، له بده مرغه اویایمه لسیزه یا له ۱۹۹۲.ز څخه تر ۱۹۹۶ کاله پورې چې کله افغانستان کې د کورنیو جګړه مارو ډلو ترمنځ د واک پر سر جګړه وشوه؛ هغه هېوادونه چې اوس په دې جګړه کې ښکېل دي یا پرې تپل شوې عبارت دي له ــ افغانستان، یمن، لیبیا، عراق، سهیلي سوډان، مرکزي افریقا، سوریه، د پاکستان شمال غرب،  کوردان او ترکان ، سومالیا او داسې نور...• سایبري جګړه: په دې جګړه کې ډیری وخت ولسونه، دولتونه او یا نړیوال سازمانونه ښکېل وي او هڅه کوي چې د مخالف هېواد په معلوماتي سیسټمونو برید وکړي.• اتومي جګړه: دا ډول جګړه کې هستوي وسلو کارولو ته لومړیتوب ورکول کیږي.جګړه نور ډولونه هم لري خو دلته به د دې له پاره چې لیکنه لوستونکو له پاره اوږده نه شي، غواړم د تبلیغاتي جګړې په هکله څه ولیکم.تبلیغات په جګړه کې تر ټولو پیاوړې وسله ده، کله چې یو هېواد وغواړي د خپل دښمن پر وړاندې کرکه او انزجار رامنځته کړي نو له دې ډول جګړې کار اخلي هغه ممکن له کورني او یا بهرني اړخه وي خو؛ خپل د مخالف هېواد سرتیرو او عامه وګړو ذهنیتونه ګډوډوي او هغوی ته غلط انځور باسي، کېدای شي په دې کې مذهبي، ژبنیز او سمتي مسایلو ته لمن وهل هم شامل وي لکه څنګه چې په دویمه نړیواله جګړه کې ویتنام کې له دې چلنده کار واخیستل شو او نن سبا په افغانستان کې د سیمې هېوادونو هم دا تګلاره په مخ کې نیولې.همدا راز؛ هغه معلومات، افکار او ځانګړې غوښتنې چې د یوې ټولنې د خلکو د عامه ذهنیتونو، احساساتو او کردارو خپلولو له پاره کاریږي دا هم د تبلیغاتي جګړې برخه ده، د استخباراتي اجیرانو ځای پرځای کول، د یوې ډلې یا سازمان ګمارل د مدني یا فرهنګي ټولنو جوړول، له ځینو رسنیو ملاتړ هغه موارد دي چې یو هېواد کولای شي خپل تربنګنت د دې وسایلو په کارولو له خپل سیال سره پر مخ بوځي.له بلې خوا؛ کله چې خلکو ته د سمو معلوماتو پر ځای ناسم معلومات وړاندې شي، او د ولس ذهن د ناسمو معلوماتو منلو له پاره مجبوره شي پر ناسمو معلوماتو باور وشي دا په خپله د یوه هېواد د وګړو ترمنځ شک پیدا کوي چې دا د تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده.د یادونې وړ یې بولم؛ هغه هېوادونه چې زمونږ هېواد کې له کلونو کلونو د خپلو شخصي لنډمهاله او اوږدمهاله ګټو له پاره په پوځي جګړه بوخت دي او زمونږ د هر راز پرمختګ مخنیوی کوي خو له بلې خوا; زمونږ په ګاوڼد کې پراته هېوادونه ایران او پاکستان تل هڅه کوي چې خپلو شومو موخو پلي کولو له پاره کله د افغانستان په کورنیو مسایلو کې په مستقیقه او یا غیر مستقیقه توګه لاسوهنه کوي او یا د اجیرو ډلو ټپلو په واسطه تلیغاتي جګړه پر مخ بیايي.زما په شان ډیری افغان ځوانانو او هېوادوالو به دا مسله درک کړي وي خو نه پوهیږم چې دوی ولې پټه خوله ناست دي؟ ولې خپل دیني او وجداني رسالت نه ادا کوي؟ د یوه افغان ځوان په توګه ویاړم چې د دښمن په پټ راز پوه شوی یم او غواړم ولس ته په ډاګه ووایم چې ذهنونو ته مو پام نیسئ، دښمن ډیر سخت پلانونو په مخ کې لري او تل هڅه کوي چې زمونږ د ولس عامه ذهنیتونه په ناوړه افکارو ککړ کړي.په پای کې له ښاغلي ولسمشر صاحب څخه د یوه افغان په توګه په خورا درنښت هیله کوم؛ هغه رسنۍ، کړۍ، ډلې او ټپلې چې د بهرنیو هېوادونو ګټو له پاره کار کوي په هره بیه چې کیږي د هغوی مخه دې ونیسي، هغوی زمونږ د ولس دښمنان دي، هر راز پرمختګ چې زمونږ په هېواد کې ترسره کیږي دوی یې خلکو ته په غلطه رسوي، زمونږ د ملي امنیتي ځواکونه په وړاندې ناسم تبلیغات پر مخ بیايي چې دا په خپله زمونږ د ځواکونو په روحیه منفي اغیزه کوي.

د سوکاله، پرمختللي افغانستان او یو موټي ولس په هیله

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.10
MySQLi
5.7.20-log
زمان
09:56
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
480
نمایش تعداد مطالب
103584

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.