Home خانه
طالبان: ګڼو هېوادونو ته نوي افغان پاسپورټونه لېږل شوي؛ سعودي کې افغانان د پاسپورټ له لانجې سره مخامخ دي۲۲ کب ۱۴۰۱ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۳
طالبان: ګڼو هېوادونو ته نوي افغان پاسپورټونه لېږل شوي؛ سعودي کې افغانان د پاسپورټ له لانجې سره مخامخ دي۲۲ کب ۱۴۰۱ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۳
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، له هېواد بهر کونسلیو ته یې تازه پاسپورټونه استولي چې هلته اړتیا لرونکي افغانان له کړاو سره مخ نه شي. په سعودي عربستان کې مېشتو افغان کډوال بیا ویلي، له تېرې ډېرې مودې راهسې زرګونه افغانان چې د پاسپورتونو موده یې بشپړه شوې له سفره بند پاتې دې او د ډېر کسانو په ټولنیز ژوند او کاروبار یې هم ناوړه اغېز پرایستی.
په سعودي عربستان کې مېشتو یو شمېر افغانانو بي بي سي ته ویلي هلته په تېره څه موده کې د اسنادو له جنجال سره مخ دي چې د ډیرو ژوند یې تریخ کړی.
معروف له تېرو څو کلونو راهسې په سعودي کې ژوند کوي، وايي له هغه وخت چې دده او د ملګرو د پاسپورت موده یې بشپړه شوې، نوې کېدل ورته ګران شوي او هغو کسانو چې په دې وروستیو کې خپل پاسپورته نوي کړي، د سعودي پولیسو له لوري نه منل کېږي، دغه چارې د افغانانو ژوند دومره ټکنی کړی چې ان ناروغ کسان او د مړو جسدونه ددغه جنجال په ټس کې بند پاتې دي.
"میاشت کېږي چې هغه کسانو ته چې په پاسپورت د تمدید سټکر لګېدلی د تګ راتګ اجازه نه شته او اسناد یې نه منل کېږي. د خلکو سره ناروغان دي مړي پراته دي، ځېنې خلک افغانستان کې بند پاتې دي سعودي کې یې کاروبار نیمګړی پرېښی."
خو دا کړاو له څه پېښ شوی، چې د سعودي حکومت یې دا وړ یوه ګام پورته کولو ته اړ کړ. سعودي عربستان کې افغان سوداګر وايي:
" له هغه وخت چې ځېنې کسان له پاکستان او اوروپا په جعلي سټکرونو سعودي ته راغله سعودیانو دا بندیزونه ولګول او هوايي شرکتونو ته یې هم وویل چې که څوک پر پاسپورټ سټکر لري د سپرلۍ په توګه دې اجازه نه ورکوي."
مجددي: "سعودي حکومت ورسره ژمنه کړې چې د افغانانو د پاسپورتونو اړوند ستونزې به حل شي."
په ریاض کې د افغانستان سفارت چې لا خو د پخواني دولت د سفیر جاوید مجددي له لوري یې چارې پرمخ ځي، وايي له سعودي چارواکو سره د حل لارو په لټه دي.
ښاغلي مجددي بي بي سي ته وویل "سعودي حکومت ورسره ژمنه کړې چې د افغانانو د پاسپورتونو اړوند ستونزې به حل شي." خو نه وايي چې کومه ټاکلې نېټه ورته ښودل شوې او که نه.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا نه مني چې ګواکې افغانان دې په سعودي یا بل هیواد کې له کومې ستونزې سره مخ شي.
د دغه وزارت یوه ویاند احمد ضیا تکل بي بي سی ته وویل تازه په تازه ډېر شمېر هېوادونو کې افغان کونسلیو ته نوي پاسپورتونه لېږل شوي.
"موږ ګڼو هېوادونو ته نوي پاسپورتونه لېږلی، او موږ دا نه منو چې افغانان دې کوم هیواد کې له ستونزو سره مخ وي."
د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نه یوازې په سعودي عربستان کې افغانان د پاسپورتونو په ترلاسه کولو کې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي، د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم له ورته چارې د شکایت غږ اورېدل کېږي.
په تور بازار کې د افغان پاسپورتونو او سټیکرونو خبره یو بل څه دي چې د افغان وګړو سفر کې یې د نورو هیوادونو له لوري بې باوري رامخې ته کړې ده.
منبع: بی بی سی