Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

Calendar جنتری

سبتامبر 2017
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 351 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Foundation A 200

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

!د كندهار پروني غونډه او د حکومت په وړاندي پایه کشی د شمال د ائتلاف فوتوکاپي وه

د كندهار پروني غونډه او د حکومت په وړاندي پایه کشی د شمال د ائتلاف فوتوکاپي وه!

Kandahar 200شايد په کندهار کي د پرونۍ غونډي په پیل کي د ولس همدا تمه وه، چي ممکین د ولسي جرګې د لیلام سوو وکیلانو پر زړنو خدای د رحم اوبه تیري کړي وي او د ولس سره د خپلو تېرو اعمالو او بې غوریو په اړوند د بخښني په موخه غونډي ته خاضر سوي وي او یا هم د تازه ژمنو په اړه ولس ته توضحات او اطمینان ورکوي. خو دوی خبر نه وه، چي د کابل څخه د نمایشي غونډي په موخه راغلي وکیلان ټول محمود کرزي صرف په۵۰۰۰ زره ډالره د خپلو شخصي موخو لپاره کرایه کړي وه، څو د حکومت په تهدیدولو او د نظام په بحراني کولو سره د ولسمشر حاکمیت په ملي او بین المللي کچه تر سوال لاندي راولي.

 ښايي خلګ خبر نه وه، چي ددې غونډي طرحه هم په پلازماینه کي د ناست جادوګر کرزی لالا لخوا ورکول سوې وه او هدف ئې اشرف غني ته په تکراري ډول سره په کندهار کي د سیاسي باجګیریو په موخه د خپلو عضلاتو ښودنه وه. لېکن حکومت به شايد پرون دا درک کړې وي، چي ددې سیاسي دلالانو سره ولس نه بلکي صرف د ګوتو په شمار کرایه سوي وکیلان او ددوی د ګټو چوکيداران ملګري وه، خو نور هیڅ هم نه وه.

لکه څرنګه چي ما مخکي هم ددې خبري یادونه کړې، چي په هيواد کي د شمال لنډغرو او جنوب غرب حوزې مافیا د حامد کرزي په دستور د اشرف غني د حکومت په وړاندي په منظمه توګه ګډوډیو او د نظام بحران ته نوبت ایښی، که چیري تاسو متوجه سوي یاست، نو کله چي د شمال لنډغر په کابل کي سړکونو ته راووځي او د لطف پدرام په مشرتابه ګډوډیو او انارشیزم ته لمن وهي، نو د جنوب غرب حوزې کوتریان لکه سیلانیان چپ ناست او تماشا ئې کوي، خو کله چي اشرف غني د هغو د خاموشۍ هڅي وکړي، نو دلته په کندهار کي د کرزي کرایه سوي او کوڅه ډبه سپي لکۍ ډانګ ډانګ ودروي او غپا ته په یوه سلا ملا وتړي. چي د کرزي لالا ددې ټولو کارونو څخه هدف په هیواد کي د اشرف غني د بنیادي کارونو خنډ دی، ځکه په هیواد کي د اشرف غني هره بنیادي او حیاتي پروژه د حامد کرزي د دورې د شرم او شته فساد د رسوايې لامل ګرځېدلې، چي دا ډول شرم او رسوايي حامد کرزی په هیڅ صورت نسي زغملای، او ترڅو ئې وس کیږي مخه ئې ډب کوي. خو لاکن دا چي پر هیواد او مېشتو اوسېدونکو ئې څه تېریږي د هغه پروا څوک نلري.
زموږ لپاره د هیواد د اوسنیو پېښو په اړوند تر ټولو د سوال او اندېښنې ځای دا ؤ، چي کله امریکایانو په جلال اباد کي د داعش پر پتنځایونو د بمونو مور استعمال کړل، له نېکه مرغه هیڅ ملکي تلفات ئې ندرلودل، خو د داعش مرکز ئې په مطلق ډول محوه او له منځه یوړ. خو کرزي لالا لکه د جتانو په کور کي چي غلبېل ورک سي، دومره نمایشي چغي ووهلي، چي له کبله ئې هم ولس او هم ئې د نظام مدیریت په ځان پوري حیران کړ. لاکن کله چي د ایران جمهور ریس حسن روحاني ایران ته د افغانستان پر روانو اوبو او د افغانانو پر مسلم حق باندي غیرمسؤلانه څرکندوني وکړې، ټول ولس غبرګون وښود، خو کرزي لالا سپڼ هم ونه واهه.
دا ټول ولس ته معلومه ده، چي په جنوب غرب حوزه کي ایران د همدې اوبو په خاطر د تېرو ۳۶ کلنو راهیسي په دوامداره توګه ناامنیو ته لمن وهلې، په همدې موده کښي په لسهاو زرو انسانانو د ایران د لاسوهنو او ناامنیو له وجهي سرونه بایللي، څو ایران وکولایسي د همدې ناامنیو تر سیوري لاندي د افغان دولت د بندونو د پروژو مخه ډب کړي، او دا غمڅپلی ولس د زراعت او ابیارۍ په موخه استفاده ترې ونکړي. خو په جلال اباد کي د داعش پر پټنځایونو د امریکایانو لخوا د بمونو د مور پر استعمال باندي د کرزي لالا بېځایه او نمایشي چغي او د افغانستان پر اوبو باندي د ایراني ولسمشر غیري مسؤلانه څرګندوني او د تېرو ۳۶ کلونو د ناخوالو په وړاندي د کرزي چپه خوله او هیڅ غبرګون نه ښودنه واضح پر دې دلالت کوي، چي همدااوس هم تر افغانستان د ایران کټي ورته مهیمي دي، د راروانو کڅوړو ئې برخمن دی او د هیواد د بحران لپاره د ایران د پوره ملاتړ او تظمین ورسره دی.
خو په کندهار کي د حامد کرزي او د هغه د وروڼو لخوا د ډیزاین سوي پرونۍ غونډي په اړوند باید دومره ووایم، چي دا اوسنی غونډي صرف یو نمایشي بڼه لري او هیڅکله ددې توان نلري، چي د یو پنځو زور ډالرو په زور د کرایه سوو وکیلانو په مټ موجوده نظام وګواښي او یا هم سیاسي باج ګیري ترې وکړي. ځکه خو د نظام مدیران باید په شمال کي د فېسبوکي او په کندهار کي د نمایشي رسنیزو پایه کشی پروا ونلري او خپلو کارونو ته په ډآډه زړه دوام ورکړي.

سرچینه: شمشاد تلویزیون

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.8
MySQLi
5.7.19-log
زمان
07:20
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
342
نمایش تعداد مطالب
56896

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.