Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

دوشنبه, ۲۰ نوامبر ۲۰۱۷
دوشنبه, ۲۹ آبان ۱۳۹۶
دوشنبه, ۰۱ ربیع الاول ۱۴۳۹

Calendar جنتری

نوامبر 2017
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 76 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

جان مکین طرحه جوړه کړه؛ افغان حکومت بايد څه وکړي؟

جان مکین طرحه جوړه کړه؛ افغان حکومت بايد څه وکړي؟

Khushal Asifi 2017 200د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر مخکښ سناتور جان مکین یووار بیا د افغانستان د لانجې د حل لپاره پر پاکستان د فشار غوښتنه کړې. مکین، د امریکا سنا جرګې ته د یوې طرحې د وړاندې کولو په ترڅ کې ویلي «که پاکستان د افغانستان پر خلاف د سختدریځو او تروریستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي، باید په تدریجي ډول پر پاکستان دیپلوماتیک، پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شي.» بل لور ته متقاعد جنرال توماس مک اینرني هم ويلي چې پاکستان د افغانستان د ناامنۍ مسوول دی او ترڅو چې پر پاکستان فشار ډېر نه شي افغانستان ته د نورو ځواکونو په لېږلو هم د دغه هیواد ستونزه نه حل کېږي. نوموړي زياته كړه، د پاکستان د بلوچستان ایالت په نهو مهمو ښارونو کې د تروریستي ډلو مالي او پوځي ملاتړ کېږي او په ښکاره کسان ورته جلبېږي.

 دا لومړی ځل نه دی چې مخکښ امریکايې چارواکي او سياستمداران د پاکستان پر ضد څرګندونې کوي؛ بلکې له دې کابو مياشت وړاندې د امريکا د پوځ متقاعد جنرال لاورنس سلين ويلي و تر هغو چې پاکستان د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي، امريکا به د افغانستان په جګړه کې بريالۍ نه شي. نوموړي ویلي و، قومي بېلتونپالي د پاکستان د کمزورۍ لوی ټکی دی چې امريکا ترې ښه ګټه اخيستلی شي. لاورنس د ډيورنډ کرښې هاغاړې پښتنو ته په اشارې ويلي و له افغانستان سره د ټولو پښتنو يو ځای کول د جګړې په ختمولو کې ګټور دي.

د امريکايې سياستمدارانو تر څنګ پخپله ځينو پاکستاني چارواکو هم د افغانستان د مسلې د حل لپاره پر پاکستان د فشار غوښتنه کړې ده. کابو يوه مياشت وړاندې، د امریکا متحدو ایالتونو لپاره د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني ويلي و، که امریکا په افغانستان كې ثبات او بريا غواړي پر پاكستان دې فشار زيات كړي. نوموړي زياته کړې وه د طالبانو مشران اوس هم په پاکستان کې دي او له هغه ځایه د افغانستان پر خلاف عملیات رهبري کوي. حقاني ويلي و له پاکستان سره د امریکا تشویقي مرستو نتیجه نه ده ورکړې او اوس هغه وخت راغلی چې امریکا د افغانستان په اړه په خپلې نوې تګلاره کې پر پاکستان فشار وارد وکړي.

دغو څرګندونو ته ورته څرګندونې د افغان سياسيونو تر څنګ افغان حکومت هم له وړاندې په بار بار کړي دي خو په عمل کې تر ننه نه کوم بهرني لوري او نه افغان حکومت داسې اقدام کړی دی چې پاکستان په واقعي توګه تر فشار لاندې ونيول شي او اصلاح شي. دا سمه ده چې په افغانستان کې په هر بحث او غونډه  کې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کيږي، ولسمشر په نړيوالو سټيجونو کې د پاکستان مساله راپورته کړې ده خو په حقيقت کې تر اوسه د ولسمشر غني چيغو تر اوسه نړيوال او حتی خپل څو خواخوږې په دې نه دي قانع کړي چې پاکستان د افغانستان د ټولو بدبختيو لامل دی او بايد د دغې سرطاني دانې د لمنځه وړلو لپاره لاس په کار شي. دا چې په کور دننه حکومتي دستګاه ضعيفوالی يې لامل دی او که حکومت سالمه بهرنۍ تګلاره نه لري؛ په دې نه غږيږو. خو اصلي خبره دا ده چې اوس بايد څه وشي؟

هر افغان او د افغانستان هر بچي ته دا حقيقت په ډاګه شوی دی چې زمونږ د بدبختۍ، کمزورۍ، بربادۍ او ناکامۍ لامل يواځې او يواځې پاکستان دی، فرد فرد مو په دې پوهيږي چې په افغانستان کې د هرې ورانکارۍ، د هر بريد، د هرې غميزې او د هر درد تر شاه د پاکستان لاس دی. حتی اوس تر يوې کچې نړيوالو او آن په خپله پاکستانيانو دا حقيقت درک کړی دی چې پاکستان د افغانستان لپاره د دوست په جامه کې زهريله  دښمن دی. خو دا تشې چيغې او نارې وهل نور ګټه نه کوي او بايد د عمل په ډګر کې د پاکستان د اصلاح لپاره لاس په کار شو.

اوس مو له نيکه مرغه تر ډيره بهرني او نړيوال همفکره او همنظره پيدا کړي دي چې افغان حکومت يې د غږ په غبرګولو سره کولی شي د مسالې تر اصلي حل ځان ورسوي. اوس چې په امریکا کې د پاکستان پر ضد دريځونه ورځ تر بلې ډيريدونکي دي نو د افغان حکومت لپاره طلايې چانس دی څو د پاکستان پر ضد لابي ګيري وکړي. اوس د افغانستان د ټيکاو اړوند د جان مکين طرحه يوه زرينه نسخه ده چې بايد زمونږ حکومت ورته لابې ګيږي وکړي. افغان حکومت بايد په امریکا کې له افغان سفارته په استفادې په امریکا کې د پاکستان ضد دريځ پياوړی کړي. داسې چې هلته افغان سفارت دې له بيلابيلو امريکايې چارواکو، د سنا غړو او د امريکا په سياست کې له مخورو سره دې کينې او د جان مکين طرحې ته دې لابي ګيږي څو دغه طرحه له سنا پاس شي او په عمل کې پر پاکستان فشار راوړل شي.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.10
MySQLi
5.7.20-log
زمان
16:53
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
474
نمایش تعداد مطالب
102823

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.