Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

Calendar جنتری

سبتامبر 2017
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 63 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Foundation A 200

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

کاریزما او کاریزماتیک شخصیت

کاریزما او کاریزماتیک شخصیت

انجینر محمد داؤد اڅک ۵- ۸-۲۰۱۷ 

En. Mohammed Dawoud Achak 200کاریزما χάρισμα په اصل کي یوناني کلیمه ده چي په لغت کي د « ذاتي جذابیت » معنا ورکوي او فردي یا ځانګړي صفتونه بیانوي چي په ځینو ځایونو کي د استعداد ، نعمت ، روحاني جذبه او داسي نورو په مفهوم هم کارول کیږي . په اصطلاح کي د یوه رهبر هغه نبوغ او جذابیت دی چي پخپلو پلویانو کي د محبوبیت ، تآثیر ښندني او اعتماد سبب کیږي .  په بل عبارت د ښې او فوق العاده رهبرۍ قدرت ته کاریزما ویل سویده .
کاریزما د ماکس وبر نه مخکي ډیره مروجه اصطلاح نه وه او یوازی په مسحیت پوري تړلې وه چي د خدایي تحفې یا اسماني ډالۍ په معنا کاریدل خو کله چي الماني ماکس وبر د نهه لسمي پیړۍ په اخر کي د ( کاریزماتیک حاکمیت ) اصطلاح راپورته کړل نوموړي اصطلاح پراختیا وموندل او د شلمي پیړۍ په نیمایي کی په علومو په تیره بیا په سیاست ګډه سول .

  د کاریزما په هکله هم اندونه بیل دي ځني د نظر خاوندان وایي چي کاریزما خدایي تحفه ده چي ځینو یا خاصو شخصیتو ته ورکول کیږي خو ځیني بیا باور لری چي کاریزما ټولنیزه پدیده ده او کسبیږي . ځني فیلسوفان ټولنیز او تاریخي شرایط د کاریزما ځالګۍ بولي خو ماکس وبر بیا پدې اند دی چي کاریزماتیکه رهبري پخپله په شخص او دده په شرایطو پوري تړلې ده .

فرانسوۍ میرمن اولیوافاکس پخپل کتاب The Charisma Myth کی ټینګار کوي چي کاریزما هم ذاتي برخه لري او هم په محیط کي زده کیږي چي زه هم په همدغه اند یم .

ځکه نو کاریزما هم د نورو مفاهیمو په څیر بیل بیل تعریف سویده ، د بیلګي په ډول ماکس وبر وایي چي :

« کاریزما د یوه فرد شخصي ځانګړتیاوی دي » . 

په امریکایي هرتیج قاموس American Heritage Dictionary کي کاریزما داسي تعریف سوېده :

« په رهبرانو کي هغه شخصي او نایابه ځانګړتیاوي دي چي په خپلو مخاطبو کي وفاداري او د خوښۍ خالیص او عمیق اشتیاق را زیږوي » . 

امریکایي مورتین سن پخپل کتاب THE LAWS OF CHARISMA کي پر کاریزما باندي هر اړخیزه بانډار کړیدی او پدې هکله وايي چي :

 کاریزما یوازي جذابیت ، وفاداري ، ګرانښت او هیجان نه دی بلکه د اعتماد هغه حس دی چي د مخاطب د ارامي او راحت سبب کیږي چي په عین حال کي باور او اعتبار را منځته کوي ، بلاخره کاریزما داسي تعریفوي :

« کاریزما هغه توانمندي ده چي په اساني سره ارتباط ټینګوي ، پر نورو خپل فکري اثر ښندي او خپلو پلویانو ته د کامیابۍ او وفاداره ملګرو د پیداکولو لپاره الهام وربخښې » .

 فرهنګ فارسی ( لغات نامه معین ) کاریزما داسي تعریف کړیده :

« د یوه فرد جذابیت او شخصیت دی چي کولای سي په خلګو کی نفوذ وکړي او هغوی و شور او قربانۍ ته حاضر کړي » .

زه کاریزما داسي در پیژنم :

کاریزما د یوه شخصیت یا رهبر هغه ځانګړې ذهني توانمندي او خلاقیت دی چي د هغه پواسطه د خلګو پر اذهانو اثر ښندي او په زړونو کي ئې ځای نیسي .

کاریزماتیک شخصیت

شخصیت Personality  د فکر ، احساس او سلوک ټولګه ده چي د محیط د تعامل سره د یو فرد شخصي سبک جوړوي ، یعني شخصیت د ځانګړو افکارو ، سلوکو او احساساتو ټولګه ده په یو شخص کي .

امریکایي روانپوه ګوردن شخصیت داسي تعریفوي :

« شخصیت په یو فرد کي دننه د رواني او فیزیکي متحرکو نظامونو غنچه بندي ده چي د هغه فرد سلوک او تفکر ټاکي » .

سیاسي ټولنپوهنه د شحصیت په هکله وایي :

هر هغه څوک چي د ټولني د عطف نقطې ته حرکت ورکړی شخصیت دی .

زه شخصیت داسي تعریفوم :

شخصیت هغه مهربانه اخلاقي کرکټر دی چي د هر ډول امتیازاتو یا مجازاتو په مقابل کي خپلو اهدافو او اصولو ته وفادار پاته سي .

په ټوله کي د شخصیت یوه غښتلې ځانګړتیا داده چي جوړه نلري یعني یو شخصیت په دوو خلګو کی نه را ښکاره کیږي .  

خو کاریزماتیک شخصیت لږ بیل بحث دی چي فریدریش نیچه الماني شاعر او فیلسوف په الماني ژبه کي ابرمرد Übermensch یا کامل انسان ورته ویلي دي چي د هر ډول خوف او خرافه څخه ازاد وي ، جهان ئې داسي قبول کړی وي څنګه چي وجود لري .

مورتین سن په خپل کتاب کي د کاریزماتیک شخصیت په هکله داسي لیکي :

« کله چي د کاریزماتیک شخصیت سره مخامخ سۍ په اساني سره تشخیص کولای سۍ چي هغه په خلګو کي ځلیږي او خلګ د کاریزماتیک شخصیت په څنګ کي د افتخار او ښوالي احساس کوي » .

زه هم د کاریزما او شخصیت په یو ځای کیدو سره کاریزماتیک شخصیت داسي در معرفي کوم :

کاریزماتیک هغه جذابه اخلاقي شخصیت دی چي د بلاغت په علم پوه ، انتقاد منونکی ، د خاص استعداد او ثبات خاوند وي .

 کاریزماتیک شخصیت باید د محتاطانه او هدفمند حرکت ، منظمي او با ارتباطه خبري ، په صحبت کی محبت او مسکا ، د موضوع ښه افاده کول په حرکاتو، د بې وخته او بې ځایه خبرو څخه پرهیز ، مثبت فکر کول او د منفي مفاهیمو څخه د ډډه کولو سره سره ډیر مهارتونه ولري ، خو فلسفې په عام ډول د کاریزماتیک رهبریت څو ځانګړتیاوي په لاندي ډول په نښه کړیدي :

- د کاریزماتیک رهبر لومړۍ ځانګړتیا په صادقانه ډول د خپلو ځانګړو اهدافو روښانه کول دي و خپلو پلویانو ته  .

-  کاریزماتیک رهبر یا شخصیت په خپلو کړونو او باورونو کي ثابت قدم او پر ځان مطمئن وي .

-  کاریزماتیک رهبر باید خپلو پلویانو ته دا ازادي ورکړي چي هغوی دی د رهبر په حیث قبلوي او که نه .

- کاریزماتیکه رهبري د ځان لپاره نه بلکه د خپل سیاسي او ملي اهدافو لپاره مبارزه کوي او اهدافو ته د رسیدلو لپاره هر ډول ریسک ( توکل ) قبلوي او د پوره زغم خاوند وي .

- کاریزماتیک رهبران د خپل نفوذ او پر مختګ لپاره نوي سلوک ، کړنلاري او رویشونه لټوي څو ګټه ځني واخلي .

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.8
MySQLi
5.7.19-log
زمان
16:58
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
346
نمایش تعداد مطالب
58101

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.