Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

Calendar جنتری

سبتامبر 2017
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 92 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Foundation A 200

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

د ګنـدمـک تـړوڼ

د ګنـدمـک تـړوڼ

Mahedai Gandomak 400د ګنـدمـک تـړوڼد ګنـدمـک تـړوڼپه ۲۲ جولاۍ ۱۸۷۸ م کې د روسانو يوه استاځې ډله، بې بلنې کابل کې د اميرشيرعلي خان دربارته ورسېده. په کلکتې کې انګريزان چې خبر شول نو دوه اونۍ وروستو د دوی يو ليک اميرته ورسېدو چې د برطانيه د استاځو يوه ډله هم کابل ته درځي. تصادف داسې و چې د امير شيرعلي خان زوی او د ده له خوا نومول شوی ځای ناستی، عبد الله جان په ۱۷ اګست مړ شو. خو امير شيرعلي خان د روسي استاځو په مشوره انګرېزانو ته هيڅ ځواب ورنکړو.د ستمبرپه ۲۱ نيټه د پيرنګيانو استاځي د جنرال چيمبرلين په مشرۍ، علي مسجد ته ورسېدل. هغلته د افغان پوځ مشر ورته د وړاندې تلو اجازه ورنکړه.

د برطانيه حکومت دا خپل سپکاوی وګڼلو او په بل ليک کې يې د اميرنه غوښتنه وکړه چې ترنومبر د دوی نه بخښنه وغواړي او د دې پېښې قناعت بخښونکې وضاحت وکړي.امير په ۱۹ نومبر د هند وايسرای ته يو ليک ورواستاو چې په ۳۰ نومبر کلکتې ته ورسېدو او په دې کې بخښنه نه وه غوښتل شوې. د دې نه وړاندې په ۲۱ نومبر انګرېزانو د افغانستان سره د جنګ اعلان کړی و. د دوی۲۰ زرو نه زيات پوځ د خيبر، کرمې او کوټې د لارې د افغانستان خاورې ته وردننه شو. امير شيرعلي خان دومره پوځي توان نه لرلو چې مقابله يې کړې وی. ده په ۲۳ دسمبر ترکستان ته پښې سپکې کړې چې د روسانو نه مرسته واخلي. خو په ۲۱ فبرورۍ ۱۸۷۹ م کې د بلخ سره نږدې مړشو.د افغانستان نوی امير محمد يعقوب خان مجبور و چې د انګريزانو سره روغه وکړي. د ده او د برطانيه د حکومت ترمنځ د لومړيو ليکونو نه وروستو، د استاځو يوه ډله د جلال اباد نه ګندمک ته ورسېده او هلته يې خپل کمپ ولګوو. د دوی مشر کاويناري نومېدو او امير يعقوب ورته پيغام ورواستاو چې هغه به پخپله د دوی په کمپ کې ورسره وويني. په ۲۶ مۍ ۱۸۷۹ م کې امير ګندمک ته ورغلو چې د صلح تړون لاس ليک کړي. په دې تړون کې لس مادې وې. په متن کې محمد يعقوب ته هر ځای، اعلا حضرت، د افغانستان او د ده د واک نورو سيمو امير خطاب شوی دی. مونږ يې په لنډو يوازې د افغانستان امير ليکو.د تړون متند برطانیي د حکومت او د افغانستان امير، ترمنځ دا لوظنامه په ګندمک کې په ۲۶ مې ۱۸۷۹ م کې وشوه چې اميرمحمد يعقوب خان له خپله اړخه او ميجر پي- ايل – اين کاويناري د برطانيه د حکومت استاځي وو.۱. هغې ورځې نه چې دا تړون تصويب او پلي کېږي، له يوې خوا د برطانیه د حکومت او بلې خوا د افغانستان اميرمحمد يعقوب خان او د ده د ځای ناستو ترمنځ دوامداره سوله او ملګرتيا جوړوي.۲.د دې تړون د تصويب او د پلي کېدو سره به د افغانستان امير د مکمل او پوره بخښنې اعلان کوي او خپل ولس به په دې نه ملامتوي چې د جنګ پر وخت يې د برطانیه د ځواکونو سره اړيکې ساتلې وې. په دې لړکې به ضمانت ورکوي چې داسې ټول کسان به، که د هرې يوې طبقې وي، د سزا يا شکنجې نه خوندي وي.۳. د افغانستان امير دا مني چې د نورو هېوادونو سره خپلې اړيکې به د برطانيه د حکومت په مشوره او خوښه ساتي. امير به د برطانيه د حکومت له رضا پرته، نه د بهرنيو ملکونو سره خبرې اترې کوي او نه د بهرنيو ملکونو پر ضد جنګ کوي. د دې شرايطو په بدل کې د برطانيه حکومت د امیرملاتړ، او د خارجي حملې پر وخت، هرڅومره او هرځای چې مناسب وګڼي، ورسره د پېسو، وسلو او د پوځ مرسته کوي. که د يو بهرني يرغل د مقابلې لپاره برطانوي پوځیان افغانستان ته ورننوتل نو د خپل هدف د ترلاسه کولو نه وروسته، سمدلاسه به بېرته برطانوي سيمو ته ورستنېږي.۴. اوس چې د برطانیه حکومت او د افغانستان امير ترمنځ مخامخ او صميمي تعلقات جوړشوي دي، د دې لپاره چې دا لا پياوړي او دعاليجاه د سلطنت سرحدونه ژغورل شوی وي، په دې راضي يو، چې د برطانیه يو استاځی به په کابل کې د مناسبې بدرګې او د ده د لوړې رتبې سره سم يو استوګنځای کې مېشت وي. په دې خبره هم راضي شوي يو چې که هر وختې د بهرنه څه پېښه وشوه او د برطانيه حکومت د دواړو ملکونو د ګټو لپاره دا ضروري وګڼله، نو خپل استاځي به د مناسبې بدرګې سره افغان سرحدونو ته ورواستوي. د افغانستان امیر پخپل وار دا حق لري چې د دواړو غاړو په رضا، یو استاځی د هند ګورنر جنرال او وایسرای دربار او یا برطانوي هند نورو سيمو ته ورواستوي.۵. د افغانستان امیر، پخپلې قانوني خاورې د انګریزانو د استاځو خونديتوب او دوی سره د شريفانه چلند پړه پرغاړه لري. په بدل کې د برطانیه حکومت ژمن دی چې د ده استاځي به هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس نه وهي.۶. د افغانستان امیر پخپله او د خپلوځای ناستو له خوا ژمن دی چې د برطانیه هغه وګړي چې د افغانستان په سيمو کې تجارت کوي، ورته خنډونه نه جوړوي. دوی به د برطانوي حکومت له خوا د سوداګرۍ اجازه لري او يا کله نا کله به د دواړو حکومتونو په رضا او د دوی ترمنځ شوي تړون له مخې تجارتي معاملې کوي.۷. د دې لپاره چې د برطانوي حکومت او د افغانستان تر منځ د تجارت لاره پرانستې او څه خنډ پکې نه وي، امير په دې راضي دی چې تر خپله وسه، د افغانستان په معلومو سړکونو د تجارتي مال او د سوداګرو د خوندي تيرېدو ضمانت ورکوي. د دواړو حکومتونو په خوښه به دا سړکونه سم ساتل کېږي چې د عمومي ترافیک لپاره خلاص وي. او د لګښت لپاره به د دواړو خواو په خوښه په دې لاره تېرېدونکو د تجارت په مال ضروري ټکسونه او ګمرک اخيستل کېږي. او د دې لپاره چې د امير په خاوره عمومي تجارت خوندي او پرمختګ وکړي، د دې ملک د حالت په نظر کې نيولو سره، په کال کې دننه به يو بيل تجارتي لوظنامه وشي چې په هغې کې به بيل شرايط ليکلي وي.۸. د دواړو ملګرو حکومتونو ترمنځ د رابطې د اسانتيا او د تجارتي اړيکو د روان ساتلو لپاره د کُرمې نه ترکابل پورې د ټيليګراف مزي وغځول شي. د دې د جوړولو لګښت به د برطانيه د حکومت پرغاړه او د ټيليګراف د مزو د خوندي توب پړه به د امیر په غاړه وي.۹. د دواړو ملکونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د بيا راتازه کولو لپاره، لیکل شوي مادې تصويب شوي دي، د برطانيه حکومت، د کندهار او د جلال اباد ښارونه او د کورمې، پشين او سيوۍ نه پرته هغه ټولې سيمې چې اوس د برطانيه پوځ په لاس کې دي، د افغانستان امير ته بېرته ورکوي. اميرافغانستان پخپل وار راضي دی، چې د کورمې، پشين او د سيوۍ ضلعې، هغسې چې په مهالوېش کې يې حدونه په نښه شوي دي، د برطانوي حکومت ترادارې او کنټرول لاندې پاتې شي. د دي مانا ده چې يادې شوې ضلعې به امانت سپارل شوي ګڼل کېږي، او د افغانستان له سلطنت به په مستقله توګه پرېکړې نه وي. او د یادوضلعو مالیه به د انتظامي لګښتونو له پرېکولو وروسته بقايا به عاليجاه اميرته ورکړې کېږي. د برطانيه حکومت به د خیبر او د مېچني د درو کنټرول پخپل لاس کې لري چې د جلال اباد او پېښور ترمنځ دي او په دغو درو کې ميشتو ازادو قبايلو سره نيغ په نيغه خپلې اړيکې وساتي.۱۰. د دې لپاره چې د افغانستان امیر خپل قانوني واک وساتي او هم پورته ليکل شوي شرایط په صادقانه ډول ترسره کړي، د برطانيه حکومت ورسره ژمنه کوي چې امير او د هغه ځای ناستو ته د کال (۶۰) شپيته زره پونډه د امتياز په توګه ورکړي.دا تړون په ګندمک کې په ۲۶ مې، ۱۸۷۹ م چې د جمادي الثاني ۴ نيټه د ۱۲۹۶ هجري، لاسلیک شو.امیر محمد یعقوب خاناين- کاويناري (ميجر)د ګندمک تړون د هند د وايسراې لارډ ايډورډ رابرټ بلوار ليټن له خوا په ۳۰ مۍ ۱۸۷۹ م کې تصويب شو. د دویم افغان جنګ لومړی پړاو د ګندمک د تړون سره پای ته ورسېدو. خو له دې وروستو د دويم افغان جنګ دویم پړاو پېل شو چې د ۱۸۷۹ م نه تر ۱۸۸۰ م جاري و.د سپتمبر په ۳ نيټه ۱۸۷۹ م په هرات کې د امير يعقوب خان د پوځ درې ډلګۍ چې د څو مياشتو معاش ورته نه و، ورکړل شوی، کابل ته راورسېده. دلته د امير د کابليۍ ډلګيو سره په شخړه شول او ناڅاپه د کابل خلک هم ورسره مله شول، د برطانيې په سفارت يې يرغل وکړو او هلته ميشت ټول کسان يې ووژل چې ميجر کاوېناري هم پکې و.د اکتوبر په مياشت کې د انګرېزانو پوځ د جنرال فريډريک رابرټس په مشرۍ کابل ته وردننه شو. د کابل لرغونې سرپوښ بازار وسوځول شو او بالاحصارځينې ودانۍ يې په توپو والوزولې. هغه کسان چې په دې پاڅون کې د لاس لرلو شک پرې کېدو، غرغره شول. په ۱۳ اکتوبر، انګريز پوځ د کابل په لارو کې د برياوو مارچ وکړو او داسې يې وښودله چې دوی افغانستان د تل لپاره ونيولو. برطانيه نه غوښتل چې د کابل بيا داسې چا ته وسپاري چې هغه د انګريزانو ته سرخوږی جوړ کړي. دوی يعقوب خان د تخت نه لېرې کړو او هند ته يې ورواستوو. عبد الرحمان امير و ټاکل شو چې په ۲۲ جولاۍ ۱۸۸۸ م کې يې واک تر لاسه کړو. له دې وروستو انګريزانو د افغانستان له خاورې خپل پوځ وويستلو.سرچينې۱. افغانستان او سرحد، يوه تاريخي جائزه- پروفيسر عبد الحئ، حاجي فقير محمد اينډ سنز، يونيورسټي ټاون پيښور- ۱۹۸۸ م ۲۰۸ مخ۲. وحشي پوله- د شمال لوېديځ سرحد د صوبې حال. جولز سټوارټ. سټن خپرندوی، ۲۰۰۷ م- ۷۸ مخ.دخپريدو نيټه

سايټ: صفيه حليم

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.8
MySQLi
5.7.19-log
زمان
17:13
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
346
نمایش تعداد مطالب
58159

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.