Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

Calendar جنتری

سبتامبر 2017
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 64 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Foundation A 200

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

ډالري ملا صبور؛ بیا مست شوی

ډالري ملا صبور؛ بیا مست شوی

Khushal Asifi 44 200وروسته له هغې چې افراطي ملا او د جمعيت اصلاح سياسي جريان مشر ملا صبور تير کال د افغانستان د خپلواکۍ اتل ستر غازي امان الله خان باندې د کفر فتوا ورکړه او نوموړی يې بې دينه ياد کړ؛ اوس يې يو ځل بيا ستر غازي پسې؛بد رد ويلي دي. په ټولنيزو رسنيو کې د ملاصبور بيلابېلې څرګندونې رااخيستل شوي چې له پراخو غبرګونو سره مخ شوې. ملا صبور ويلي چې د انګريزانو په مقابل کې د امان الله خان جنګ غزا، نه بلکې بغاوت و. همدارنګه صبور زياتوي؛ د امان الله خان کافر محبوبیت ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی او خلک یې خپل ملي اتل او غازي بولي، په مونږ ټولو فرض ده چې مخه یې ونیسو. د ټولنيزې ميډيا ځينې کارونکي بيا د ملا صبور له خولې وايې چې ويلي يې دي څوک چی د خپلواکۍ جشن لمانځي مرګ يې روا ده ځکه چی امان الله خان کافر وو.

 له نېکه مرغه تيره ورځ په ارګ کې افغان ولسمشر غني يو ځل بيا د افراطي ملا صبور په خولې د افغانیت کلک ګوزار ورکړ او د ځوانانو د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې غازي امان الله خان د ټول ولس قهرمان او د تاريخ اتل ياد کړ. دا د جمعيت اصلاح سياسي جريان د مشر ملا صبور په خولې کلک ګوزار و چې غني ورکړ او ثابته يې کړه چې غازي امان الله خان تر هغې ډير لوړ دی کوم چې ملا صبور او يا د هغې همنظره يې فکر کوي.

د ستر غازي او د افغانستان د خپلواکۍ د اتل امان الله خان شخصيت، علميت او همت خو د افغانستان په ګډون ټولې نړۍ ته ښکاره دی او کال په کال د زمري ۲۸ نېټه په افغانستان کې د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځل کيږي چې د نور مجاهد ولس په مرسته غازي امان الله خان د وخت له ستر ځواک انګريز څخه ترلاسه کړې. د ستر غازي مېړانه زمونږ د ولس د فرد فرد په ذهن کې شته او د تاريخ په زرينو کرښو ليکل شوې ده. د سپې په خوله سيند نه مرداريږي، دلته که د آی ايس آی په پيسو چليدونکی افراطي ملا صبور د ستر غازي پسې هر څه وايې؛ د خلکو په زړونو کې د غازي محبوبيت لا زياتيږي او ورځ تر بلې د ملا صبور اصلي څېره خلکو ته معلوميږي.

وایی چی یوه ملا د سهار لمونځ جماعت ورکاوه نو د اول رکعت په سجده کې ترې باد ولاړل او نری اواز یې وکړ. په لومړي صف کې ولاړو مقتديانو يې اواز واوريد خو ملا فکر وکړ چې چا به اوریدلی نه وي. په ډاډه زړه يې جماعت ته دوام ورکړ او ښه اوږده سورتونه یې په کې وویل. کله چې جماعت خلاص شو نو یو سړي ملا ته وویل چې واه ملا صیب واه ، څه کمال دې وکړ. په پنچر ټاير دې د کلي ټول خلک راورسول. نو اوس افراطي ملا صبور هم په دغه ډول کرغېړنو څرګندنو غواړي په پنچرو ټايرونو ستر غازي امان الله خان ته ځان ورسوي او هماغه ډول په خلکو کې شهرت پيدا کړي. چې اصلاً دا خوب و خيال دی چې د ملا صبور په شان پردي جاسوسان دې ګويا حتی په خوب کې هم د ستر غازي امان الله خان په شان د نوم او منزلت خاوندان شي.

که څه هم د ملا صبور ايمان له وړاندې خلکو ته معلوم و خو دا چې په وروستيو کې يې د انګريزانو په خلاف د ستر غازي امان الله خان مبارزه او جنګ بغاوت ياد کړ نو پر ځان يې پښه ټاپه ووهله چې دی (ملا صبور) اصلاً د انګليس جاسوس دی او د انګريزانو په غوښته د ډالرو په مرسته د افغانستان د ستر ملي شخصيت سپکاوی کوي. دا ځکه چې امان الله خان د مجاهد او غيور ولس په مرسته د وخت زبر ځواک انګليس پسې راواخيستله او ورته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او افغانستان ته يې د خپلواکۍ وياړ ورپه برخه کړ. اوس چې ملا صبور دانګريز په مقابل کې د امان الله خان جګړې او مبارزې ته بغاوت وايې؛ معنا يې همدا شوه چې ملا صبور د انګليس جاسوس او لاسپوڅي دی او څه چې ورته انګريز امر کوي هماغه ترسره کوي.

خو اصلي خبره دا ده چې ملا صبور ولې دومره زړور شو چې يو ځل بيا د افغانستان د خپلواکۍ ستر اتل غازي امان الله خان پسې خپله بوينه خوله راخلاصه کړي او پسې بد رد ووايې؟

تير کال هم ملا صبور ورته څرګندونې کړې وې او امان الله خان يې کافر بللی و، خو له بده مرغه چې هاغه مهال د ملا خبرې يواځې د ولس تر کچې وغندل شوې خو حکومت په کې خپل رول ادا نه کړ. حکومت بايد تير کال ملا صبور د افغانستان ملي نواميسو او تاريخي شخصيتونو ته د سپکاوي په تور د زندان تورو تمبو شا ته غورځولی وای خو له بده مرغه چې ولس قضايې او اداري ارګانونو او دا ارګانونو حکومت ته په تمه و، خو حکومت بېچاره خولو ته غټ سنګين قفلونه اچولي و او په غوږونو يې پردې ښکته کړې وې. نه يې ملا صبور ته څه وويل او نه يې د نوموړي سياسي جريان ته څه وويل. هماغه و چې ملا صبور زړور شو او يو ځل بيا يې د خپلواکۍ د ستر اتل په مقابل کې خپله بوينه خوله راخلاصه کړه. دا ځل باید حکومت د ملا صبور خبرې بابيزه ونه بولي ګنې خدای مه کړه سبا ته به يو ملا صبور په لسګونو ملا صبوران شي او بيا به مو د تاریخ هر ستر شخصيت د دغو وايروسونو له ضرره په امان نه وي پاتې.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.8
MySQLi
5.7.19-log
زمان
16:58
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
346
نمایش تعداد مطالب
58101

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.