Home خانه

د جمهور رئیس ښاغلۍ حامد كرزی ژوند لیک

د جمهور رئیس ښاغلۍ حامد كرزی ژوند لیک

hamed karzai aa 200حامد كرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى د۱۳۳۶هجري لمريز كال د جدي په۳نېټه چې د۱۹۵۷ميلادي كال د ډسمبر د ۲۴مې سره برابره ده د كندهار ښار ته نږدې د كرز په كلي كې زيږيدلى دى. دحامد كرزي محترم نيكه د افغانستان د استقلال په جګړه اوله هغه وروسته هڅو اومبارزو كې لويه ونډه لرلې او د څه وخت لپاره يې د افغانستان دمشرانو( اعيانو ) د مجلس د مرستيال په توګه هم دنده ترسره كړېده. عبدالاحد كرزی د حامد كرزي پلار د پوپل زايي قوم او د هيواد د سياسي مشرانو له ډلې څخه شميرل كيږي چې د ميلادي سنې په شپيتمه لسيزه كې د افغانستان په شورا كې د مرستيال په توګه په دنده بوخت ؤ.

 كله چې عبدالاحد كرزي د پارلمان غړيتوب ترلاسه كړ د خپلې كورنۍ سره كابل ته لاړ هغه وخت حامد كرزی د محمود هوتكي لومړني ښوونځي ، سيد جمال الدين افغاني او وروسته بيا د حبیبیې عالي ليسې ته شامل شو .

هغه دحبيبیې د ليسې څخه د فارغيدو وروسته په ۱۳۵۵لمریز كال كې د نورو زده كړو لپاره هندوستان ته لاړ او د هغه هيواد د سملې په پوهنتون كې يې د نړيوالو اړيكو او سياسي علومو په څانګه كې خپلې زده كړې پيل كړې.

حامد كرزي په دغه څانګه كې د ماسترۍ درجه ترلاسه كړه او په ۱۳۶۲هجري لمريز كال كې چې د ۱۹۸۳ميلادي كال سره سمون خوري له هند نه پاكستان ته ستون شو او د شوروي له يرغل نه د هيواد د ژغورنې په خاطر د مجاهدينو له ليكو سره يو ځای شو او په جهاد او په مبارزه يې پيل وكړ.

حامد كرزي په ۱۳۶۴هجري لمريز كال چې د۱۹۸۵ميلادي كال سره برابر دی د ژورناليزم په څانګه كې د يوې اموزشي دورې لپاره فرانسې ته لاړ. د فرانسې د ( ليل ) په ښار كې د دغه درۍ مياشتني كورس په بشپړيدو سره پيښور ته ستون شو او د پروفيسور صبعت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات د جبهې د تنظيم د اطلاعاتو د ادارې د امر او بيا وروسته د دغه تنظيم د سياسي دفتر د مرستیال په توګه په دنده بوخت شو.

حامد كرزي د مجاهدينو د لنډ مهالي حكومت په رامنځته كيدوسره په ۱۳۶۸كال كې د دغه لنډ مهالي حكومت د رئيس د بهرنيو اړيكو د دفتر د رياست دنده پرغاړه واخيسته.

حامد كرزی په افغانستان كې د مجاهدينو د حكومت د تاسيس نه وروسته په ۱۳۷۱هجري لمريز كال كې چې د۱۹۹۲ميلادي كال سره سمون خوري د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د سياسي معين په توګه په دنده وګومارل شو.

دوه كاله وروسته هغه مهال چې د جهادي ډلو ترمنځ د واك د ترلاسه كولو په خاطر خپلمنځي جګړې په كابل كې توندې شوې، حامد كرزي دولتي څوكۍ پريښوده او د لويې جرګې د جوړېدو لپاره يې خپلې هڅې پيل كړې.

د يادولو وړ ده كله چې په افغانستان كې د شخړو حل په ټپه درېده حامد كرزي به د شخړو د حل يوازینۍ لار د لويې جرګې جوړيدل ګڼل له همدې امله هغه د ۱۹۶۵ميلادي كال څخه د لنډمهالې ادارې تر راتګ پورې د افغانستان دعنعنوي لويو جرګو پر جوړېدو باندې ټينګار كاوه اوهغه يې د افغانستا ن د ژغورنې لپاره يو حياتي اصل ګاڼه.

په ۱۳۷۹هجري لمريز كال كې چې د۲۰۰۰ميلادي كال سره سمون خوري د حامد كرزي پلار چې د پاكستان د كويټې په ښار كې يي استوګنه درلوده د طالبانو د ترهګرې ډلې او د هغوی د بهرنيو ملاتړو په وسيله ترور شو.

ښاغلي حامد كرزي د خپلو مبارزو په دوام د۲۰۰۱ميلادي كال د اكتوبر په لومړيو كې چې د ۱۳۸۰کال د تلې د لومړیو سره برابرې وه د خپلو درېيو تنو همفكرو ملګرو سره د ارزګان ولايت ته د خلكو د پاڅولو او يووالي لپاره لاړ او د طالبانو د رژيم ترنسكوريدو پورې يې د افغانستان په مركزي ولاياتو كې خپلو مبارزو ته دوام وركړ.

حامد كرزي د ۱۳۸۰کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۴مه نېټه چې د۲۰۰۱ميلادي كال د دسامبر له ۵مې سره برابره ده د المان د بن د غونډې د ګډون كوونكو له لوري د لنډمهالې ادارې د رئيس په توګه وټاكل شو او د هماغه كال د دسامبر په ۲۲نيټه يې د كابينې له غړو سره يو ځای د وفادارۍ لوړه ترسره كړه .

ښاغلی حامد كرزی د ۱۳۸۱کال د غبرګولي په ۲۳مه چې د   د۲۰۰۲ميلادي كال د جون له ۱۳مې سره برابره ده، د بيړنۍ لويې جرګې د غړو له خوا د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د رئيس په توګه وټاكل شو.

حامد کرزی د ۱۳۸۳کال د جمهوري ریاست په لومړیو انتخاباتو کې د هېواد د خلکو له خوا د رایو په اکثریت د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو. او د هماغه کال د قوس په ۱۷مه چې د ۲۰۰۴کال د ډسمبر له ۷مې سره سمون خوري، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.

حامد کرزي د دوهم ځل لپاره د ۱۳۸۸کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځان کاندید کړ او د دوهم ځل لپاره د افغانستان د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو او د هماغه کال د عقرب په ۱۹مه د بهرنیو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.

له هغه وروسته چې حامد کرزی د موقتې ادارې د رئیس په توګه وټاکل شو د بین المللي معتبرو نهادونو له خوا یې څوشمېر جایزې په لاس راوړي دي.

ښاغلي كرزي په ۲۰۰۲ميلادي كال د سملې له پوهنتون څخه افتخاري دوكتورا ترلاسه او په ۲۰۰۳كال كې يې دازادۍ جايزه د۲۰۰۴كال په اپريل كې يې د نړۍ د برياليو ولسمشرانو جايزه د ۲۰۰۴كال په جولای كې دفلادلفيا دازادۍ جايزه او د ۲۰۰۶كال په نوامبر كې چې د۱۳۸۵هجري لمريز كال دعقرب د مياشتي سره سمون خوري د اندرا ګاندي د سولې، پرمختيا او بې وسلې كولو جايزه ترلاسه كړې ده .

ښاغلی كرزی شپږ وروڼه اويوه خور لري .

ښاغلی كرزی په ۱۳۷۸هجري لمريز كال د د لوې په مياشت كې له آغلې دوكتور زينت قريشي سره واده كړی دی.

ښاغلی كرزی د آس د سپرلۍ له ورزش او پلي ګرزيدو سره زياته علاقه لري ، هغه يو خدای پرست اومتدين شخص دى.

ښاغلی كرزی په پښتو ،دری ،انګليسی او اردو ژبو ډير ښه ږغيږي ، د كتاب د مطالعې او د تلويزيون د خبري او علمي پروګرامونو سره مينه لري.