Home خانه

احسان الله بیات څوک وه ؟

احسان الله بیات څوک وه ؟

Ehsanullah Bayat 200منتظر افشاگری های بعدی باشید راځی چی له یو مهم راز څخه خبرشو.... احسان الله بیات څوک وه ؟ بیات یو وړوکی قوم دی چی ډیر یی دافغانستان په غزنی ولایت کی اوسیږی داقوم ډیر لوی نه دی او نه ډیر سرمایه داران لری مګر په یو ناڅاپه توګه وروسته له ۱۹۹۶ څخه دبیات نوم او سرمایه را څرګندیږی او دشهرت اوج ته رسیږی ښاغلی احسان الله ...بیات چی همدا اوس دیونیم ملیارد ډالرو څښتن دی او یواز په افغانستان کی دو دریو لویو کمپنیو لکه افغان بیسیم مخابراتی شبکه ، اریاناتلویزیون او په همدی توګه په اروپا او امریکا کی ډیری پانګونه لری نو له هغه واړه قوم سره او دنوموړی له ضرفیت سره هیڅ همغږی نه شی پیداکولای.
دایو داسی پدیده ده چی په غیر طبعی توګه دفعه تآ یی عجیب پرمختګ وکړل چی داپرمختګ دټولو افغانانو لپاره دسوال وړدی علت ددی سوال دادی چی ایا داهماغه احسان الله بیات دی چی یو وخت یی دسرکونو په سر چرګان خرڅول او اوس دیو نیم میلیارډ ډالرو څښتن دی دا پیسی او دارای له کومه شوه ؟

که یوی موضوع ته په غور ځیر شو نو له ورایه ښکاری چی دا پیسی دومره په اسانی له کومه راغلی کله چی طالبان په واکمنی کی ول یو ناڅاپه دیو مخابراتی شبکی دپرانیستو خبری شروع شوی په داسی حال کی چی عادی افغانان هم په تیښته کی ول څنګه یو پانګه وال راځی او په یوداسی فضا کی سرمایه ګذاری کوی چی عادی وګړی حلته دژوند کولولپاره زړه نه ښه کوی اوله نموړی پرته هیڅوک یا هیڅ پانګه وال دی کارته نه و رازی چی خپلی پیسی په داسی یو هیواد کی بندی کړی چی عملآ یوه خطرناکه جګړه په کی روانه وه اونړیوالی ټولنی دتروریزم دمرکز په نامه یی پیژندله نو معلومداره چی ترکاسی لاندی نیم کاسه موجوده وه.

وروسته له دی څخه چی احسان الله بیات له هلمند څخه تر شمالی ولایتونو پوری دافغان بیسیم پایی دروی اوهغه په کار پیل کوی یو ناڅاپه له بهر عرب څخه دکروز په نامه توغندی را فیرکیږی او ډیر ی ځایو نه په نښه کوی له هغه وروسته دامریکا بی پلوټه طیاری راځی او په ټولو هغو ځایونو حملی کوی چی طالبان په کی میشت ول او د بیشماره طالبانو دوژلو سبب ګر ځی له همدی ځای دطالبانو زوال پیل کیږی او طالبان له ماتی سره مخامخ کیږی.

طالبان ډیر ساده خلک ول په دی نه پوهیدل چی ولی ښاغلی احسان الله بیات دوی ته یوه یوه پایه ګرځنډه تلفون دتحفه په توګه ورکوی هغو په ډیره خوشحالی داتحفه قبوله ولی خو وروسته له دی چی امریکا په افغانستان حمله وکړه اوټول افغانستان ونیول یو یو هغه طالبان چی ښاغلی احسان الله بیات ورته تحفه یی تلفونونه ورکړی ول تروریږی او دامریکا دبی پلوټه طیارو ښکار کیږی نو له دی څخه معلومیږی چی خپله احسان الله بیات نه له پلار څخه دومره سرمایه درلوده اونه دومره اوښیار اقتصاد دان یا تجارو چی په دومره کم وخت یونیم میلیارډ ډالر پیداکړی ځکه دی دیر بی عقل انسان دی او که دبیات خبروته پام وکرو بلکل بازاری سری شکاری.

بله خوا د دی پڅیر په زرګونه افغانان په امریکا کی اوسیږی مګرهیڅ یو هم په دی اندازه سرمایه نه لری یوازی ښاغلی احسان الله بیات دیو نیم میلیارد ډالرو څښتن کیږی نومعلومداره چی دا دامریکا داستخباراتو پیسی وی چی احسان الله بیات دیو امریکایی جاسوسو په نامه دخپل هیواد په لسګونه زره انسانانو په وینو ددی سرمایی څښتن شوی دی او اوس نموړی بی وزلو خلکو ته کمکونه کوی تر څو دی لوی فاجعته دچا فکر نشی .

په همدی توګه داځل بیا ښاغلی احسان الله بیات دولسی جرګی دواړو مجلسونووکیلانوته یوه یوه پایه تلفونونه له میاشتنی زیاتو کردیتونو سره ورکړی دی او وکیل صاحبان هم ډیرخوشحاله دی خو له دی ناخبره دی چی ددوی ټولو خبری دامریکا استخبارات او دیهودانو استخبارتی مرکزونه ډیرپه اسانی ددوی خبری او تلفونی مکالمات اوری چی په دقیق توگه دا دافغانستان د اساسی قانونو سره په ټکر کی ده .
اوس نموړی بله لوبه پیل کړی او ترځان بتره خایین یعنی زلمی خلیل زاد لپاره چی ښځی هم یهودی ده کمپاین کوی چی دخلیل زاد په نامه یی یو بنیاد جوړکړی او په همدی توګه یی یو پارلمانی دفتر هم ورته جوړکړی دی ترڅو یو بل خونخوار دکارمل په څیر په دی ملت واکمن کړی او دتل لپاره دافغانانو وینی وڅښی او د ابد لپاره افغانان ناخود اګاه د خپل ځان غلامان وګرزوی خو دادی هیڅ کله نه هیروی چی افغانان په هرڅه پوهیږی خو خپل وار ته ګوری .