Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

دوشنبه, ۱۸ جون ۲۰۱۸
دوشنبه, ۲۸ خرداد ۱۳۹۷
دوشنبه, ۰۴ شوال ۱۴۳۹

Calendar جنتری

جون 2018
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 124 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

Asadullah Hanifi 2 200الحاج ملا اسدالله «حنیفی» د اما ن الله زوی دعبدالله لمسي د نور خان کړوسي په خټه ستا نيزي په ستا نیز یو کې دشېخېلوپه قبیله پورې تړلی دي چې په (کال ۱۳۳۶) هجری لمریزکې یی فاني دنیا ته سترلوڅې کړيد ي. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور او د کلي په جومات کې پیل کړې، او د (۱۳۵۰ هجری لمریز کال) په وروستیو کې د دیني علومو دزده کړې لپاره له خپل کور څخه د لوګر ولایت څرخ نومې سیمې ته بیستره یووړه او د طا لبۍ دوره يي پیل شوه. «حنیفی » صاحب له وړوکوالی څخه له پښتو شعر سره مينه لرله د شاعرانو دشعرونو او دیوانونو د مطالعې تلوسه یې په زړه کې په ترپکو وه،هماغه ؤ چې پر )۱۳۵۲ هجري لمريز(کال کې یې په شعر ليکلو پیل وکړ. «حنیفی» لا د دیني علومو له زده کړې نه ؤ فارغ شوي چې د مکلفیت دورې (عسکري) ته جلب شو، له کومه ځایه چې دوخت داساسی قانون د (۱۶) مې مادې له مخې د دیني علومو دعالمانو لپا ره یوې اسانتیا وجود لاره چې څوک په دیني علومو کې ازموينې ته چمتو وي او امتحان کې بریالي شي له عسکري خدمت څخه د معافۍ سند ترلاسه کولي شي.

 «حنیفی» صاحب هم داساسي قانون د دې اسانتيا په رڼا کې د مدرسۍ امتحان ورکړ او د (۱۳۵۵ هجری لمريز کال) دلړم میاشتې په (۱۵) مه نېټه د لوګر ولایت د مرافعې ریاست په ميز له ازموینې څخه په لوړو نمبرو بریالي او د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د مکلفیت له لوی مدیریت څخه د بري لیک په اخستلو له عسکر خدمت څخه معاف شو.

«حنیفی» په خپلو زده کړ و بوخت ؤ چې د شوروي بړیڅو په ) کال ۱۳۵۷ هجري لمريز( کې د یوې خونړۍ کودتا له لارې په افغانستان قبضه ؤ کړه. «حنیفی» صاحب هم د نورو افغانانو په څیر په وسلوال جهاد لاس پورې او د ملي قیام لپاره یې په هلو ځلو کې نه ستړې کېدونکې هڅې پیل کړې. او د (۱۳۵۸) هجري لمريز کال دغوایی په (۱۹) مه نېټه د لوګر له په دين مینو او مجاهدو خلکو سره یی په وسلوال قیام کې ګډون درلود چېپه لوګر ولايت کې ګڼې دولتي ادارې یو پربل پسې د مجاهدو خلکو له خوا فتحه او د وسلوال جها د لپا ره شرا یط برابر شول.

«حنیفی» صاحب د لوګر ولایت دابجوش مرکز له مجاهدینو سره چې په حرکت انقلا ب اسلامي افغا نستان پورې تړلی مرکز ؤ د یؤ نه ستومانه کېدونکي مبارز په توګه جهاد ته ادامه ورکړه، «حنیفی» صاحب په ټولو دښمن ټکونکو بريدونو کې د يو تکړه غازي په صفت برخه لرله. دغه راز «حنیفی» صاحب ته ( ۱۳۶۰ هجري لمریز کال ) په پېښور کې دجمعيت طلبه حر کت انقلا ب اسلا مي افغا نستان د امنيت او نظارت د مرستیال دنده ورکړای شوه، لږه موده نه وه تېره چې ورته د جمعيت طلبه حرکت اانقلاب اسلامي افغانستان د امنيت او نظارت د ریس مسؤلیت ور ؤ سپارل شو، «حنیفی» صاحب د شوروي یرغلګرو او د هغوي د نوکرې ادارې له وحشت څخه هجرت ته مجبور او په (کال ۱۳۶۲هجري لمريز) کې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته مهاجر شو چې تر اوسه د هجرت په دیار کې استوګن دي. دغه ډول «حنیفی» د کال (۱۳۶۴ هجري لمریز) په اږدو کې د جمعیت طلبه حرکت انقلاب اسلا می افغا نستان د فرهنګی او مطبوعاتی ریاست مشاور هم وټاکل شو او د جهاد په فرهنګی او نشراتي فعالیتونو کې یي نیغ په نیغه برخه واخیسته، «حنیفی» په کال ۱۳۶۷(هجري لمریز) کې د (المؤمنون) تر سرلیک لاندې خپلواکه اسلامي جريده تاسیس کړه مګر د جریدې سیاسی او انتقادي پالیسي د وخت له شرایطو سره موافقه ؤ نه درلوده هغه ؤ چې د جریدې لومړۍ ګڼه خپره او بیا بنده شوه.

کله چې په ( ۱۳۷۱ کال) کې افغانستان د مجاهد ینو په لاس ازاد او په کابل کې جهادي ګوندونو په فعالیت پیل ؤ که «حنیفی» صاحب د یوې ډلې طا لبانو په مشرۍ کابل ته لاړ او هلته یی د جمعیت طلبه حرکت انقلاب اسلا می افغانستان د فعالیتونو په لړ کې په کار پیل ؤ کړ. په کال (۱۳۷۲ هجری لمریز) د زمری میاشتې په لومړۍ نېټه د ښوونې او روزنې وزارت د نشراتو ریاست د مرستیال په توګه ؤ ټاکل شو، د دغې دندې ترڅنګ د (عرفان) مجلې د لیکنې پلاوی د غړیتوب ویاړ هم ور کړاي شو.

دغه شان په کال ( ۱۳۷۲) هجري لمریز کې د جمعیت طلبه حرکت انقلاب اسلامی افغانستان د صدر مولوی عمادالدین په وړاندیز او د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د دارالانشا په موافقه (خوښه) په کابل کې د جمعیت طلبه.ا.ا.ا د صدر د کفیل په توګه تعين شو او په همدې کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د چاپي اثارو په سیالۍ کې د ده کتاب « د ملا اسد الله حنيفي دېوان» دو یمه جاییزه ترلاسه کړه.

کله چې د کابل حکومت ورځ تر بلې کمزوري کېده او د قدرت جنګونو دومره زور واخیست چې د ارګ دروازو ته راورسېدل د حرکت .ا.ا.ا عمومي امير مرحوم « محمدي » صاحب له حکومت سره مقاطعه اعلان کړه « حنیفی » هم په خورا ورين تندي دولتي دنده پرېښوده او کور ته راستون شو.

کله چې په پېښورکې د طا لبانو د اسلامي تحریک مرکزي ارګان( شريعت ) ورځپاڼې د خپرېدو لپاره شرايط برابر شول «حنیفی» صاحب دشريعت اخبار د پیلېدونکې ډلې دغړیتوب ویاړ ترلاسه او په نشراتی هلو ځلو یی لاس پورې کړ. کوم وخت چې دافغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک مجاهدینو کابل فتحه او په کابل کې یی حکومت جوړ که د شریعت ورځپاڼه هم کابل ته انتقال شوه «حنیفی» صاحب له خپلو ملګرو سره یو ځای کابل ته لاړ او هلته یی خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړه، او په ( ۱۳۷۵) هجری لمریز کال کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو عمومي ریاست د ریس په توګه ؤ ټاکل شو. حنیفی صاحب سربیره پردې چې دولتي دنده ور ترغاړه وه د «شریعت» ورځپاڼې د مرسیال په توګه یی هم خپل هاند ته ادامه ورکړې وه.

د افغا نستان داسلا مي امارت دحکومت په دور کې «حنیفی» صاحب د «هېواد» ورځپاڼې د ریس او مسؤل مدیر په توګه هم پاته شوي او دغه رنګه دافغا نستا داسلامي امارت د مرکزي ارګان «شریعت» ورځپاڼې دریس او مسؤل مدير په حیث هم ؤ ویاړل شو، حنیفی صاحب د « شریعت » ورځپاڼې دریس او مسؤل مدير په تو ګه په خدمت بوخت وو چې په ( ۱۳۸۰) هجري لمریز کال کې د زمری میاشتې په (۱۰) مه نيټه د شریعت ورځپاڼې ( دادبي صفحې د یوه سلسله وارادبي مضمون ) چې رازقی نړیوال به لیکه په (۱۹) مه برخه کې تردې عنوان لاندې ( په پښتو شعر کې مذهبي څرکونه) د خوشال خان یوه څلوریزه خپره شوه چې د اسلا مي امارت د سترې محکمې د ریس او قا ضی القضات دوکتور قضاوت پو مولوي نورمحمد( ثاقب) مزاج پرې دروند شوي وو او حنیفی صاحب یی د زمري میاشتې په (۱۱) مه نېټه د یوه پارچه رسمي مکتوب په ذریعه خپل حضور ته احضار، بیا د کا بل امنیه قوماندان په لاس د کابل ول یت توقیف ته واستول شو چې له څلور ورځې بند تېرېدو وروسته د ( امیرالمؤ منین ) د ځانګړي حکم او اقدام له مخې ازاد او خپل کور ته را ستون شو.

د «حنیفی» صاحب چاپ او ناچاپ اثار:

 ا- (څړیکې) شعري ټولګه چاپ
۲- (پرهرونه) شعري ټولګه چاپ 
۳- (وینې اوښکې) شعري ټولګه چاپ
۴- ( مړې ډېوې او اوبو وړې هیلې) شعري ټولګه چاپ
۵- (اسماني کیسه) مثنوي چاپ
۶- ( ملا اسد الله حنیفی دیوان) ۱۳۷۱هجری لمریز چاپ
۷- (شهیده شدوپۍ) غور چاڼ -۱۳۷۹هجری لمریز چاپ
۸- (د ګودر مازدیګرونه) شعری ټولګه ناچاپ
۹- (بړبوکۍ) د لنډو کیسو ټولګه ناچاپ

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.18
MySQLi
5.7.22-log
زمان
21:00
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
890
نمایش تعداد مطالب
460783

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.