Home خانه

ددیني علماوو فتوا په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده دلته جهاد جواز نه لري

ددیني علماوو فتوا
په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده دلته جهاد جواز نه لري

Fetwai Olama Afghanistan 400نن په کابل کې څه باندې ۲۵۰۰ دیني علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله. دیني علماوو نن په یوه لویه او بې ساري غونډه کې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه فتوا صادره کړه او دغه جګړه یې ناروا وبلله. دیني علماوو وویل، چې په افغانستان کې د جګړې دواړه ښکېلې خواووې دې جګړه پای ته ورسوی او روانو خونړیو پېښو ته دې د پای ټکی کېږدي. دیني علماوو په ګډه فتوا کې وویل، چې روانې جګړې په هېواد کې د بهرنیانو مداخلې ته زمینه برابره کړې ده او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي. دیني علماوو وویل، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، اسلامي نظام لري او په هېواد کې روانه جګړه ناروا ده.

نور دلته د pdf په شکل کی ولولۍ!

ددوی په خبره ځانمرګي بریدونه، په جګړه کې ستر بمونه کارول او د عامو وګړو وژل هېڅ ډول توجیه نه لري. دوی افغانستان یو لرغونی اسلامي هېواد وباله او د اسلام په نامه روانه جګړه یې غیر اسلامي وبلله. دیني علماوو پر حکومت او وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته د رسېدو لپاره خبرې پيل کړي. دیني علماوو همدا راز وویل، چې د افغانستان نظام اسلامي دی او اساسي قانون یې د اسلامي قوانینو په رڼا کې جوړ شوی دی. ددوی په خبره په افغانستان کې ټول نافذه قوانین د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې جوړ شوي دي او ټول اسلامي جنبه لري.