Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

یکشنبه, ۲۲ جولای ۲۰۱۸
یکشنبه, ۳۱ تیر ۱۳۹۷
یکشنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۳۹

Calendar جنتری

جولای 2018
دسچپجشی
1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
3031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 118 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

د صلحي ارزښت او ټینګښت

د صلحي ارزښت او ټینګښت

انجینر داؤد اڅک  ۲۱- ۶- ۲۰۱۸

En. Mohammed Dawoud Achak 200په درې ورځني اوربند کي چي د طالبانو او حکومت تر منځ د ۱۳۹۷ هش کال د کوچني اختر په ویاړ اعلان سو د مظلوم اولس سپیڅلو احساساتو چي د خوښۍ تودې اوښکي ورسره بهیدلې زه اړ کړم چي د صلحي په هکله خپل باور او نظر ستاسو درنو هیوادوالو سره شریک کړم .
صلحه عربي کلیمه ده چي د تړون ، قرارداد یا پیمان معنا ورکوي خو په افغاني ادبیاتو کي د پخلایني یا اشتي په مفهوم ده چي د جنګ یا حرب په مقابل کي استعمالیږي . اما په اصطلاح یا عام مفهوم کي هغه ټولنیز شرایط دي چي د یوې ټولني ټول خلګ ازاد، ارام او بیله کوم تشویش او تضاد څخه ژوند وکړي . یعني د ټولني هر وګړی په هر قوم او مذهب پوري چي اړه لري باید بیله کوم خطر او تشویش څخه په ازادانه ډول ژوند وکړي، تعلیم وکړي ، عبادت وکړي ، سیاست او تجارت وکړي .

 که لږ څه مخته ولاړ سم صلحه ژوند دی، عشق دی، انسانیت دی، ټولنیز او بشري ضرورت دی، د جهان، تمدن او افغانستان د حفظ او ساتني ضمانت دی . که په علمي او فلسفي عینکو کي ورته وګورو صلحه د ټولني شکل او مضمؤن دی . یعني بیله صلحي څخه منظمه ټولنه نسي تعریف کیدای ، لحاظا صلحه په ټولنه کي د ملي ارزښتنو ستون فقرات دی، په هره ټولنه کي چي صلحي فرار کړی وي او جنګ حاکم وي د هغې ټولني به ټول ملي ارزښتونه برباد وي، ملي شتمنۍ ، دولتي بنسټونه به ئې وران وي او خلګ به ئې په بې کاري، بې عزتي، ژړا او محتاجي کي ژوند کوي لکه جنګ ځپلي افغانستان او په جنګ کي نور شکیل هیوادونه . ځکه ویلای سم چي صلحه د ټولني او بشریت لپاره یو « باید » دی .

اوس په افغانستان کي صلحه څنګه ټینګیدای سي ؟

په افغانستان کي د  خونخور جنګ دوام او د عادلانه ، تل پاتي او سرتاسري صلحي نه ټینګښت دوه غښتلي لاملونه لري، یو بنسټیز لامل ئې بهرنی او بل ئې کورنی دی .

۱- بهرنی لامل ئې موږ او تاسو په نړۍ او افغانستان کي وینو چي د پردیو او زور واکو هیوادو تجاوزونه دي پر غریبو او ضعیفو هیوادو باندي، یعني بهرني زور واکان پخپل ساړه جنګ کي د بري لپاره چي د خپلو جیوپالیتیک او جیو ستراتیژیکو ګټو لپاره ئې پر لاره اچولی دی پر کمزورو او بې واکه هیوادو باندي د منځنیو پیړیو په شان خو په نوو پلمو او نیرنګ سره حملې کوي، اشغالوي ئې او بلاخره د خپلو ګټو په خاطر جنګ پر تحمیلوي . دغه بهرنی لامل به تر هغو پوري په نړۍ کي ساړه او کله هم تاوده جنګونه رازیږوي تر څو چي جابره هیوادونه انسانیت ته نه وي راګرځیدلي، یعني د غریبو او مخ پرانکشافه هیوادو انسانانو ته په انسانیت سره نه وي قائله سوي او ددوی سالیمو حقوقو او ازادۍ ته ئې غاړه نه وي ایښې .

زه باورمند یم که نن طالبان صلحه وکړي سبا به داعیش د مختلیفو هیوادو لخوا په ډول د ډولو حمایه کیږي او د جنګ د دوام په خاطر به استعمالیږي، همداسي که سبا داعیش صلحه وکړي زه متیقین یم چي بل سبا به د خراسان یا بل ګروپ راپورته کیږي او پر مظلوم افغان اولس باندي به روان تحمیلي جنګ جاري ساتل کیږي .

لنډه دا تر څو چي نړیوال زبرځواکونه پخپلو ګریوانو کي و نه ګوري او خپله ځان غوښتنه او ډیر څه غوښتنه محار نکړي او بلاخره پخپلو منځو کي صلحه سره ونکړي د افغانستان په شان په غریبو او ضعیفو ملکو کي به همدغه ناورین روان وي او د زورمندو هیوادو لخوا به په بیلو وختو کي په مستقیم یا غیر مستقیم ډول مداخلې او حملې پر کیږي .

۲- دوهم مهیم او بنسټیز لامل چي صلحه ئې د افغان مظلوم اولس څخه خوابدې کړیده داخلي لامل دی . هغه داچي د افغانستان پوهان، روڼ اندي، ښکارهنګیان (فرهنګیان) په تیره بیا سیاسیون د صلحي و تآمین ته په کلکه ندي ږمن او د صلحي سره د خپلو قومي او سیاسي علایقو او عقایدو پر بنسټ چلند کوي نه د یوه ملي ارزښت او ملي بنسټیز ضرورت پر بنسټ .

یعني اوس په افغانستان کي د صلحي سره درې ډوله چلند کیږي . عاطفي، قومي او سیاسي .

- عاطفي په دې معنا چي ډیرئ افغانان لیدل کیږي چي د یوې تراجدي او خونړۍ پیښي وروسته خدای تعالی ته د دعا یا ښرا غوښتنه کوي او وایي چي خدایه دښمن مو خراب او ټوک ټوک کړې، یا پخپل زخمي احساس سره د خدای تعالی څخه غواړي چي خدای تعالی ژر تر ژره په هیواد کي صلحه ټینګه کړي، خو خپله عملآ څه نه کوي.

- قومي چلند دادی چي د وروڼو قومونو ډیرئ سیاسیون او پوهان چي قومي فکر کوي په دې اند دي چي مسلح مخالفین پښتانه دي ځکه نو ددوۍ سره صلحه کول او ددوۍ شامیلیدل په سیاسي پروسه کي د ځان او قوم په تاوان بولي .

- سیاسي چلند ته که وګورو اکثره سیاسیون پښتانه دي که غیر پښتانه د طالبانو سره سیاسي اختلافات لري، یعني د طالبانو په سیاسي کړنلاره او په سیاسي هویت کي خپل ځانونه پردي بولي او دا ورته ثابته ده که چیري مسلح مخالفین سیاسي ډګر ته را وبلل سي ددوۍ د مؤقف او عقایدو په تاوان دي . ځکه نو سیاسیون هم د قومي او عاطفي چلند په شان د صلحي سره چي د ټولني ښارګ دی سوړ او بې توپیره چلند کوي . لحاظا په جنګ ځپلي افغانستان کي خونړی جنګ ادامه لري او هره ورځ په لس هاوو مندي بوري کیږي، په سلهاوو کوچنیان یتیمان کیږي او په لسهاوو ناویاني په تورو سترګو او سرو لاسو باندي کونډي کیږي .

اوس نو که چیري افغانان په رشتیا سره غواړي چي په جنګ ځپلي افغانستان کي عادلانه، تل پاتې او سرتاسري صلحه رامنځته سي نو ټوله افغانان باید په یوه صلاح د صلحي سره جدي او ملي برخورد وکړي نه قومي او سیاسي.

نسخه داده چي ټول افغاني پوهان، روشنفکران، ښکارهنګیان (فرهنګیان) او سیاسیون باید ټوله په شعوري ډول دا ومني چي جنګ ملي دښمن دی او د ټولو په تاوان دی چپ دی که راست، شمال دی که جنوب، جنګ د افغانستان ملي بنسټونه، ملي ګټي او ملي ارزښتونه د منځه وړي .لحاظا تر هر څه لومړی باید د ملي ګټو د ساتلو لپاره خپل منځي هر ډول اختلافات شاته پریږدو او د مظلوم اولس سره چي د صلحي تږی دی یو ځای د صلحي سرتاسري، ملي او افغاني ږغ راپورته کړو .

داچي رنځیدلی او ژړیدلی افغان اولس پیش قدمه سو او په وینو رنګ هلمند څخه ئې د صلحي د کاروان په نامه اولسي ږغ راپورته کړ پرځای او طلایي چانس دی چي ټوله سیاسیون، ښکارهنګیان ( فرهنګیان)، روشنفکران او پوهان ددغه ږغ او حرکت سره په پوره صداقت باندي یو ځای سي او دغه حرکت ته ملي شکل ورکړي، سرتاسري ئې کړي، اولسي ئې کړي او بلاخره ئې باید د ټولو افغانانو یو واحد ږغ کړي .

که څه هم اولس مشرغني د صلحي د کاروان سره په مینه ولیدل او لفظي حمایت او محبت ئې ورته ښکاره کړ خو نداچي د صلحي د کاروان سره مالي او استوګنځي کومک و نسو بلکه د صلحي کاروان ئې د اصلي مسیر څخه چي په کابل کي د امریکا د سفارت مخته د تحصن د خیمې وهل وه منصرف کړ .

څومره به ښه وای چي ښاغلي اشرف غني د ګلبدین حکمت یار د کلنیز مصرف څخه چي پنځه ملیونه ډالر دي ۵۰ زره ډالر ئې د صلحي اولسي کاروان ته منلي وای، اما دا کار ونه سو .

پایله دا که چیري ټول افغانان په سر کي سیاسیون، روشنفکران او ښکارهنګیان ( فرهنګیان) په کلک هوډ او پوره صداقت سره د افغانستان او ملي ګټو د ژغورني لپاره د صلحي تر شعار لاندي سره راټول سي بیله شکه به پخپل ملي قوت سره هم امریکا او ناتو ته او هم مسلح مخالفینو ته سور خط کش کړاي سي او په پوره جرئت به د جنګ ختمیدل او د عادلانه، تل پاتې او سرتاسري صلحي تآمینول په ومنلای سي .

که داسي ونسي نو د زبرځواکونو د سطرنج لوبه به روانه وي او د بې هویته او بې وجدانه ګاونډیانو پذریعه به مو په ډول ډول نومونو سره جنګوي او اوسنی ناورین به روان وي .

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.19
MySQLi
5.7.22-log
زمان
03:04
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
973
نمایش تعداد مطالب
525077

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.