Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

دوشنبه, ۲۲ اکتبر ۲۰۱۸
دوشنبه, ۳۰ مهر ۱۳۹۷
دوشنبه, ۱۱ صَفر ۱۴۴۰

Calendar جنتری

اکتبر 2018
دسچپجشی
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 215 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

!ما خو داسې فکر کاوه

ما خو داسې فکر کاوه!

عبدالله وردک - انګلستان - جولای - ۲۰۱۸

Ustad En. Abdullah Wardak A 200 ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله (ج) د وکړي، چې روغ او جوړ وی.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

ما هر وخت داسې فکر کاوه، او اوس هم دغه فکر لرم، چې حقیقي مسلمانان، باید د ژوندانه په ټولو برخو کې، تر هېچا کم نه وي. ځینې مسلمانان، او په ځانګړي توګه، ځینې افغانان، هر وخت د خپل ځان د بربادۍ او ناکامۍ پړه په نورو ور اچوي. یو مسلمان افغان باید، ډېر عادل، ځیرک، پوه، هوښیار، د اسلامي اخلاقو څښتن، او د ښه قضاوت خاوند وي. یو مسلمان افغان باید د خپل دین، چې څرنګه لازمه ده، استازیتوب وکړي.

د یادولو وړ ده چې تر کومه وخته پورې به مونږه افغانان، خپلو ځانو ته بازي ورکوو؟ او د خپلو نیمګړتیاوو او ناکامیو، مسىٔولیت به په بل چا ورټپو.

 مونږه افغانان، باید ښه په غور او دقت سره فکر وکړو، چې آیا، دغه شانته ځواب، به الله(ج) ته قبول وي، او کنه؟ مونږه ټول افغانان باید ښه پوه شو، چې پدغه شانته ځوابونو، بهانو او عذرونو، د الله (ج) د حساب او کتاب څخه ځانونه نشو خلاصولای!

نو راځئ، چې دغه اخلاقي جرأت پیدا کړو، او د زړه له کومي ټول مسلمان افغانان اعتراف وکړو، چې ځینو افغانانو پخپله د دغه اوسنیو ناوړه شرایطو زمینه، برابره کړې ده. یعنې، مونږه ځانونه مسلمانان او افغانان بولو، لېکن، کارونه بیا د اسلام د سپېڅلي دین، او د افغاني اصولو خلاف کوو.

ډېره ځورېدونکې خبره خو داده، چې ځینې افغانان وایي، چې افغانان، هر وخت، د بهرنيو ملکونو په اشاره، په جنګ اچول کېږي. یعنې افغانان، خپل فکر نلري، او یا د نورو خلکو څخه په عقل کې څه کمي لري.

ولې یو افغان دومره ساده شي، چې د خپل دښمن په امر، د خپل مسلمان ورور او خور، عزت او مال، لوټ کړي؟ ولې یو مسلمان افغان د پیسو او چوکۍ په خاطر، د خپل مسلمان ورور او خور، آبرو او وینه تویې کړي؟

 یوه مسلمان ته، باید هېڅوک هم دوکه ورنکړای شي، او هغه باید خپل دوست او دښمن ښه وپېژني. له دوست، سره دوستي وکړي، او د دښمن د دسیسو له غوړېدلي جال څخه ځان باخبره، او لرې وساتي. هېچا ته اجازه ورنکړي، چې له یوه مسلمان افغان څخه ناوړه ګټه پورته کړي، او هغه د خپلو شومو هدفونو دپاره استعمال کړي.

مسلمانانو ته دا توصیه په واضح توګه شوې ده، چې هرکله، یوه چا خبر درته راوړ، په هغه کې ښه پلټنه وکړی، او خپل ځان ته ښه حقیقت معلوم کړی.

همدارنګه، یوه مسلمان ته په واضح توګه امر شوی دی، چې په بدو کارو کې له هېچا سره کمک ونکړې. نو بیا ولې ځینې افغانان، د خپلو شخصي ګټو او قدرت په خاطر، هر وخت غیر متجانس، اىٔتلافونه جوړوي.؟

 یو افغان، ولې د دنیوي ګټو په خاطر، د دښمن په صف کې درېږي، او د خپل مسلمان ورور، وینه او عزت په ناحقه د پردیو په اشاره تویوي.

دغه شانته، مثالونه ډېر زیات دي.

د پام‌ وړ ټکي:

راځئ، چې مونږه ټول افغانان خپل سرونه، خپلو څیرو ګرېوانو ته لږ ټیټ کړو، او له الله(ج) سره یو ځل بیا د زړه له کومي تعهد وکړو، چې د خپل وطن او خلکو سره به هېڅ ډول خیانت  او جفاء نکوو، او ښو ته به ښه، او بدو ته به بد وایو. که چېرې بدو ته بد نشو ویلای، نو لږ تر لږه، خو د چا ښو ته بد، او د چا بدو ته ښه ونه وایو!

همدا شانته، ولې مونږه افغانان، څو څو ځلې، له یوه پېژندل شوي غار څخه، ډېر په کلکه چیچل کېږو، او له خپلو دردناکو غلطیو څخه هېڅ پند هم نه اخلو؟

 ولې ځینې افغانان، دوست ته د دښمن، او دښمن ته د دوست په سترګه ګوري؟ تر کومه وخته به د اشغالګرو او نورو بهرني ملکونو د ګټو جګړه، په یوه او بل نامه پر مخ بیایو؟

 آیا هغه وخت به راشي، چې د خپل وطن، د اصیلو بچیانو او نېکو مشرانو، په قدر پوه شو؟

 آیا هغه وخت به راشي، چې پخپل کلي او وطن کې په عزت او د هر ډول ډار نه پرته ژوند وکړای شو، او د مونږه عزت به د سیاسي ګوندونو، او قومي لوبو قرباني نه شي؟

 ځینو افغانانو ته خو دا یادونه پکار ده، چې آیا په ریښتیا ډول، دوی یقیناً د حساب او کتاب، په ورځ باور لري او کنه؟

 په پای کې دغه ټکی باید ټولو افغانانو ته واضح شي، چې الحمدالله، په افغانستان کې ډېر زیات  خلک هم شته، چې هغه په ریښتیا سره په اسلام او وطن مین دي، او هغوی به ان شاءالله، هېڅکله، د اسلام په رڼا کې افغانستان او د هغه مظلوم ملت ته خیانت ونکړي.

همدارنګه، الحمدالله، پدغه ویران او میراث وطن کې، تر اوسه ځینې غیرتي مشران هم شته، چې ان شاءالله، دوی به د پخواه، په شان، د اسلام د دښمنانو هر ډول توطیې په نطفه کې خنثٰی کړي.

زه یو ځل بیا په ډېره عاجزۍ، دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې هغه شانته سوله په اففانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.22
MySQLi
5.7.23-log
زمان
05:44
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1155
نمایش تعداد مطالب
751915

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.