Home خانه
!پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې
پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې!
دلوګرولایت کړېدلی ولسه!!
د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو، دا به له وخته مخکې خبره وي که ووایو؛ چې پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې په خپل وخت او ړنې ترسره کیږي. خو داساسي قوانینو په رڼا کې حکومت مکلف دی چې ولسمشرۍ، پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې پر خپل وخت تره سره او د شفافیت پروسه یې هم په جدي توګه تر څارنې لاندې ونیسي.
د لوګر ولایت څخه ولایتي شورا او پارلمان ته تېر کال یو شمېر وکیلان د ولس لخوا غوره شول. نوموړو وکیلانو له خپلو قانوني حقونو زیاته موده خپلو دندو کې تېره کړه. تاسې د ټولو وکیلانو کړنې، خدمات، دقانون تخطيانې، شخصي ګمارنې، ځورواکي، د لوګر پر امنیتي وضعیت سترګې پټول، ولس دخپلو شخصي ګټو لپاره کارول، د والي او نورو دولتي چارواکو سره ګډې پروژې پر مخ بیول، د خلکو ناموس ته په بده سترګه کتل... او داسې نورې کړنې چې تاسې ترې خبر یاست، په خپلو سترګو ولیدې.
د کابل دشتي برچي خونړي بريد موخه څه ده؟
د کابل دشتي برچي خونړي بريد موخه څه ده؟
سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار په لویدیځه څنډه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تذکرو د ویش پر یو مرکز ځانمرګی خونړی بريد وشو چې له امله په لسګونو ملکيان مړه او په لسګونو ټپيان شوي دي. د تذکرو د ویش پر دغه مرکز په داسې حال کې برید کيږي، چې له ناندريو وروسته يوه اونۍ کیږي چې د رایې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه پیل شوې. د رایې ورکوونکو نوم لیکنه د تذکرو له مخې کیږي، چې له امله یې د تذکرو د ویش مرکزونو ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی.
که څه د دغه بريد مسوليت ممکن وسله وال طالبان په غاړه واخلي ځکه له وړاندې دغې ډلې خلکو ته خبرداری ورکړی وو، چې په ټاکنو کې ګډون و نه کړي. او يا ممکن داعش د ياد بريد مسوليت په غاړه واخلي ځکه په کومه سيمه کې چې بريد ترسره شوی دی، دلته تر ډېره اهل تشيع افغانان اوسيږي او په شيعه ګانو په وروستيو کې ترسره شوي بريدونونو مسوولیت داعش ترهګرې ډلې پر غاړه اخيستی دی.
د سولې قومي شورا جوړېدل، ښه اقدام خو په يو شرط
د سولې قومي شورا جوړېدل، ښه اقدام خو په يو شرط
په داسې حال کې چې افغان ولسمشر غني وسله والو طالبانو ته د سولې بې سابقه وړانديزونه کړي او وسله والو طالبانو لا تر اوسه غوڅ ځواب نه دی ورکړی؛ دا ځل د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزير وايې د سولې خبرو لپاره د قومونو جرګه جوړېږي. د قومونو او قبايلو چارو وزير وايي چې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو لپاره قومي جرګه جوړوي او په همدې تړاو په ټول هېواد کې له خلکو سره مشورتي غونډې کوي. د شيرزي په وينا دا طرحه له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو په تړاو ده چې د قومونو يوه جرګه به جوړيږي او له طالبانو سره به مخامخ خبرې کوي. شيرزی وايې ، د همدغو خبرو لپاره له وسله والو طالبانو سره هم خبرې کوي او تازه يې په جلال اباد ښار کې له وسله والو سره پټې خبرې کړې او په کندهار کې يې هم له طالبانو سره د خبرو زمينه برابره کړې ده.
ځوانان څومره د ټولنې ستونزې راکمولی شي؟
ځوانان څومره د ټولنې ستونزې راکمولی شي؟
لیکنه: حضرت عثمان نوري
ځوان کهول د ټولنې ستره سرمایه بلل کیږي، ځکه دوی پياوړی هوډ لري، فکر یې مثبت دی او د حساب تمه ترې کیږي. دا چې ځوان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، لامل یې دا دی چې دوی په ټولنه کې د ډېرېو ستونزو ګراف راښکته کولای شي.
ځوان کهول د ټولنې غښتلې سرمایه بلل کیږي، ځکه په ټولنه کې چې کوم رول زموږ ځوان نسل لوبوي، نور افراد او اشخاص یې نه شي لوبولی. ځوانان ددې مسوولیت او صلاحیت لري، څو د خپلې ټولنې ستونزې درک کړي او بیا یې د حل لپاره ملا وتړي.
د ټاکنو تر شا پټ لاسونه؛ ځينې کړۍ انتخابات شخصي کوي
د ټاکنو تر شا پټ لاسونه؛ ځينې کړۍ انتخابات شخصي کوي
په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وري په ۲۵ مه نېټه په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره نومليکنه پيل کړې ده خو اوس په کې د خلکو ګډون کمرنګه معلوميږي. اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د نوملیکنې له بهیره ناخوښ دی او وایي، چې تر دې دمه خلک نه دي پوهیدلي، چې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د دوی د نن او سبا لپاره هر څه دي. بل لور ته بيا د کندهار امنيه قوماندان د نومليکنې کارت اخيستل جبري کړي او وايي، له دې وروسته به په دې ولایت کې د هغه چا عریضه او نور دولتي کارونه د اجرا نه شي چي تذکره او د رأی لپاره د نوم لیکنې کارت ونه لري.
شکوه از هستی
شکوه از هستی
(بر اساس شعری از ناصر خسرو بلخی)
هارون انصاری
خسروی گفت: خالقا! دانم فتنه از توست
مگر نباشد مرا از ترس، جرات نالیدن
خلق کرده یی همه را بهر عبادت
ندانم چی سری ست در نفس آفریدن
خیلی درد دارم و حرف برای پرسان
آن گاه از ترس نباشد مرا جرات نفس کشیدن
سلب شد اعتقادم از این همه زاهد نادان
پس چرا خلق کردی این همه زاهد برای فریفتن
معنی این صیغه را نیز فهمیدیم
معنی این صیغه را نیز فهمیدیم
مصطفی «عمرزی»
به هزار نام و عنوان کوشیدند خط تجرید، طولانی شود. بنابراین، تنوع سوژه های تشتت، گسست و انحصار، توجیهات فرهنگی، سیاسی، اجتماعی و اقتصادی یافته است. در نوشتار «که این طور؟»، روی اصلیت وکیله ای روشنی انداخته بودم که با رویت «هات» (hot) بیشتر جلوه می کند. استفاده از این عنصر، نمونه ی دیگری را نیز به موفقیت رسانده بود که در نخستین شورای ملی زمان کرزی، بعداً که به روشنی رسانه یی شد، جوانان مجرد را ناامید کرده بود که از مهارت های فوتوشاپ، استفاده کرده است.
يو ځل بيا خاينې کړۍ د ډيورنډ رسمي کولو هڅې کوي
يو ځل بيا خاينې کړۍ د ډيورنډ رسمي کولو هڅې کوي
ډيورنډ؛ هغه فرضي کرښه ده، چې د هې واد د ميشتو قومونو له جملې؛ د اکثريت نفوس لرونکي قوم (پښتون ولس) پر زړه د انګليسانو لخوا کښل شوې او د ټولو افغانانو لپاره يې يو ناسور زخم جوړ کړی دی. دغې کرښې دومره زیانمن کړي يو چې آن په ځینو سيمو کې يې د يوه کلي خلک په دوه برخو ويشلي، او پنجابی حکومت پرې خپل راج چلوي. پاکستاني حکومت او خپل بادار هېواد (انګليستان) تر خپلې وسې هڅه کړې چې دغه کرښه په نړيواله کچه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه مطرح کړي. دغو هيوادونو آن دلته زمونږ په هيواد کې دننه ځينې کورنۍ کړۍ هم په بيه د همدې موضوع د لابي ګيرۍ لپاره ګمارلي دي او وخت ناوخت خپلې مردارې خولې راخلاصوي او کله د پارلمان له ادرسه، کله د پوځي شنونکي له ادرسه، کله د تاريخ پوه له ادرسه او کله د مدني فعال له ادرسه د پاکستان په ګټه د رسمي پولې د منلو په توګه چيغې وهي.
!استاد به سلامت باشد
استاد به سلامت باشد!
(به احترام استاد سید خلیل الله هاشمیان)
مصطفی «عمرزی»
چند ماه قبل، آخرین نوشته های پُربار و پُر برکت استاد سید خلیل الله هاشمیان را خواندم. در همان اوان، خبر این که استاد گرامی به کابل تشریف می آورند، فرهنگ دوستان افغان را خرسند ساخته بود.
استاد خلیل الله هاشمیان، از بزرگان حوزه ی تحقیق و فرهنگ افغانستان است. استاد فرزانه، بیشتر از عمر من و امثالم، فرهنگ، تاریخ، ادبیات و هنر را می شناسد. گذشته از ایام فعالیت های ارزشمند فرهنگی در افغانستان، استاد هاشمیان در هنگام مهاجرت، از آدرس های مشهور بزرگان فرهنگی ما در دفاع از ارزش های افغانی، شمرده می شود.
افشای پروتوکول ملا ربانی دجال مبنی بر فروش افغانستان بالای پاکستان
افشای پروتوکول ملا ربانی دجال مبنی بر فروش افغانستان بالای پاکستان
۱- چگونگی انحلال اردوی جمهوری افغانستان
از: کتاب طلای زرد Gloden Yellow.
نويسنده: مارک جمیز Mark Jems ژورناليست امريکايی
ترجمه نوراقا ولیزاده Nooraga waliezada...
۲- پرتوکول اول در مورد انحلال اردوی جمهوری افغانستان میان برهان الدین ربانی رئیس جمهور حکومت مجاهدین و جنرال وحید لوی درستیز پاکستان :
شماره کود رسمی : (000458 - PLHC- 222/ 14000/PO) اسلام آباد پاکستان : 7 جولای 1992 میلادی :
فشرده پرتوکول را اينجا بخوانيد:
۳- تسلیم دهی راکت های اسکات به جمهوری اسلامی پاکستان که از طرف شوروی برای اردوی جمهوری دموکراتیک افغانستان توزیع گردیده بود تا خاک پاکستان را مورد اصابت قرار دهد چون شوروی دیگر حاضر نیست که مواد سوخت و بقیه لوازمات آنرا به افغانستان کمک کند و از جهت دیگر پاکستان علاقه ندارد تا این راکت ها توسط تنظیم های که مورد حمایت جمهور اسلامی ایران در افغانستان میباشد و تسلیم دهی آن به کشور ایران صورت گیرد.
تاج محل
تاج محل
لیکوال: عطا محمد میاخېل
د هندوستان په اګره کې د دې حیرانونکې ودانۍ کار د پنځم مغولي پاچا شاجهان په امر په ۱۶۳۰ زېږدیز کال پیل شو، نوموړي غوښتل، په دغه ډول له خپلې مړې مېرمنې سره د مینې یاد تل پاتې کړي. دا ودانۍ د مرمر په ډبرو جوړه شوه او شا خوا باغونه د دېوالونو په ډول ترې چاپېر شول.
تاج محل په هند کې د مسلمانو واکمنانو یوه نه هېرېدونکې هنري او کولتوري بېلګه بلل کېږي وایي، چې یو وخت شاجهان له واک نه ګوښه او بندي شو خو د بند ټول مهال یې له هغې وړې کړکۍ څخه تاج محل ته را کتل، چې دا ودانۍ ترې برېښېدله.
کوهدامن د اوبو په لټه
کوهدامن د اوبو په لټه
عبدالرحیم موسی زی
د کابل په شمالي سیمه کې پرته دره د کوهدامن په نامه یادیږي او دا دره اووه ولسوالۍ لري چې د پلازمېنې کابل پورې اړوند دي، دا ولسوالۍ له قره باغ، کلکان، استالف، فرزه، میربچه کوټ، ګلدره او شکر درې څخه عبارت دي. دلته ولسونه له یو بل سره په خورا مینه او ورورګلوۍ ژوند کوي په دې ولسوالیو کې خلک په دواړو ملي ژبو پښتو او دري خبرې کوي، یاده دې وي چې د کوهدامن دره د خیرخانې له کوتل څخه پیل او د قره باغ ولسوالۍ تر پایه رسېږي.
د (ژوند اووه رازونه) کتاب چاپ ته واستول شو
د (ژوند اووه رازونه) کتاب چاپ ته واستول شو
د "ژوند اووه رازونه" کتاب په ننګرهار کې "کتاب خپروندویه اداره" چاپوي، دا کتاب د هېواد د نوي کهول ځوان ليکوال او ژباړن "حضرت عثمان نوري" خپلې مورنۍ ژبې "پښتو" ته را ژباړلی دی
دغه ګټور کتاب د بهر پوهنتونونو د بېلابېلو پېاوړو او نامتو استادانو او ارواپوهانو له لیکنو ژباړل شوی دی. د ژوند اووه رازونه کتاب د ارواپوهنې برخه ده، ژباړه یې روانه، فصیحه او مننونکې ده، د کتاب لومړۍ، منځنۍ او د پای برخه ګټوره او په زړه پورې موضوعات لري او د نن عصر د ځوان کهول لپاره خورا ښه او ارزانه درملنه پکې تر سترګو کېدای شي.
!د رنو هیواد والو
د رنو هیواد والو!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
لکه څنګه چې تاسو ته ښه معلومه ده چې د افغانستان په ولسي جرګه کې ډیر پر وطن، اسلام او ناموس مین د ولس استازی (وکیلان) سته؛ لطفاً تاسو ټو لوته په یوه سترګه مه ګورئ، لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې په یاده جرګه کې د ټول افغانستان څخه (۲۴۹) استازی ګډون لری؛ نو دا ټول هیڅ کله یو رکم او یو طرف نه سی کیدلائ، ځکه چې د یوه لاس په ګوتو کې هم فرق وی، نو هتمن به یو څوک غاصیب، خاین، بیا فعالیته او د پردو جاسوس وی. ځکه چې ولسي جرګه د قانون اصل دی او د سیاست ډګر هم دا د جرګې تالار دی.
نو ستاسو ټولو درنو، قدرمنو، پر دین او هیواد مینو هیواد والو څخه په ډیر درنښت هیله کوم چې نور تاسو د یوڅو دګوتو په شمار کسانو د لاسه د یادی جرګې ټولو استازو ته اهانت مه کوی.
د مسلمان تګلاره
د مسلمان تګلاره
(عبدالله وردک) انګلستان - اپرېل - ۲۰۱۸
ګرانو او محترمو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله (ج) د وکړي چې روغ، جوړ، او د نېکو کارو په کولو بوخت وی.
ګرانو لوستونکو!
د مسلمان تګلاره، الله(ج) د لمر په شان واضح کړېده، او هغه د ژوندانه په ټولو اړخونو کې د الله(ج) د احکامو منل، په مسنونه طریقه د هغوی عملي کول، او د الله(ج) د رضاء لاسته راوړل دي، او بس. ځنو مسلمانانو وروڼو او خویندو، خپلو ځانو ته پخپل لاس ډېرې ستونزې پیدا کړیدي، ځکه چې دوی د الله(ج) د خوښحالولو پرځای د بندګانو خوښحالۍ ته کلکه ملا تړلې ده . دغه ډول وروڼو او خویندو، خپل ژوند ډېر سرګردانه او لالهانده کړیدی، او دوی یوې خواه او بلې خواه ته منډې وهي، او د یوه نفر او بل نفر په خوښحالولو کې شپه او ورځ لګیا دي. دغه ډول وروڼو او خویندو، خپل کار پخپله ځانونو ته ډېر سخت او ناممکن کړیدی. د اسلام تر مبارک دین قربان شم، چې د یوه مسلمان دنیوی تګلاره یې څومره آسانه کړېده. الحمدالله، ثم الحمدالله، چې الله(ج) په مونږه ستر نعمت کړیدی، او مونږه یې مسلمانان پیدا کړي یو . د مسلمانانو مسىٔولیت ښه واضح دی، او هغه یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء لاسته راوړل دي، او بس.
په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ولې اړين دی؟
په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ولې اړين دی؟
بلاخره له بلها جنجالونو او کشمکشونو وروسته حکومت اعلان کړی چې د روان کال د تلې مياشتې په ۲۸ مه نېته به په ټول هېواد کې د ولسواليو شوراګانو او پارلمان سرتاسري ټاکنې ترسره کيږي. د ورې په ۲۵ د ټاکنيزو کارتونو اخيستلو بهير هم پیل شو. دلته په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي. ځکه تېرې ټاکنې د بهرنيانو او کورنيو مغرضو کړيو لخوا داسې بدنامې شولې چې ولس يې په ډيموکراسۍ او ټاکنو تر اعظمي درجې بې باوره کړو. د بهرنيانو او کورنيو مغرضو کړيو لخوا د تيرو ولسمشريزو ټاکنو بدنامولو سره اوس راتلونکو ټاکنو په اړه هم خلک زړه نازړه دي چې ګډون په کې وکړي يا نه؟
دل شکسته
دل شکسته
هارون انصاری
ای یار، ای دوست! منم خسته ی خسته
از دوستی که دلم شکسته
آن یاری که عهد وفا بسته بود
امروز ندارد به یاد، فراموش کرده
گفتم ای دوست، به یاد داری گذشته؟
گفت نباشد زنده گی آباد به رفته
شاید که تقدیر بر این بوده باشد
یا که در لوح ازل نوشته
ندارم از آن دوست گلایه ی بسیار
دارم درد، دارم از خودم شکوه
گویم ای دوست! منم خسته ی خسته
از دوستی که عهد وفا شکسته