Home خانه

:ګنډاپور

ګنډاپور:

Pashton 400ګنډاپور له اره سړ بني پښتانه دي او ددوی دلوی يا مشر نيکه نوم ستوری يا ستوريانی دی چې په تاريخي کتا بو نو کې داستر يا نی يا او ستراني په بڼو هم راغلی دی ٠ د پښتنو د دوديزو شجرو پر بنسټ ستو رياني پنځه زامن درلودل چې تری(ګنډا پور)،شيخی،مريړی، امرا او همړ نو مېدل چې په دوی کې دتري، شيخي ، مريړي او امرا او لادې ته په مجمو عي ډول ګنډاپور وايي او دستور ي يا ستور ياني پنځم زوی همړ او لاده د خپل لوی نيکه ستور ي د نا مه له کبله په ستور ياني سره مشهوره ده(١)٠
محمد حيات خان په خپل مشهور اثر حيات افغاني کې دګنډا پور دقبيلې په اړوند داسې ليکلي دي:
" په پيل کې د ستوري دقبيلې ټول ښا خونه دلويديز افغا نستان په ستورياني( څاه) نومې ځای کې چې د کند هار په شمال ختيز کې داوو منز لو په واټن پروت دی استو ګنه درلو دله او دستور ي دټو لو زامنو نه تری ( ګنډاپور) ډېر ښا يسته و چې پر هغه باندې دشير اڼي دقبيلې دمشر يوه پيغله لور مينه شوه او هغه نجلۍ دخپل مور او پلار له خوښې او رضا پرته دګنډ اپور کو رته لاړه او کنډ اپور له هغې سره دنکاح کو لو نيت وکړ، خو دګنډ اپور پلار ستوري او دهغه نورو ورو ڼو دی له دې کاره منعه کړ او له ګنډاپورنه خپه شول او له هغه سره يې خپلې اړيکي پرې کړې ٠ تردې ورو سته چې ګنډا پور په ستور ياني( څاه) کې دخپلوورو ڼو او پلار نه مرور شو نو په تردي نومي ځای کې يې چې دستورياني( څاه) نه دوه لنډ منزله واټن لري استو ګنه غوره کړه . (٢)"

لنډه داچې کله ګنډ ا پور په تردي نو مي ځای کې استو ګنه غوره کړه نود کر نې په چارو بو خت او کا ريز ونه يې جوړ کړل او دخپلې هغې مير منې نه يې چې په مينتوب يې ورسره واده کړی و ددريو زا منو خاوند شو چې ابراهيم ،حسين او عمران نو ميدل اوڅلورم او لاد يې يوه لوروه چې خوبۍ نو مېدله او دخپلې بلې مير منې نه يې ديعقوب په نا مه زوی وزيږېد٠ هغه و خت چې تری يا ګنډاپور په تردي کې مړ شو نو دهغه زوی ابر اهيم دګنډاپور يانو مشر وټاکل شو او کله چې بيا شيخي، امرا او مريړي دګنډاپور دنسل او شتو زيا توالی او پر مختګ وليد،نو په ستورياني( څاه) کې يې خپله استو ګنه پر ېښوده او په تردي کې دنورو پاتې ګنډا پور يانو سره يو ځای شول چې تر دې وروسته له دوی سره په ګټې او تاوان کې شريک شول(٣)٠
دمغولي واکمن شاه جهان دواکمنۍ په وخت کې دپښتنو ديوې قبيلې مروتو او دو لت خيلو تر مينځ يوه جګړه وشوه چې مروتو دغه جګړه وګټله اود دولت خيلو قبيله دټانک دسيمې نه په وتلو مجبو رشول او ددولت خيلو دقبيلې لوی خان خانزمان دګنډاپور يانو نه دمر ستې غو ښتنه وکړه او مرو ت يې له خپلو سيمو نه وشړل ٠ تر دې سوبې ورو سته بياد خانز مان په غو ښتنه ګنداپو ريان دروهړي په سيمه کې استوګن شول٠ دګنډاپور شمال ته ددولت خيلو قبيله، جنوب ته يې ميا خيل،لويديز ته يې دسليمان غر او لمر خاته ته يې ديره اسماعيل خان موقعيت لري٠(٤) دتاريخي روايتونو پر بنسټ دوی په ١٧ ليږ ديزې پيړۍ کې له افغا نستانه دخپلې استو ګنې اوسنۍ سيمې ته ليږ ديدلي دي٠ يو شمېر ګنډاپور اوس هم د افغا نستان دغزني په ولايت کې دتره کو دقبيلې تر څنګ استو ګنه لري٠
ګنډاپور زړرور او ميړني خلک دي ٠دوی دنګې ونې لري او پياوړي او غښتلي خلک دي٠ په دوی کې دجر ګو سيستم شته او خلک خپلې لانجې او شخړې دجرګو مرکو له لارې اواروي٠ ددراني احمد شاه بابا دواکمنۍ په وخت کې دګنډاپور دقبيلې ډېر خلک دده په پوځ کې دندې درلودلې او دهغه دواکمنۍ په وخت کې دګنډاپور دقبيلې دوسله والو ميړو شمېر دولس زرو تنو ته رسيده٠
ګنډ اپور په عمو مي ډول دکر نې او سو داګرۍ په چارو بو خت دي٠ حاصلات يې غنم ،جوار ،باجري او ډول ډول ترکارۍ دي٠په پخوا وختو نو کې به دوی په دو بي کې له دامانه لويديز افغا نستان ته راتلل او دلته به يې دبز ګرۍ لارې چارې او داوبو دبندونو دجوړولو کارونه زده کول او سو داګري به يې هم کوله چې په پا يله کې ګنډ اپوريان په روړي کې دډېرو ځمکو څښتنان شو ل اوپه ژمي کې به يې هندوستان ته تګ راتګ کاوه٠ددوی څاروي اوښان،غوايي، خره ،وزي او پسونه دي٠
دګنډاپور دقبيلې خيلونه او څا نګې:
د ګنډاپور قبيله په لاندنيو خيلو نو او څا نګو ويشلې شوې ده :
ابراهيم زي،حسين زي، مو سی زي، يعقوب زي، راني زي،خوبي زي ،درې پلاره٠
ابراهيم زي: ابر اهيم زي دګنډاپور دقبيلې يو مشهور ښاخ دی چې زياتره په کلا چي، لوني او مادي کې او سيږي٠ نورنګ خان ابر اهيم زی ددغه ښاخ مشر و٠ نو موړی په ملتان کې دسکهانو پر خلا ف جنګيدلی دی او په لکهي مروت کې دجاګيرونو خاوند و چې سرای نورنګ لکهي مروت دده دنا مه له کبله په همدې نامه سره يا ديږي٠
١-دابراهيم زي څانګې دادي: بازک خيل، الله داد خيل، شيخ حيدر خيل، نتوزي ،اتمانزي،خيري خيل ، نصر خيل،نصرت خانخيل، مينا خيل، درې پلاره، احمد خيل، فتو خيل، جبيل خيل، قندو خيل، مندادک خيل،سيدان خيل،حولت خيل اوعبدلزي ٠
٢-د حسين زي څانګې دادي: ډوډ خيل ، عمر خيل،سکندر خيل،شهو خا نخيل،نظام خيل،بازيد خيل
،زاولي خيل ،تاجي زي،ماني خيل، عالي خيل اوجلي خيل ٠
٣-ديعقوب زيو خيلو نه په لاندې ډول دي :شاه خيل، دا نه خيل، سروان خيل ،پيرا خيل، احمد خيل ،خواجي خيل، مريړ،موسی زي، ،ناصر خيل،نتو زي،پيراخيل،راناخيل،شاکي،شهزادخيل،ياکخيل يا يحيي خيل،قدم خيل،سليما ن خيل، مهتر خيل ،اختيار خيل، شبي خيل،بهادر خيل،محمد خيل ، اختي خيل، بهلول خيل، دادي خيل او حيات خيل٠
٤- دعمران زيو خيلو نه دادي : عيسی خيل،سلطان خيل،سيدان خيل،عثمان خيل،ميرا خيل، پا مک خيل،دولت خيل، شهاب الد ين خيل،باره خيل،ګنډ خيل، نصرت خيل،زرني خيل،رشيد خيل،الله داد خيل ، حيدر خيل، سيد خيل، غنډ خيل ٠
٥- دخوبي زي خېلو نه دادي: ضحاک زي،سکندرزي،خليل خيل، عبدل خيل، کمال خيل،ملا خيل ،حيات خيل ،بابر خيل ،جمک خيل،شداد خيل، علي زي، بهای خانخيل، اندک خيل، باقر خيل،ميداد خيل حفيظ خيل او ايسپ خيل،زرنيخيل، کو هک زي٠، غوراني،مر هيل، رڼازي ،نور احمد خيل٠
٦-ددې پلاره خيلو نه په لاندې ډول دي:
شيخي، خدرزي، حاجي خيل،جعفر زي، مريړي، نکوندر زي،سفر زي،نيکال خيل، غزن خيل او با زيد خيل(٥)٠
دګنډاپوردقبيلې داستو ګنې اوسنۍ سيمې:
ګنډا پو ريان په او سني وخت کې د ګو مل ددرياب پر څنډه په کلا چي کې چې دپښتو نخوا په دېره ا سما عيل خان کې مو قعيت لري ژوند کوي چې دابا سين په لو ېدېزه څنډه ،دخيبر پښتو نخوا په جنو بي بر خه او دسهيلي وزير ستان سره پو له لري ٠ حيات افغاني ١٤٧ کلونه وړاندې ددوی شمېر٣٠ زره تنه ښودلي دي او نن ورځ ددوی شمېر د٧٠ او ٩٠ زرو خلکو تر مينځ اټکل شوی دی٠ د ګنډ اپو ريا نو د استو ګنې مشهور ځای کلا چي دی چې ويل کيږي دګنډاپور يا نو دقبيلې دمشر بارا خان په وخت کې ابا دشوی و دکلا چي ښار دديوالو نو په ذريعه احاطه شوی دی او دپلان له مخې جوړشوی ښار دی٠ دکلا چي دښار دچاکو ګانو جوړولو صنعت،لاسي صنايع او دطلايي دارو څپليو جوړول د ځانګړي شهرت نه بر خمن دي٠
د کلا چي دښار مشهورې محلې دادي:
د شاکي محله ، دابر اهيم زي محله، د حسين زي محله، ديعقو بزي محله،دموسی زيو محله( شمالي خوا)، دمو سی زيو محله( جنوبي خوا)،دباراخيلو محله،دجعفر زيو محله،دکمال خيلو محله، دخدر خيلو محله، دجتن والا محله، دعثمان خيلو محله او دنتو زيو محله٠
دکلا چي دښار نه بهرې محلې دادي:
درانا زيو محله، دزرني خيلو محله،د بهلول خيلو محله،دخود بستي محله،محله چو ټي، لوني يا قاسم اباد، محله هارون اباد٠
دکلا چي دښار ګيټونه( دروازې):
شاکي ګيټ،مادي ګيټ،عثمان خيل ګيټ، جتن والا ګيټ،ميتهو ګيټ او مدی خان ګيټ٠
په کلا چي کې دګنډا پور يا نو کلي په لاندې ډل دي:
مادي،هت هالا، ټکواړه (چې دعمران زيو ګنډاپوريانو دازاد خان دخانۍ په وخت کې اباد شوی دی)،
لوني(چې دسليمان غره په ختيزو لمنو کې دلوني دسيند پر غاړه مو قعيت لر ي او ګنډاپوريان ددغه سيند داو بو نه دخپلو ځمکو دخړوبو لو لپاره ډېره ګټه اخلي٠)
روړي ، قلندر(لويدېز دولت پور)،کوندو کوټ، زر کاني،کنوري پو ټا،ګاره عبد الله ، ګاره مدا او کوټ ظفر٠
د ګنډاپوريانو ژبه پښتو ده ،خو په سر ائيکي ژبه هم خبرې کولای شي٠
د ګنډا پوريانو مشهور او نو ميالي کسان:
١- نورنګ خان ابر اهيم زی
٢- زمان خان ابر ا هيم زی
٣- ګلداد خان
٤- قا لو خان
٥-ازادخان چې ټکواړه دده په وخت کې اباده شوې وه٠
٦- جبيل خان
٧-سرور جان خان ابر اهيم زی
٨- سردار شاه جهان خان
٩-اورنګزيب خان باراخيل
١٠- محمد رمضان خان رانا خيل
١١-محمد حيات خان
١٢- عنايت الله خان ګنډا پور
١٣-حق نواز خان ابر اهيم زی
د ګنډا پو ريانو علمي شخصيتو نه:
١- حاجي غلام سرور خان ګنډاپور چې دپيښور داسلا ميه سکول لو مړنی سر ښوونکی و٠
٢-شير محمد خان ګنډاپور دتواريخ خو رشيد جهان ليکوال چې ابراهيم زی ګنډاپورو٠
٣-ډاکټر محمد جان خان ګنډاپورچې په اټو ميک انر جۍکې يې پي٠ايچ ٠ډي کړې وه٠
٤-ا مين الله خان ګندا پور د تار يخ سر زمين ګومل مؤ لف٠
٥-فقير نو رمحمد درساله رو هي ژبا ړونکی٠
٦-عطا ؤلله خان عطا بهادر خيل دپارسي ژبې شاعر٠
٧- طا هر کلا چوي دپښتو ژبې شاعر چې دمينې غېږ، دحسن لمن او مضراب يې ليکلي دي٠
٨- قادر داد خان دتاريخ ګنډا پور ليکوال٠
٩-ثناؤالله شميم دپښتو ژبې شاعر٠
١٠-صلا ح الدين ابر اهيم زی داردو ژبې ددوو کتا بو نو مؤلف٠
١١- شاه عالم خان ګنډاپوري د پښتو ژبې شاعر٠
١٢- عبد الر حمن خان ګنډا پور کما ل خيل٠
١٣- سيد احمد اختر داردو ژبې شاعر٠
١٤-الله نواز افق داردو او سر ائيکي ژبو شاعر (٦)٠
----------------------------------------------------------------
١- لطيف ياد، پښتني قبيلې،٢٢٢ مخ، دپيښور چاپ٠
٢-حيات افغاني،٤٤١ مخ، دپيښور چاپ٠
٣- نوموړی اثر،٤٤١ مخ٠
٤- پښتانه دتاريخ په رڼاکې،١٣٩٨ مخ٠
٥- تاريخ حيات افغاني د٤٤٠ او ٤٤٣ مخونو شجرې٠http://en.wikipedia.org/…/Gandapur(دفبرورۍلومړۍنيټه٢٠١٢کال۶-