Home خانه
د ۷۸ کلن امریکایي میلیاردر 'توماس لي' مړی موندل شوی
د ۷۸ کلن امریکایي میلیاردر 'توماس لي' مړی موندل شوی
امریکا کې د یوه ۷۸ کلن میلیاردر "توماس اېچ لي" مړی موندل شوی او رپوټونو کې راغلي چې ځان یې وژلی دی.
د هغه کورنۍ د نوموړي مړینه تایید کړې او یوه اعلامیه کې یې ویلي چې له دې کبله خورا خواشیني دي.
نیویارک پوسټ ورځپاڼې یوه رپوټ کې لیکلي چې هغه منهاټن سیمه کې په خپل دفتر کې ځان ویشتلی دی.
د نیویارک پولیسو هم بي بي سي ته منلې چې پنجشنبه یې د یوه ۷۸ کلن سړي مړی موندلی.
پولیسو دا نه ده تایید کړې چې دغه سړي دې پر ځان ډز کړی وي.
دوی ویلي د هغه د مړینې لامل به څېړونکې مشخص او اعلان کړي.
د فوربز مجلې د رپوټ له مخې ښاغلي لي د مړینې پر مهال د ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت شتمني درلوده.
د پولیسو اعلامیه کې راغلي چې دوی په ځايي وخت د پنجشنبې سهار ۱۱ بجې له یوه دفتره د زنګ له ترلاسه کولو وروسته هلته ورغلل.
اعلامیه کاږي چې "د بېړنیو روغتیایي خدماتو" رسوونکي هم د پېښې ځای ته ورغلي او همالته یې د دغه سړي مړینه تایید او اعلان کړه.
د ښاغلي لي د کورنۍ ملګري او ویاند میشل سیټریک یوه اعلامیه کې ویلي، نړۍ هغه د خصوصي ونډو کاروبار د یوه مخکښ او بریالي سوداګر په توګه پېژانده، خو "موږ یې د یوه فداکاره مېړه، پلار، نیکه، عزیز، ملګري او بشر پال په توګه پېژنو چې تل یې د دوی اړتیاو پر خپلو هغو لومړیتوب ورکاوه."