Home خانه
په کابل کې د معتادینو له زر بستریز روغتون څخه ۲۵۰ روږدې کسان له درملنې وروسته کورنیو ته وسپارل شول
په کابل کې د معتادینو له زر بستریز روغتون څخه ۲۵۰ روږدې کسان له درملنې وروسته کورنیو ته وسپارل شول.
دغه روږدي کسان، چې ۴۵ ورځې د معتادینو په زر بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې ول له رغېدو او درملنې وروسته په یو لړ مراسمو کې رخصت شول.
دغه راز په دې مراسمو کې افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت له لوري د کرکت ځلانده ستوری ګلبدين نايب د اعتياد د مخنيوي او ځوانانو ته د مخدره توکو د نه کارولو سفير وټاکل شو.