Home خانه
د پښتونخوا کارځایونو کې د ښځو جنسي ځورونه
د پښتونخوا کارځایونو کې د ښځو جنسي ځورونه
۲۵ مرغومی ۱۴۰۱ - ۱۴ جنوري ۲۰۲۳
د پښتونخوا په دفترونو او تعلیمي ادارو ځینې مېرمنې له جنسي ځورونې کړېږي. پښتنه ټولنه کې د بدنامۍ او پت له کبله د جنسي ځورونې ډېری پېښې پټې ساتل کېږي او ډېرې کمې رپوټ کېږي.
د پښتونخوا حکومت د مېرمنو د جنسي ځورونو د پېښو د مخنیوي لپاره د مرکز او صوبې په کچه د محتسب په نامه اداره هم جوړه کړې، چې موخه یې په دفترونو او کارځایونو کې له جنسي ځورونو د مېرمنو خوندیتابه ګڼل شوې.
حکومت په دې اړه قانون هم جوړ کړی، دا پېښې لاهم په ډېرېدو دي او دلیل یې ددغه قانون په سمه توګه نه عملي کېدل یادېږي.
له پېښوره رحمن الله پرې دا رپوټ چمتو کړی.